د اسرائيل پوځ د دې خبرې پخلی کړی چې د غزې په جنوبي برخه کې پر رفح ښار يې د وسله والو فلسطينيانو د بريدونو په ځواب کې هوايي بريدونه کړي دي. د اسرائیل پوځ وويل: «نن سهار ترهګرو د ټانک ضد توغندي وتوغول او د اسرائيل د دفاعي ځواکونو پر سرتېرو يې ډزې وکړې». د پوځ په وينا ورپسې د اسرائيل پوځ د جنګي الوتکو له لارې د هوايي بريدونو او د توپچي بريدونو په ترسره کولو سره غبرګون وښود. پوځ دغه بريدونه د «اوربند ښکاره سرغړونه» وبلله، کوم چې د اکتوبر له لسمې نېټې راهيسې په غزه کې نافذ دی.
حماس په رفح کې د جګړې څخه ځان ناخبر ښودلی. دغې ډلې پر اسرائيل د اوربند ماتولو تور لگولی دی.
د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتنياهو پر حماس تور ولګاوه چې «اوربند يې مات کړی» او د دفاع وزير اسرايل کاتز او د امنيتي ځواکونو له مشرانو سره تر سلا وروسته يې پوځ ته امر وکړ چې «په ټول زور» د غزې په سيمه کې پر «ترهګريزو هدفونو» بريدونه وکړي، لکه څنګه چې د هغه دفتر د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ.
حماس ۷ یرغمل آزاد کړل؛ ترمپ ويلي «په غزه کې جګړه پای ته رسېدلې»
تر دې مخکې، د اسرائيل يو استازي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي وو چې د اسرائيل سرتېري د حماس د نښان ويشتونکو او د يو راکټ لانچر په مرسته تر بريد لاندې راغلي دي. هغه وويل: «دواړې پېښې په هغه سيمه کې شوي چې د ختيځ ژړه کرښه ده او د اسرائيل تر کنټرول لاندې ده.» دا هغه کرښه ده چې د اوربند له ټینګښت وروسته د اسرائيل پوځ ورته په شا شوی و.
د رفح اوسېدونکو فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي چې جګړه وشوه او ورپسې د اسرائيلي الوتکې له خوا دوه هوايي بريدونه ترسره شول.
د اسرائيل او حماس تر منځ شخړه تر دوه کلن جريان وروسته په اوربند درېدلې وه. خو اوس دواړه اړخونه يو پر بل د اوربند د نقض تورونه لگوي.
په غزې کې قحطي: ورځنی ژوند څنګه تیریږي؟
په دې انځوریز رپوټ کې د یوه فلسطیني بې ځایه شوې کورنۍ ورځني ژوند ته د نمونې په توګه کتنه شوې ده. هغه کورنۍ چې د غزې د جګړې په جریان کې څو ځله بې ځایه شوې او له مجبوریته خپل نوي زیږیدلي ماشوم ته د شیدو پرځای اوبه ورکوي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceماشومان په یوه خیمه کې پر ځمکه ویده دي
په غزې ښار کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ کې د یوې کورنۍ ماشومان په یوه خیمه کې ویده دي. د دوی مور پلار عبیر او فادي د دوی د مړولو له پاره درې انتخابه لري: شاید یو خیریه پخلنځای پرانیستی وي او وکولی شي په دیګي کې د عدس یا دالو اوبلنه خوروا ترلاسه کړي. یا هم شاید وتوانیږي د ډیرو خلکو په منځ کې د مرستو یوې لارۍ ته ځان ورسوي او یوه خلته وړه ترلاسه کړي. وروستۍ لاره سوال کول یا خیرات غوښتل دي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceد فلسطیني بې ځایه شوو په یوه کمپ کې یوه مور له مجبوریته خپل ماشوم ته د شیدو پر ځای په چوشک کې اوبه ورکوي. کله چې ښه چانس ولري او دال ترلاسه کړي، نو له وړو او اوبو سره یې ګډوي. د دې سیمې ډیری نوي زیږیدلي ماشومان سوء تغذي دي. عبیر وایي: «د ګرمۍ، اوبو او خوړو نشتوالي له کبله یوه ورځ پر مونږ لکه سلو ورځو تیریږي.»
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceکه ټول دغه انتخابونه کار ور نه کړي، دوی خواړه نه خوري، هغه څه چې په دې ورځو کې ډیر پيښيږي. ځکه ولږه د دوی انرژي، قدرت او هیله لمنځه وړي. د صبح د کورنۍ ستونزي چې د جګړو له کبله څو ځله بې ځایه شوي او اوس د غزې ښار په لویدیځ کې د مهاجرو په کمپ کې اوسیږي، د دې جګړه ځپلي خاورې د ټولو کورنیو سره یو شان دي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceدغه فلسطینۍ مور په یوه کاسه کې په لاس جامې پریمنځي. د ډیرې مودې راهیسې په دې سیمه کې بریښنا قطع شوې ده او د څښاک اوبه هم په سختۍ سره پیدا کیږي. نړیوال سازمانونه پر اسرائیل تور لګوي چې له ولږې څخه د وسلې په توګه استفاده کوي. عبیر د خپل پاکوالې او نظافت له پاره له سیند څخه اوبه راوړي او د کورنۍ غړي یې په سیند کې لامبي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceپه مجموع کې د غزې نږدې ټول اوسیدونکي له ورته وضعیت سره مخامخ دي
تر سلو زیاتو نړیوالو خیریه بنسټونو په غزه کې د «پراخې لوږې» په اړه خبرداری ورکړی دی. دغو بنسټونو خراب بشري وضعیت ته په اشارې سره د سملاسي اوربند، د سرحدي لارو د پرانیستو او پرته له خنډ څخه د مرستو د لیږد غوښتنه کړې ده.
انځور: AFP