1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل له يوه زندان څخه د فلسطيني بنديانو تېښته

۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د اسرائيل له يوه زندان څخه شپږ فلسطيني بنديان د يوه تونل له لارې تښتېدلي دي. اسرائيلي ځواکونو په دغه زندانيانو پسې لټه پېل کړې ده.

Israel | Palästinensische Häftlinge flüchten aus dem Gilboa-Gefängnis
انځور: Ilia Yefimovich/dpa/picture alliance

شپږ فلسطنيان چې يو مشهور جهادي مشر هم پکې شامل وو، د يوه تونل له لارۍ د اسرائيلو د يوه په کلکه څارل کيدونکي زندان څخه په تېښته بريالي شوي دي.

د اسرائيل د زندان د ادارې په حواله د سيمې اوسيدونکو هغه وخت چارواکو ته خبر ورکړی وو چې د اسرائيل په شمال کې پروت د ګلباو زندان ته څېرمه یې د شپې ناوخته «شکمن کسان» ليدلي ول.

ويل شوي چې دغو شپږو فلسطنيانو لا دمخه موجود يوه تونل ته لاره پيدا کړې وه. دوی د لوښو پريللو د سینک يا لوښې لاندې يو سوری کيندلی وو. له دغو بنديانو سره احتمالاً د دباندې له خوا مرسته شوې وه.

د زندان د ادارې له خوا په خپره شوې ويديو کې په زندان کې دننه تونل ته ننوتلو او همدا راز د زندان ديوال دباندي برخي ته څېرمه له تونل څخه د وتلو لاره ليدل کيږي.

په غزې تراډه کې دغه تېښته لمانځل شوې ده. د حماس جهادي ډلې دا يو «زړور عمل» بللی دی، په داسې حال کې چې د اسرائيل لومړي وزير نفتالي بينيت د «يوې ډېر جدي پېښې» څخه خبره کړې ده.

د ګلباو دا زندان د اسرائيل له هغو زندانونو څخه يو دی چې په کلکه څارل کيږيانځور: Sebastian Scheiner/AP/picture alliance

په دغو شپږو زندانيانو کې د جنين ښار د الاقصي قطعې يو پخوانی مشر ذکريا زبيدي هم شامل دی. نور شپږ کسان پر اسرائيلو د بريدونو د ترسره کولو او يا پلان کولو له کبله په بند محکوم شوي ول.

حماس ډلې ويلي دي چې له زندان څخه دا تېښته «زموږ د اتلو زندانيانو کلکه اراده او ژمنيا ښيي». د فلسطين د اسلامي جهاد حرکت ډلې دا تېښته «اشغالګر ځواک ته يوه کلکه ضربه» بللې ده.

د اسرائيل د داخلي استخباراتو «شين بيت» جاسوسان او همدا راز پوليس او پوځ په تښتېدلو زندانانو پسې لټه کوي. دوی په دې ترڅ کې له بې پېلوټه الوتکو او لټوونکو سپيو څخه هم کار اخلي. د ګلباو زندان شا او خوا سيمو سړکونه او لارې تر سخت څار لاندې دي.

د امنيتي دلايلو پراساس د ګلباو زندان کابو ۴۰۰ زندانيانو نورو زندانونو ته انتقال شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (afp, rtr, dpa, ap)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب