د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د جون دويمه) غوښتنه وکړه چې د غزې په سیمه کې د مرستو د وېش مرکزونو ته نيږدې د ادعا شوو له اسرائیل له خوا بریدونو په اړه دې خپلواکه څېړنه وشي. خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي دا غوښتنه د اسرائیل حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوه.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویاند اورن مارمورشټاین، د ګوترش څرګندونې «شرموونکي» وبللې او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو مشر د فلسطینۍ اسلامي ډلې حماس یادونه نه ده کړې. په وينا يې د حماس د هغې ډلې چې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو وړاندیزونه یې رد کړي دي.
مارمورشټاین، د ټولنیزې شبکې X (پخوانی ټویټر) پر یوه پوسټ کې ولیکل: «یو ټکی هم نه دی ویل شوی چې حماس ملکي وګړي ویشتلي او هڅه کوي هغوی د مرستو ترلاسه کولو څخه منع کړي.»
دا هم ولولئ: د المان صدراعظم: اسرائیل دې غزه کې بشري مرستو ته اجازه ورکړي
ګوترش تر دې وړاندې د حماس د ادعاوو پر بنسټ د هغو راپورونو د څېړنې غوښتنه کړې وه چې ویل کېده د اسرائیل بریدونو هغه ولسي خلک وژلي دي چې د مرستو د ترلاسه کولو په هڅه کې ول. د حماس تر کنټرول لاندې د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغسې پېښو له امله ۳۰ کسان وژل شوي دي.
ګوترش په X پاڼه کې لیکلي: «دا د منلو وړ نه ده چې فلسطینیان د خوراکي موادو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.» نوموړي زیاته کړې ده چې د نړیوال بشري قانون له مخې، اسرائیل مکلف دی چې د مرستو رسونې ته زمینه برابره کړي.
د اسرائیل پوځ دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د پېښو لومړنۍ ارزونې هېڅ داسې شواهد نه دي موندلي چې وښيي پر ملکي وګړو دي بریدونه شوي وي، نه د مرستې مرکزونو دننه او نه هم نيږدې. دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.
په دې وروستیو کې اسرائیل د غزې د بشري مرستو بنسټ (GHF) ته اجازه ورکړې چې د ملګرو ملتونو له ادارو څخه پرته په غزه کې مرستې ووېشي. دا اقدام د نيږدې درې میاشتنۍ محاصرې وروسته د محدودو بشري مرستو د بیا پيل لړۍ یوه برخه ده.
هغه هيوادونه چي هوايي قلمرو يې پر اسرائيلو بند دی
په نړۍ کي ځيني داسي هيوادونه سته چي نه پريږدي خپل هوايي قلمرو يې اسرائيلو ته د تيريدو له پاره وکارول شي. افغانستان هم يو له دغو هيوادونو څخه دی. انځور: picture-alliance/blickwinkel افغانستان هم په هغو هیوادونو کي دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Sabawoon پاکستان هم نه پرېږدي چې هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/dpa/W. Khan بنگله دېش هم ورته کار کوي. (اسرائیلو ته د تيريدو له پاره خپل هوايي قلمرو چا ته په اختيار کي نه ورکوي.)
انځور: dapd ماليزيا هم له هغو هيوادونو څخه دی چي له هوايي قلمروه يې څوک اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه لري.
انځور: Reuters/E. Su قطر هم چاته اجازه نه ورکوي چي له هوايي قلمروه يې اسرائيلو ته تير شي.
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar سوماليا هم له خيل هوايي قلمرو څخه هيڅ الوتکي ته اسرائيلو ته د تيريدو اجازه نه ورکوي.
انځور: AP عمان هم هغه هیواد دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Oman News Agency بحرين هم په هغو هیوادونو کي راځي چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: Getty Images/AFP/M.Al-Shaikh ايران هم په يادو هيوادونو کي دی.
انځور: picture-alliance/dpa/Parspix/P. Isna کويټ هم په دې برخه کي د نورو هيوادونو لار تعقيب کړې ده.
انځور: Imago/R. Wölk د لبنان له هوايي قلمرو څخه هم څوک اجازه نه لري چي اسرائيلو ته تير شي.
انځور: picture-alliance/AP لیبیا هم ورته بنديز لگولی دی.
انځور: dapd مراکش هم په دې ليست کي دی.
انځور: Reuters انځور: picture-alliance/dpa هغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: AP الجزاير هم ورته اقدام کړی دی.
انځور: Alexander Klein/AFP/Getty Images هغه هیوادونه چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/Str يمن هم هيڅ هوايي شرکت ته اجازه نه ورکوي چي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکاروي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Mohammed برونای هم په دغو هيوادونو کي دی.
انځور: Getty Images/D.Purcell عراق هم يو له هغو هیوادونو څخه دی چې اجازه نه ورکوي هوایې قلمرو یې د اسرائیل له پاره وکارول شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Khalid Mohammed