1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياسرائیل

اسرائيل د حزب الله د یو بل لوړپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکړ

۱۴۰۳ مهر ۸, یکشنبه

اسرائيل وايي د حزب الله ډلې يو بل لوړپوړی چارواکی، نبيل قاووق ېې په هوايي حمله کې وژلی دی. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې قاووق ېې د شنبې په ورځ د بيروت په سويلي کې په یوه هوايي حمله کې وژلی دی.

د بېروت په جنوب کې په جګړه کې تخریب شوی ساختمان
اسرائيل وايي د لبنان د حزب الله ډلی یو بل لوړپوړی چارواکی ېې وژلی دیانځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

اسرائيل د نبیل قاووق د وژنې خبر په داسې وخت کې ورکړی چې تر دې يوه ورځ مخکې حزب الله د اسرائيل په یوه حمله کې د خپل رهبر حسن نصرالله وژنه تائيد کړه. حزب الله د قاووق د وژنې په هکله په سملاسي توګه څه نه دي ويلي.

اسوشتید پریس ليکي چې قاووق د حزب الله د مرکزي شورا مرستيال مشر وو. هغه همدارنګه له ۱۹۹۵ تر ۲۰۱۰ پورې د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې يو پوځي قوماندان پاتې شوی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت، په ۲۰۲۰ کال کې پر قاووق او د حزب الله د شورا بل غړی حسن البغدادي تحریم کړل.

اسرائيل د یکشنبې په ورځ وويل د لبنان په جنوب کې ېې د حزب الله په لسونو اهداف په نخښه کړي دي.

په دغه سیمه کې د نښتو له امله د بېځایه شوو کسانو شمېر اوس له دوو برابرو هم زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د بېځایه شوو شمېر ۲۱۱۰۰ زره ښودلی.

په عین کې د خوړو نړېوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۹مه) وویل چې په لبنان کې له روانو جګړو څخه د اغیزمن شوو یو ملیون خلکو له پاره د خوراکي موادو د وېش یو بېړنی عملیات په لاره اچول دی.

د لبنان دولتي تلویزیون بیا رپوټ ورکړی چې اسرائيل د یکشنبې په د لبنان په شمال شرق کې پر یو کلي بمبارۍ کې یو کور له منځه تللی چې په کې ۱۱ کسان وژل شوي دي. لبناني رسنیو ويلي چې د شپږو مړو جسدونو د ویجاړیو له منځه راوښکل شوي او د لټون عملیات ادامه لري.

mks/aa/(AP,AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل