1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبنان کې د اوربند د ماتولو ادعاوې شوي دي

احمد حکيمي | دویچه ویله انگلیسي‌
۱۴۰۳ آذر ۹, جمعه

اسرائیل وايي چې په جنوبي لبنان کې یې له حزب الله وسلوالې ډلې سره له اوربند څخه سرغړونې شوي دي. بل لوري ته په سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په شمالي غزه کې د «بقا د خراب وضعیت» په هکله خبرداری ورکړی دی.

اسرائیل وايي چې په جنوبي لبنان کې یې له حزب الله وسلوالې ډلې سره له اوربند څخه سرغړونې شوي دي.
د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند څارونکي وايي چې په سیمه کې اوربند مات شوی دی انځور: Hussein Malla/AP Photo/picture alliance

د لبنان پوځ پر اسرائیلو تور پورې کړی چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو یې څو ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې ده. د اسرائیلو او حزب الله وسلوالې ډلې ترمنځ دغه اوربند  د تیرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل شوی وو. د لبنان پوځ پر اکس شبکه باندې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي: «اسرائیلي دښمن څو ځله د اوربند له تړونه سرغړونه کړې ده.»

 د لبنان پوځ همدا راز پر اسرائیلو تور پورې کړی چې د دوی هوايي حریم یې نقض کړی او په مختلفو وسلو یې د لبنان خاوره هدف ګرځولې ده. د لبنان پوځ همدا راز زیاته کړې چې دوی له اړونده چارواکو او ادارو سره د اوربند د ماتولو موضوع تعقیبوي. تر دې وړاندې اسرائیلو ویلي ول چې دوی د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې د یو لړ فعالیتونو تر څارلو وروسته د لبنان جنوبي برخې هدف ګرځولې دي.

د اسرائیل پوځ وايي په جنوبي لبنان کې ګرځبندیز وضع شوی

دا هم په داسې حال کې ده چې د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند د لبنان په جنوب کې په یو شمیر سیمو کې لبناني ملکي وګړو ته د شپې پرمهال د ګرځبندیز د عملي کیدو خبرداری ورکړی. دا هغه سیمې ده چې ټاکل شوې وه د حزب الله وسلوالې ډلې جنګیالي ترې باید وتلی وای.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند افیخای ادرعي، پر اکس باندې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي: «د ماښام د پنځو بجه نه د سهار تر ۷ بجو پورې د اللیطاني سیند جنوب ته حرکت او یا دغه سیمې ته داخلیدل په جدي ډول منع دي.» په دغه پیغام کې زیاته شوې چې په دغه سیمه کې خلک باید د خپل خوندیتوب له پاره په دې موده کې په خپلو ځایونو کې پاتې شي.

ټاکل شوې چې حزب الله وسلواله ډله به له اسرائیل سره د ۶۰ ورځني اوربند په موخه خپل ټول جنجګیالي له دغې سیمې څخه وباسي. د اسرائیلو د پوځ د ویاند افیخای ادرعي، دغه خبرداری داسې مهال خپریږي چې د پنجشنبې د ورځې په اوږدو کې د اسرائیلو او لبنان پولې ته نیږدې د اوربند د ماتولو ادعاوې شوي دي.

د اوربند څارونکو ویلي چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې اسرائیلو په یو شمیر سیمو کې بریدونه کړي دي. انځور: Adnan Abidi/REUTERS

د غزې تړانګې د مهاجرو په یوه کمپ کې احتجاج

د «وفا» په نامه فلسطیني خبري اژانس په خپل یوه رپوټ کې ویلي چې د اسرائیلو له لوري په مرکزي غزه کې د تازه بریدونو په پایله  کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي. دغه اژانس زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې د نصریت په نامه د کډوالو یو کمپ په نخښه شوی دی او دا چې په برید کې ګڼ کسان ټپیان شوي هم دي.

په عین وخت کې د رویترز خبري اژانس بیا په خپل راپور کې د غزې د روغتیا د برخې د چارواکو له قوله ویلي چې په سیمه کې د اسرائیلو د برید په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي دي. رویترز خبري آژانس همدا راز د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې په شمالي بیت لحیه سیمه او همدا راز د خان یونس په سیمه کې هم د اسرائیلو د بریدونو خبر ورکړی دی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

ملګري ملتونه په غزه کې د خراب وضعیت خبرداری ورکوي

د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې یا «انروا» په تازه څرګندونو سره ویلي چې د غزې تړانګې په شمالي برخو کې د ژوندي پاتې کیدلو له پاره وضعیت ډیر خراب  دی. دغه سازمان پر اکس شبکه باندې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې لا هم د ۶۵ او ۷۵ زره فلسطینان په دغه سیمه کې دي. دغه سازمان زیاته کړې چې د جبلیه، بیت الحیه او بیت الحنون سیمې د اونیو راهیسې د بشري مرستیو د رسیدو پرمخ تړلي  دي. ملګرو ملتونو زیاته کړې چې دوی په تیرو وختونو کې ۹۱ ځله هڅه کړې څو دغو سیمو ته بشري مرستې ورسوي خو ۸۲ ځله یې د مرستو رسولو مخه نیول شوې او یوازې ۹ ځله ورته د مرستو رسولو اجازه ورکړل شوې ده.

ملګرو ملتونو همدا راز ویلي چې په غزه تړانګه کې شدید باران شوی او د تودوخې درجه هم را لویدلې چې له کبله یې زرګونه کورنۍ د کمپلو، باران ضد خیمو او توشکو له نه شتون سره مخامخ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب