1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل او حزب الله ترمنځ کله او څه ډول شخړي رامنځه شوي

۱۴۰۳ شهریور ۵, دوشنبه

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د اسرائیل او په لبنان کې د حزب الله ترمنځ تشنج ډیر شوی، خو له لسیزو راهیسې د لبنان او اسرائیل پر پوله د دواړو لوریو ترمنځ شخړې ادامه لري. موږ په دغه راپور کې مهمې پیښې راټولې کړي دي.

په ۱۹۶۷م کال کې یوه ورځپاڼه چې د یوه نارینه په لاس کې ده او په سرلیک کې یې لیکل شوي «په نیږدې ختیځ کې شدیده» جګړه روانه ده. په بګ رونډ کې د امنیت شورا غونډه لیدل کیږي.
د ۱۹۶۷م کال د جون پر پنځمه، په منځني ختیځ کې تر شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د ملګرو ملتونو دامنیت شورا عاجله ناسته را وبلله. انځور: UPI/picture-alliance

د اسرائیل او لبنان ترمنځ شخړې کومه نوې پدیده نه ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ پر پوله باندې له لسیزو راهیسې د شخړو راپورونه ورکول کیږي. موږ په دغه مطلب کې د دواړو هیوادونو ترمنځ مهمو پیښو ته کتنه کړې ده.

تر ۱۹۴۸ مخکې:

لبنان په ۱۹۴۳م کال کې د فرانسې له استعماري حاکمانو خپلواکي ترلاسه کړه او د اسرائیل د دولت له رامنځ ته کیدو لا مخکې په لبنان کې په دې هکله بحثونه روان ول چې دوی به له خپلو ګاونډیانو سره څه ډول اړیکې ساتي. د لبنان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د مختلفو مذهبي او قومي ډلو څخه جوړ دی او ځینې دغې تنوع ته په کتو، ان په دې اند ول چې ښايي دغه هیواد له صهیونستانو سره د یهودي دولت په جوړولو کې کوم مشکل ونه لري. خو د لبنان په دولت کې نور عناصر په دې باور ول چې له اسرائیل او ګاونډیو عربي هیوادونو سره ښې اړیکې لرل به ناممکن وي.

۱۹۴۸م کال:

د ۱۹۴۸م کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نیټه، هغه ورځ چې د اسرائیل دولت رامنځ ته شو، مصر، سوریې، اردن، عراق او لبنان د اسرائیل له نوي دولت سره د جګړې اعلان وکړ. هغه مهال لا له وړاندې نه د بریتانیا له لوري اداره کیدونکي الزامي فلسطین کې خونړۍ پیښې رامنځ ته شوې وې. ملګرو ملتونو هغه مهال د یوه حکم له لارې د دوو جلا هیوادونو د رامنځ ته کیدو پریکړه او توافق کړی وو چې یو به یهودي دولت وي او بل عربي یا فلسطین دولت وي، خو ګڼ شمیر عربي هیوادونو له دغه پلان سره مخالفت درلود او دغه پلان یې رد کړی وو.

دغې جګړې د ۱۹۴۹م کال تر لومړیو پورې ادامه پیدا کړه. د اسرائیل، لبنان او یو شمیر عرب هیوادونو ترمنځ د سولې تر تړون وروسته چې پکې د یادو هیوادونو ترمنځ د سرحدونو ټاکنه هم وشوه، دغه جګړه پای ته ورسېده. په دغه تړون کې چې ورته زرغونه کرښه او یا د ۱۹۴۹ د جګړې د درولو تړون هم ویل کیږي، د اسرائیل او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پکې د پولو پر سر هم توافق وشو. ګڼ شمیر عرب دولتونو ټینګار درلود چې دغه پولې موقتي دي، خو لبنان بیا دغه لید نه درلود.

