1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل خپلو وګړو ته اماراتو ته د سفر په هکله خبرداری ورکړی

۱۴۰۰ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د اسرائیل د ملي امنیت ادارې اماراتو او د سیمې نورو هیوادونو ته د توریستي سفرونو په هکله د خپل هیواد اتباعو ته خبرداری ورکړی دی. د دغه ادارې په وینا د اسرائیل اتباع له خپل اصلي دښمن، ایران له ضرر څخه په آمان کې نه دي.

Dubai Touristen am Strand
انځور: KARIM SAHIB/AFP

د اسرائیل د ملي امنیت ادارې د دوشنبې په ورځ د خپل هیواد اتباعو ته سپارښتنه کړې ده چې اماراتو او د سیمې نورو هیوادونو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د دغه ادارې له نظره اسرائیلي اتباع په متحده عربي اماراتو کې دوبۍ او ابو ظبۍ او همداشان بحرین ته باید سفرونه و نه کړي.

د فارس خلیج دغو دواړو هیوادونو تیرکال د امريکا متحده ایالاتو په منځګړتوب، له اسرائیل سره خپلې اړیکي عادي حالت ته راوستې. په اسرائیل کې دغه څه د یوه تاریخي ګام په توګه ارزول کیږي.

د یاد بنسټ له تروریزم سره د مبارزې ادارې په یوه بیانیه کې په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې ده: «موږ ګومان کوو چې په راتلونکې کې به بیا هم ایران، اسرائیلي اهدافو ته د ضربه رسولو هڅې وکړي.»

په دغه بیانیه کې د یو شمیر هیوادونو نومونه یاد شوي دي چې ګومان کیږي د اسرائیل د اتباعو له پاره نا امنه وي. په دغه نوملړ کې د ګرجستان، آذربایجان، ابو ظبۍ، دوبۍ، بحرین، په عراق او ترکیه کې د کردستان سیمې، اردن او مصر شامل دي.

تیرکال د اسرائیلو او اماراتو ترمنځ تر یوې توافقنامې وروسته، دغه هیواد د اسرائیلي اتباعو له پاره د سیاحت په یوه په زړه پورې ځای اوښتی او د دولت پر خبرداریو سربیره زیات خلک د فارس سیمې ته د تفریح له پاره سفر کوي.

په وروستیو کې د کرونا وبا له کبله اماراتو ته د سفر کولو شوق تر یوه حده راکم شوی وو، خو په اسرائیل کې د کرونا ضد بریالي واکسیناسیون وروسته، په دغه هیواد کې اقتصادي ژوند یو ځل بیا رونق موندلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب