د آلمان د باندنيو چارو د وزارت وياند، کريسټيان واګنر د دوشنبې په ورځ پر اسرائيل ږغ وکړ چې د جولان پر لوړو د نفوس دوه چنده کولو پلان دې نه عملي کوي. وياند وويل چې "د نړيوال قانون له مخې دا په بهترينه توګه ښکاره خبره ده چې دغه سيمه د سوريې ده کومه چې د اسرائيل تر کنټرول لاندې ده او له دې کبله اسرائيل يو اشغالګر قوت دی." واګنر زياته کړه چې آلمان له همدې کبله پر خپل ټلوال هيواد اسرائيل ږغ کړی دی چې له دغه پلان څخه "دې تېر شي".
جولان لوړې یو غرنۍ سيمه ده چې د سوریې په جنوب لوېدیځه څنډه کې موقعیت لري. اسرائيل د دغې سيمې ډېره برخه د ۱۹۶۷ د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ونیوله او وروسته یې ضمیمه کړه.
دا سیمه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بفر زون يا حايل سيمي په توګه د سوریې له اړخه جلا شوې ده.
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون سعار وویل چې دا ګام "محدود او لنډمهالی دی" او د "امنیتي دلایلو" لپاره اخیستل شوی دی.
انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
په دمشق کي صيدنايا زندان
د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه بله برخه
د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
انځور: Asaad al-Asaad/newscon/picture alliance
صيدنايا پوځي زندان
په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
انځور: Izettin Kasim/Anadolu/picture alliance
د صيدنايا زندان پانسۍ
د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه برخه
د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance
د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه
د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.