د جګړې په پای ته رسیدو سره، اسرائیل د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷م کال د تقسیم د پلان پر اساس چې کومه اندازه ځمکه د فلسطینیانو له پاره ځانګړې شوې وه، د هغې شاوخوا ۴۰ سلنه خاوره باندې کنترول درلود. هغه مهال شاوخوا ۱۰۰ زره فلسطیني مهاجر چې د خپلو کورونو ترک کولو ته مجبور شوي ول، لبنان ته کډه شول. په ۱۹۴۹م کال کې په نیږدې ختیځ کې د فلسطیني بې ځایه شویو له پاره د ملګرو ملتونو د کار او مرستې سازمان یا UNRWA رامنځ ته شو څو په سیمه کې مرستندویه چارې مخته یوسي.

د ۱۹۴۸م کال په جګړه کې شاوخوا ۷۰۰ زره فلسطیني وګړي اړ شوي ول چې خپلې سیمې ترک کړي. انځور: Eldan David/Pressebüro der Regierung Israels/picture alliance /dpa

۱۹۵۶م کال:

تر ۱۹۶۵م کاله پورې، د اسرائیل او لبنان پوله نسبتاً آرامه وه او ورباندې جګړه نه وه شوې، خو هغه مهال د فتح په نوم یو فلسطینۍ ملتپاله ډله رامنځ ته شوه او پر اسرائیل یې له پولې ها خوا بریدونه پیل کړل. یو شمیر نورو فلسطیني وسله والو ډلو هم له سوریې او اردن څخه بریدونه پیل کړل. په خپله په لبنان کې د دغې شخړې په هکله نظرونه مختلف ول، ځکه چې ګڼ شمیر متنوع ډلو په دې هکله مختلف نظرونه درلودل.

۱۹۶۷م کال:

د اسرائیل او شاوخوا عرب دولتونو ترمنځ شخړې هم اوج ته رسېدلي دي. سوریې، مصر او اردن د اسرائیل خلاف د ځواکونو بسیج کول پیل کړي دي. تر دغه بسیج کیدو وړاندې، اسرائیل د بسیج د ځواب له پاره د مصر پر هوايي ځواکونو مخه نیونکې یا دفاعي برید وکړ. اسرائیل په دغه بسیج کې ښکیل عرب هیوادونو ته ماتې ورکړه چې ورته د شپږو ورځو جګړه هم ویل کیږي. لبنان په دغه جګړه کې په جدي ډول ښکیل نه وو، خو د جګړې پرمهال زرګونه فلسطینیان د پولې په تیریدو سره لبنان ته رسیدلي ول.

۱۹۶۹م کال:

په دغه کال کې لبنان د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکي نوي جوړ شوي سازمان یا PLO سره په لبنان کې د ۱۶ مهاجر کمپونو د مدیریتي چارو سره توافق وکړ چې د فلسطینیانو د وسله والې هڅې د جبهې د قوماندې تر نامه لاندې فعالیت کوي. دغې ډلې بیا وروسته په دغو کمپونو کې د انظباطانو یا پولیسو نقش هم لوباوه.

۱۹۷۰م کال:

په ۱۹۷۰م کال کې د اردن د شاهي کورنۍ پرضد تر ناکامه قیام وروسته، د فلسطین د خپلواکۍ غوښتونکي سازمان خپل مقر له اردن څخه د لبنان پلازمینې بیروت ته انتقال کړ. دغې ډلې خپل پوځي مقر د لبنان په جنوب سیمې کې ځای پر ځای کړ چې له کبله یې د لبنان او اسرائیل ترمنځ پر پوله باندې کشمکشونو یو ځل بیا شدت وموند.

د ملګرو ملتونو د پریکړې په اساس باید د فلسطین او اسرائیلو دوه جلا دولتونه رامنځ ته شي، داسې پریکړه چې یو شمیر عرب هیوادونو یې مخالفت کوو. انځور: CPA Media Co. Ltd/picture alliance

۱۹۷۳م کال:

په دغه کال کې د اسرائیلځانګړي ځواکونه د لبنان سواحلو کې په مخفي توګه ښکته شول او د خدای د خښم په نامه د اسرائیل د پوځي عملیاتو په چوکاټ کې یې د فلسطین د خپلواکۍ سازمان یا PLO درې مهم مشران ترور کړل. د دغه سازمان د مشرانو وژل کیدل، د مونشن په المپیک سیالیو کې چې په ۱۹۷۲م کال کې ترسره شوې، د تورې سپتمبر وسله والې فلسطیني ډلې له لوري د اسرائیلي لوبغاړو د برمته کولو او وژلو غچ اخيستل ول.

۱۹۷۸م کال:

په دغه کال کې اسرائیل د لبنان پر جنوبي سیمو یرغل وکړ او غوښتل یې چې هغه فلسطیني وسله وال په نخښه کړي چې له پولې ها خوا پر اسرائیل بریدونه کوي. په دوی کې هغه کسان هم ووژل شول چې د ۳۰ اسرائیلي ملکیانو یو بس یې برمته کړی وو او پکې سپاره اسرائیلیان یې وژلي ول.

د اسرائیل پوځ په لبنان کې ان د لیتاني په نامه رود سیمې پورې ورسیدل چې له پولې شاوخوا ۳۹ کیلومتره فاصله لري او ورسره هم مهاله د ملګرو ملتونو امنیت شورا  د ۴۲۶ شمیرې قطعنامې پر اساس په عاجله توګه د اسرائیل ځواکونو د وتلو ږغ وکړ.

د ملګرو ملتونو د همدې قطعنامې په چوکاټ کې په لبنان کې ملګرو ملتونو لنډ مهاله ځواک رامنځ ته کړ څو د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسرائیل ځواکونو وتل ډاډمن کړي او په سیمه کې امنیت او سوله ټینګه کړي. د ملګرو ملتونو دغه ځواک همدا راز ډاډ ترلاسه کړ چې د لبنان حکومت بیرته د خپلو سیمو واک په لاس کې واخلي. په لبنان کې د ملګرو ملتونو دغه لنډمهاله ځواک تر اوسه پوري د UNIFIL نامه لاندې فعالیت لري. 

۱۹۸۲م کال:

د ۱۹۸۲م کال په جون میاشت کې، اسرائیل یو ځل بیا پر لبنان باندې پوځي یرغل وکړ او هدف یې د فلسطین د خپلواکۍ غوښتني سازمان یا PLO جنګیالي ول چې له پولې ها خوا یې پر اسرائیل بریدونه کول. اسرائیل په همدې وخت کې په لبنان کې د لبناني مسحي وسله والې ډلې تمویل هم پیل کړ چې ورته د لبنان جنوبي پوځ یا SLA هم ویل کیږي، داسې ډله چې د فلسطین د خپلواکۍ غوښتني سازمان پر خلاف جنګېدله.

په همدې کال کې په لبنان کې کړکیچ مخ پر ډیریدو وو چې د ۱۹۷۵ نه نیولې تر ۱۹۹۰م کاله پورې د لبنان د کورنۍ جګړې سبب شو. اسرائیل په دې موده کې د لبنان د جنوبي پوځ یا SLA ملاتړ کاوه ترڅو د سوریې له ملاتړه د برخمنو نورو ډلو پر ضد جګړه مخته یوسي.

په دغه موده کې ښي اړخه مسیحي ملتپاله او نورو ډلو په لبنان کې د فلسطینیانو په مهاجر کمپونو کې سلګونه فلسطیني مهاجر ووژل، چې ورته د صبرا او شاتیلا ټول وژنه ویل کیږي. وروسته بیا یو شمیر کمیسیونونو او د حقیقت موندلو ډلو، دا وموندله چې په دغه ټول وژنه کې د اسرائیل ځواکونه مستقیماً مسوول نه ول او پر دوی د دغه ټول وژنې ته د زمینې برابرولو تور پورې کړل شو. په یاده ټول وژنه کې د وژل شویو کسانو د شمیر په هکله اختلاف موجود دی خو بیا وروسته معلومه شوه چې په دغه پیښه کې شاوخوا ۳۰۰۰ ملکیان وژل شوي ول.

پر لبنان باندې د اسرائیل دغه یرغل د دې سبب شو چې په دغه هیواد کې د حزب الله ډله رامنځ ته شي. په لبنان کې یو شمیر شعیه مسلمانانو وسلې راپورته کړې او پریکړه یې وکړه چې د اسرائیل پر ضد وجنګیږي. دایران د هغه وخت شعیه مذهبه حکومت  دوی ته روزنه او مالي سرچینې په اختیار کې ورکولې.

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د شخړې د مخنیوي او د وضعیت د څار له پاره ځانګړي سوله ساتي ځواکونو ماموریت جوړ کړی دی. انځور: Joseph Eid/AFP/Getty Images

۱۹۸۵م کال:

بلاخره تر دریو کلونو وروسته د اسرائیل ځواکونه له بیروت څخه ووتل او بیرته د لیتاني رود سیمه کې میشت شول. دوی په رسمي توګه د لبنان شاوخوا ۸۵۰ کیلومتره مربع سیمه تر خپلې ولکې لاندې نیولې وه کومه چې د اسرائیل او لیتاني رود ترمنځ موقعیت لري. هغه مهال اسرائیل استدلال کاوه چې دوی دغې سیمې ته د حایل امنیتي سیمي په توګه اړتیا لري، ترڅو په سرحدي سیمو کې د اسرائیلي ملکیانو ژوند خوندي کړي. دوی د دغې سیمې امنیت د لبنان د جنوبي پوځ یا SLA په مرسته تامین کړی وو.

تر څو کلونو وروسته، د اسرائیل ځواکونه په دغه سیمه کې د وسله والو ډلو د بریدونو یو له اصلي هدفونو وګرځیدل. په ۲۰۰۰م کال کې د اسرائیل ځواکونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۷۸م کال د ۴۲۵ قطعنامې پر اساس د لبنان دغه سیمه ترک کړه او خپل پوځونه یې له دې خاورې وایستل.

۱۹۹۳م کال:

د ۱۹۹۳م کال په جولای میاشت کې، اسرائیل د حساب ورکوونې په نامه یو لړ عملیات پیل کړل. دغه عملیات د لبنان په تاریخ کې د ۷ ورځني جنګ په نامه یادیږي. دغه عملیات هغه مهال پیل شول چې د اسرائیل او لبنان پولې ته نیږدې سیمو کې د حزب الله او اسرائیل  له لوري ملکیان او پوځیان ووژل شول. د دغو شخړو له کبله زرګونه کسان په سیمه کې بې ځایه هم شول. تر یوې اونۍ وروسته، د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب یو اوربند رامنځ ته شو او جګړه بیرته پای ته ورسیده.

حسن نصرالله چې په ۱۹۸۲م کال له حزب الله سره یوځای شو او بیا وروسته په ۱۹۹۲م کال کې د دغې ډلې مشري یې پر غاړه واخیسته. انځور: EPA/WAEL HAMZEH

۱۹۹۶م کال:

د ۱۹۹۶م کال په اپریل میاشت کې اسرائیل په لبنان کې د عناقيد الغضب په نامه عملیات پیل کړل او ظاهراً په دې هڅه څو ملکیان د بیروت لوري ته بې ځایه کړي او په نتیجه کې یې د حزب الله د بې وسلې کولو له پاره د لبنان پر حکومت فشار راولي. اسرائیل د لبنان په جنوبي سیمو کې د کلیو میشتو ملکیانو ته لارښوونه کوله څو سیمه ترک کړي ځکه دوی پر سیمه باندې شدیده بمباري پیلوي.

په دغو ۱۷ ورځنیو پوځي عملیاتو کې، اسرائیل شاوخوا ۶۰۰ هوايي بریدونه وکړل چې پکې د بیروت هوايي ډګر او د بریښنا د تولید مراکز هم شامل ول. دوی همدا راز د لبنان یو شمیر بندرونو ته لاسرسی هم بند کړ. حزب الله  بیا په متقابل اقدام کې د توغندیو بریدونه وکړل. په دغو شخړو کې په داوړو لوریو کې سلګونه زره ملکیان بې ځایه شول.

