1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا: فلسطين او اسرائيل دې اوربند ته پابنده پاتې شي

۱۴۰۰ خرداد ۲, یکشنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دغه سازمان له غړو څخه د فلسطين خلکو سره د مرستې غوښتنه وکړه. د امنیت شورا ۱۵ غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اسرائيل او فلسطين څخه وغوښتل چې اوربند ته دې «بشپړه پابندي» وښيي.

Palästina | Zerstörtes Gebäude in Gaza
انځور: Suhaib Salem/REUTERS

د غزې سره د مرستو لړۍ ادامه لري. د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا ۱۵ غړي تر ۱۱ ورځنې جنګ وروسته د لومړي ځل له پاره د شنبې ورځې په ماښام (د ۲۰۲۱م کال د می ۲۲مه) وتوانيدل چې يوه ګډه اعلاميه خپره کړي.

تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د دغې شورا د غړې په توګه، د هرډول اعلاميې له خپريدو سره مخالفت کړی وو او دغه نړیوال سازمان  نه وو توانیدلی چې د غزې جګړې په اړه خپل موقف اعلان کړي. د نوې اعلاميې خپريدا ښيي چې د ملګرو ملتونو سازمان ۱۵ واړه غړي اوس د غزې په اړه واحد نظر لري.

عاجلو مرستو ته د شرایطو برابرول

د امنيت شورا له اسرائيل او د حماس په مشرۍ له فلسطيني ډلو څخه غوښتي دي چې خپل توان اوربند ته متمرکز کړي تر څو غزې او د فلسطين نورو سیمو ته د عاجلو مرستو رسيدلو شرایط مساعد شي.

دغې شورا ويلي دي چې د عاجلو مرستو رسولو له پاره کامله سوليزه فضا او امنيت مهم دی او له اسرائيل او حماس څخه يې غوښتي چې اعلان شوي اوربند ته پابنده پاتې شي.

غزې ته عاجلې مرستې رسیدلي ديانځور: John Minchillo/AP Photo/picture alliance

په عین حال کې د شنبې په ورځ د کومکي موادو په لسونو لارۍ د اسرائیل سره د ګډ ځمکني بندر له لارې غزې ته ورسیدلې. په دغو لاريو کې د سوند مواد، خوراکي مواد، درمل او طبي تجهیزات شامل دي. د اسرائيل پوځ تر دې وړاندې دغه بندر بند کړی وو.

عادي ژوند ته د بيرته راګرځيدو هڅې

اسرائيل او د حماس فلسطيني ډلو وروسته له ۱۱ ورځو جګړو اوربند ومانه. د غزې تراډه چې په دغو جګړو کې يې سخت زیان لیدلی اوس په کې د اوربند او بیارغونې له پاره هڅې روانې دي. دغه اوربند د مصر، قطر او د ملګرو ملتونو سازمان په واسطه د جمعې په شپه عملي شو.

فلسطيني چارواکو ويلي دي چې عادي ژوند ته د بیرته ورګرځيدو له پاره هڅې ادامه لري.

د مصر دوه پلاوي له اوربند څخه د نظارت په موخه اسرائيلي او فلسطينې سیمو ته رسيدلي دي. چارواکو پر اړمنو کسانو د کمپلو او خيمو د ويش لرۍ پيل کړې ده. فلسطيني کب نيونکو هم سیند ته د بیرته تلو اجازه ترلاسه کړې او قهوه خانو او مغازو هم خپل کاروبار له سره پیل کړی دی.

حماس چې د غزې تراډه کنټرولوي وايي، په پام کې ده چې وزارتونه او چارواکي د يکشنبې په ورځ (د می ۲۳مه) خپل فعالیتونه له سره پيل کړي. د ملګرو ملتونو د مرستو صندوق په مجموع کې د ۱۸ نیم میليونه ډالر د عاجلو او بشري مرستو له پاره بيلې کړي دي.

له اسرائيل او فلسطيني ډلو غوښتل شوي چې اوربند ته پابنده پاتې شيانځور: Mohammed Salem/Reuters

د جګړې بد اثرات

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله، د غزې په تراډه کې د اسرائيل د هوايي حملو له کبله له ۹۰ زره ډيرې کورنیو خپل کورونه پريښي دي. لږ تر لږه ۶ زره کسان بې کوره شوي او شاوخوا ۸ زره نور اوبو ته لاسرسی نه لري.

د امریکا ولسمشر جو بایدن ويلي دي چې د اسرائيل تر څنګ د یو فلسطيني هیواد جوړیدل د جګړو «یوازینی ځواب» دی. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا غواړي د غزې په بیارغونه کې برخه واخلي.

په وروستیو جنګونو کې له ۲۳۰ ملکي فلسطينان وژل شوي دي چې ۶۵ ماشومان او ۳۹ ښځې هم په کې شاملې دي. ۱۷۱۰ کسان ټپيان شوی دي. د اسرائيل ځاني تلفات ۱۲ کسان دي. د دوی په ډله کې يو ۵ کلن هلک او یوه ۱۶ کلنه نجلۍ هم شامله ده.

دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ق.ن.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل