د اسرائیل بشپړې کابینې د اوربند موافقه تائیده کړې
۱۴۰۳ دی ۲۹, شنبهد اسرائيل د لومړي وزير بنيامن نتانياهو، دفتر د جمعې په ماښام (د جنوري میاشتې ۱۷مه نیته) اعلان وکړ چې د دغه هېواد بشپړې کابينې له حماس سره په غزه کې د اوربند او د يرغمل شويو د آزادولو تړون تصويب کړی دی.
د اسرائیلي رسنیو په حواله د اسرائیلي کابینې په شپږ ساعته غونډه کې ۲۴ غړو شپږ اونیز اوربند ته مثبه او ۸ نورو منفي رایه ورکړه.
په همدې لړ کې اسرائیل د شنبې ورځې سهار وختي د هغو ۳۳ یرغمل شوو اسرائیلیانو انځورونه او معلومات خپاره کړل چې ټاکل شوې ده د موافقې په اساس به په غزه کې د حماس له بنده ازاد کړای شي.
بل لور ته د اسرائیل د عدلیې وزارت د هغو ۹۵ فلسطیني بندیانو نوملړ هم خپور کړی دی چې د دې موافقې په اساس به خوشې کړای شي. په دې کې ۱۰ تنکي ځوانان هم شامل دي.
د اسرائیل د عدلیې وزارت د اعلان له مخې دغه کسان به د یکشنبې د مازدیګر له ۴ بجو وروسته خوشي کړای شي.
همدارنګه د اسرائیل ۱۲ تلویزوني شبکې هم ویلي دي چې ۳۳ تنه اسرائیلي یرغمل شوي به هم د یکشنبې په مادزیګر له ۴ بجو وروسته خوشې کړای شي. خو د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون هم ویلي دي چې په دې ډله کې دوه تنه اسرائیلي الاصله فرانسویان هم شامل دي.
د دې موافقتنامې تصویب به چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب ترسره شو د غزې ۱۵ میاشتنۍ جګړه به ودروي.
د دې موافقتنامې له تصویبیدو مخکې مصر اعلان کړی و چې په قاهره کې به د امریکا، قطر، مصر، اسرائیل او فلسطیني استازو د ګډې عملیاتي خونې په رامنځته کولو سره د موافقې پر عملي کولو، د بندیانونو پر تبادلې او یرغمل شوو پر خوشې کولو نظارت وشي.
د دې موافقې جزویات په داسې یو وخت کې اعلانیږي چې تر اوسه پورې د غزې تړانګې راتلونکې اداره له ابهام سره مخامخ ده. د فلسطین د تشکیلاتو خپلواکمنۍ ادارې د موافقې له نهايي کیدو وروسته د غزې اداره کولو او اساسي عامه خدماتو لکه اوبه، بریښنا او بیارغونې چارو د بشپړ مسئولیت په غاړه اخیستلو ته تیاری ښودلی دی.
دغه اوربند به اوسمهال ۴۲ ورځې دوام وکړي او په لومړي پړاو کې به د حماس په اسارت کې په مجموع کې له پاتې ۹۸ یرغمل شوو اسرائیلیانو څخه ۳۳ یې خوشې شي. او په مقابل کې به یې سلګونو فلسطیني بندیان له اسرائیلي زندانونو څخه ازاد کړای شي.