1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه وايي د اسرائيل توغندي يې خنثی کړي دي

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

د سوريې حکومتي آژانسونو د رپوټ په حواله، د اسرائيل له خوا څو توغندي چې د حما ولایت پر لور توغول شوي ول، تعقیب او خنثی شوي دي. ويل شوي چې دغه توغندي د سوريې او ايراني ملیشو د مرکزونو پر استقامت توغول شوي ول.

Syrische Luftabwehr im Einsatz
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Bildfunk/XinHuan/A. Safarjalani

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ چې د اسرائيل پوځ د جمعې په شپه (د دسمبر ۲۵مه) څو توغندي د حما ولایت پر لور فیر کړل.

د سوريې د حکومتي آژانسونو په حواله، د سوريې د توغنديو دفاعي سیستم توانيدلی چې دغه توغندي چې د حما ولایت د مسجف ښار په استقامت فیر شوي ول، تعقيب او خنثی کړي.

د سورېې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي دي چې د دغو توغندويزو حملو موخه، د بشار الاسد او ايراني ملیشو مرکزونه وه. دغه سازمان چې مقر يې په لندن کې دی په دې اړه يې ډير جزئيات نه دي خپاره کړي.

ياد سازمان د نومبر مياشتې په وروستيو کې رپوټ ورکړی وو چې په سوريه کې د ايران پر اډو د اسرائيل په توغندويزو بريدونو کې څه باندې ۴۰ ایران ته وفاداره مليشې وژل شوي دي. د بشري حقونو دغه سازمان دا ډول معلومات د هغو افرادو څخه چې په سوريې کې يې لري په لاس راوړي، له همدې کبله د دغو معلوماتو د حقیقت والي تائيد، د خپلواکو سرچينو له خوا سخت دی.

اسرائيل تر اوسه د تیرې شپې توغندويزې حملې په اړه څه نه دي ويلي.

په ۲۰۱۱م کال په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيل راهيسې د اسرائيل پوځ په کراتو د بشارالاسد او د هغه پر ايراني متحدانو هوايي حملې تر سره کړي دي، خو ټولې حملې يې نه دي تائيد کړي. اسرائيل غواړي په دا ډول حملو سره په سوريه کې د ايران د نفود مخنيوی وکړي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب