د اسرائيلو رسنيو د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۲۳مه نيټه) رپوټ ورکړی چې لومړي وزير بنيامن نتنياهو د يکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر درلود او هلته یې د وليعهد محمد بن سلمان او د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پمپيو سره ليدلي دي.
خو د اسرائيلو د پوځي راډيو او د «Kan» شبکې پر دې رپوټونو نه د نتنياهو دفتر او نه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت کومه تصبره کړې ده.
له تل ابيب څخه پرواز
د راډيو شبکې د رپوټونو پر اساس د « Gulfstream IV» شخصي جټ الوتکې تل ابيب ته څیرمه پر ځايي وخت ماښام څه کم شپږو بجو د بن - گوريان له نړيوال هوايي دگره پرواز وکړ.
زياته شوې ده چې دغه الوتکه د ماستخوتن پر څه کم لسو بجو نيوم ښار ته رسیدلې چیرته چې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو سره د ليدنې کتنې له پاره لا دمخه هلته موجود وو.
پمپيو دمگړۍ د امريکايي خبريالانو له يوې ډلې سره د منځني ختیځ په سفر بوخت دی.
اړونده موضوع: متحده عربي امارات او اسرائيل د مناسباتو پر عادي کولو توافق کړی
د ترمپ حکومت د اسرائيلو او سعودي عربستان د گاونډي هيوادونو متحده عربي امارات او بحرين ترمنځ د سولې يوه تړون له پاره منځگړيتوب وکړ. د اړيکو نورمالول د ايران په تړاو له گډو اندیښنو څخه سرچينه اخلي.
د سعودي عربستان حکومت په ماضي کې په څو ځلي ويلي چې تر هغه به اسرائيل په رسميت ونه پيژني تر څو فلسطنيانو يو خپلواک دولت ترلاسه کړی نه وي.
خو له کالونو راهيسې د اسرائيلو مسلمان اتباع د حج او عمرې له پاره سعودي عربستان ته سفرونه کوي. خو دوی په عمومي توگه دا سفر د ځانگړي جواز په درلودو او يا د خارجي پاسپورت په کارولو سره کوي.
ب.ص/ ن.ز (AP, Reuters)
زموږ له آرشيف څخه:
په نړۍ کي ځيني داسي هيوادونه سته چي نه پريږدي خپل هوايي قلمرو يې اسرائيلو ته د تيريدو له پاره وکارول شي. افغانستان هم يو له دغو هيوادونو څخه دی.
انځور: picture-alliance/blickwinkelافغانستان هم په هغو هیوادونو کي دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Sabawoonپاکستان هم نه پرېږدي چې هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Khanبنگله دېش هم ورته کار کوي. (اسرائیلو ته د تيريدو له پاره خپل هوايي قلمرو چا ته په اختيار کي نه ورکوي.)
انځور: dapdماليزيا هم له هغو هيوادونو څخه دی چي له هوايي قلمروه يې څوک اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه لري.
انځور: Reuters/E. Suقطر هم چاته اجازه نه ورکوي چي له هوايي قلمروه يې اسرائيلو ته تير شي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafarسوماليا هم له خيل هوايي قلمرو څخه هيڅ الوتکي ته اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه ورکوي.
انځور: APعمان هم هغه هیواد دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Oman News Agencyبحرين هم په هغو هیوادونو کي راځي چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: Getty Images/AFP/M.Al-Shaikhايران هم په يادو هيوادونو کي دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Parspix/P. Isnaکويټ هم په دې برخه کي د نورو هيوادونو لار تعقيب کړې ده.
انځور: Imago/R. Wölkد لبنان له هوايي قلمرو څخه هم څوک اجازه نه لري چي اسرائيلو ته تير شي.
انځور: picture-alliance/AP لیبیا هم ورته بنديز لگولی دی.
انځور: dapdمراکش هم په دې ليست کي دی.
انځور: Reutersانځور: picture-alliance/dpa هغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: APالجزاير هم ورته اقدام کړی دی.
انځور: Alexander Klein/AFP/Getty Imagesهغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Strيمن هم هيڅ هوايي شرکت ته اجازه نه ورکوي چي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکاروي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Mohammedبرونای هم په دغو هيوادونو کي دی.
انځور: Getty Images/D.Purcellعراق هم يو له هغو هیوادونو څخه دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Khalid Mohammed