په دې ترڅ کې د اسرائیل له لوري د لبنان په قانا کلي کې د ملګرو ملتونو یو مرکز هم په هوايي بریدونو کې په نخښه کړای شو چې له کبله یې د شاوخوا ۳۷ ماشومانو په ګډون تر سلو ډیر کسان ووژل شول. په دې پیښه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو په شمول سلګونه نور کسان ټپیان شول. اسرائیل هغه مهال وویل چې دغه برید اشتباهي شوی. تر دغه برید وروسته نړیوال غبرګونونه هم را وپاریدل او بیا وروسته د القاعده شبکې غړیو وویل د قانا د کلي ټول وژنه، دوی دې ته اړ کړل څو پری امریکا باندې خپل بریدونه پیل کړي.

دغې جګړې ۱۷ ورځې دوام وکړ او بیا وروسته د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د دواړو لوریو په یوه تفاهم سره پای ته ورسیده او تفاهم دا وو چې په دواړو لوریو کې به ملکیان هدف نه ګرځول کیږي.

د اسرائیلو او لبنان ترمنځ تر دوو پراخو جګړو وروسته، حزب الله او اسرائیلو وخت نا وخت پر یو بل باندې بریدونه کړي دي. انځور: Taher Abu Hamdan/Xinhua/IMAGO

۲۰۰۰م کال:

د اسرائیل ځواکونه د لبنان له جنوب څخه د ابي کرښې پر لور تخلیه شول، د پولو د بیلوالي هغه سیمه چې د ملګرو ملتونو له لوري په موقت ډول رامنځ ته شوې وه. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه دنده درلوده څو له لبنان څخه د اسرائیل ځواکونو وتل وڅاري.

۲۰۰۶م کال:

په دغه کال کې حزب الله ډلې له پولې څخه په تیریدو سره په یوه برید کې دوه اسرائیلي عسکر ژوندي ونیول او ګڼ شمیر نور یې ووژل. دوی د اسرائیلي عسکرو د آزادیدو په ځواب کې د فلسطیني زندانیانو د آزادیدو غوښتنه کوله. اسرائیل د دوی دغه غوښتنه رد کړه او په سیمه کې د پنځو اونیو له پاره پوځي عملیات پیل کړل کوم چې د جولای د جګړې په نامه هم یادیږي.

په دغه جګړه کې یو ځل بیا تر يو میلیون زیات لبنانیان او شاوخوا نیم میلیون اسرائیلیان بې ځایه شول. د دغو جګړو په نتیجه کې شاوخوا ۱۲۰۰۰ لبناني وګړي او ۱۵۸ اسرائیلي وګړي ووژل شول چې تقریباً ټول پوځیان ول. په دې جګړو کې د لبنان زیاتره زیربناوې په شدید ډول زیانمنې شوې.

دغه جګړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې قطع نامې پر اساس بنده شوه چې پکې له حزب الله څخه د بې وسلې کیدو غوښتنه شوې او د اسرائیل ځواکونو څخه له سیمې د بیرته وتلو غوښتنه شوې وه. تر دغې جګړې وروسته په سیمه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو ماموریت لا پسې وغځیدو ترڅو دوی د پولې دواړو سیمو کې پر شخړه ایزو اقداماتو څارنه ولري. په دې جګړه کې هم اسرائیل او هم حزب الله د بریا ادعا کوله او د ۲۰۰۶م کال په اکتوبر میاشت کې بیا تقریباً ټول اسرائیلي ځواکونه د لبنان له دغې سیمې بیرته ووتل.

۲۰۲۳م کال:

د ۲۰۰۶م کال راهیسې، د اسرائیل او لبنان په جنوبي پولو کې وخت نا وخت بریدونه  کیدل. خو دغه هرڅه هغه وخت په بشپړ ډول بدل شول، کله چې حماس وسله والې ډلې  د تیر ۲۰۲۲م کال په اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل باندې برید وکړ او د هغه وخت راهیسې په سیمه کې کړکیچ مخ پر پراخیدو دی.

خ.ح / ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب