ترکیې تل د اسیا او اروپا تر منځ د یوه داسې څلورلارې رول لرلی دی چې په تجارتي، سیاحتي او کلتوري فعالیتونو کې یې بی سارې فرصتونه برابرې کړي دي.
تر ټولو نوې پيښه
د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه د نشه یي توکو د یوه شکمن سربیایي سوداګر سلکو بؤژانچ، د نیولو امر صادر شوی و چې هغه بيا د ترکیې په استانبول ښار کې ونیول شو.
د مخدره موادو دغه قاچاقبر د ترکیې پاسپورت درلود. د هغه د نیول کیدو خبر یوه غوغا راپورته کړه. د دغه خبر تر عام کیدو وروسته د ترکیې د اپوزیسیون یوه مشر کمال کیلیچ دوراُغلو، په خپل یوه تویتري پيغام کې ولیکل: «له ټولې نړۍ څخه جنایتکاران زمونږ ښارونو پورې رسیدلي دي.» هغه په خپل تویتر کې زیاته کړې ده: «زمونږ له ښارونو څخه ووځه. مونږ به تا تباه او برباد کړو. خپلې تورې پيسې دې له ځان سره يویسه.»
اړوند: هغه مهاجر چې له قاچاقبر سره یې مرسته کړې وه، مجرم وپیژندل شو
په حقیقت کې د کلونو راهیسې وار په وار داسې اشارې ترلاسه کیږي چې د نړیوالو جنایتکاره ډلو ډیر شمیر مشران او غړي له ترکیې څخه د یوې اډې په توګه استفاده کوي.
په دې وروستیو کلونو کې د قتل له ډیر شمیر واقعاتو څخه په مافیا پورې د اړوندو معاملاتو او فعالیتونو اټکل کیدلی شي. د بیلګې په توګه د سپټمبر په ۷ نیټه د سربیا یو مشهور جنایتکار ژوان ووکوتچ په استانبول کې وژل شوی و. دا په بالکان کې د مخدره موادو د تر ټولو بدنامه ډلې مشر ګڼل کیده. همدارنګه مخکې تر دې په ۲۰۱۸م کال کې د جورجیا یا ګرجستان د یوې مشهورې مافیایي ډلې مشر ګیوز زویادادزی، د ترکیې په استانبول ښار کې وژل شوی و.
استانبول؛ د اروپا يو ښکلی ستر ښار
استانبول د نړۍ يوازنی ستر ښار دی چې په دوو لويو وچو، اروپا او آسيا کې پروت دی. د انځورونو په دې ګالري کې موږ تاسې ته د دغه ښکلي ښار د هغو مشهورو ځايونو په اړه معلومات درکوو چې دغه ښار ته د سفر پر وخت يي هرو مرو ووينئ. انځور: Givaga/Zoonar/picture alliance ايا صوفيه: هغه ځای چې بايد وليدل شي ايا صوفیه په ډېر ښه شان سره د ښار تاريخ منعکسوي. په ۳۲۵م کال کې د کلیسا په توګه رامنځته شوې دا ودانۍ په ۱۴۵۳م کال په مسجد بدله شوه. د ترکیې لومړي جمهور رئيس مصطفی کمال اتاترک په ۱۹۳۵م کال دا جومات په يوه ميوزيم بدل کړ. ۸۵ کاله وروسته ولسمشر رجب طيب اردوغان دا ميوزيم بيرته مسجد کړ. ليدو ته یې خلک اوس هم ورتلای شي، خو د لمانځه پر وخت بايد مقررات رعايت شي.
انځور: Givaga/Zoonar/picture alliance تر ایا صوفیه وروسته توپ قاپي يا د سلطان ماڼۍ چې ۶۰۰ کاله زړه ده، د ترکیې تر ټولو مشهور د ليدو وړ ځای دی. د سترو باغونو په منځ کې سرای، جوماتونه، دالانونه او کتابخانې چې دې ماڼۍ ته يوه ځانګړې ښکلا وربخښي. دا چې دغه مانۍ پر ۷۰ هيکتاره ځمکه پرته ده، نو د لیدو له پاره يې بايد سړی کافی وخت ولري.
انځور: Paul Williams/Funkystock/imageBROKER/picture alliance په استانبول کې تر ۳۰۰۰ ډېر جوماتونه دي. د سلطان احمد جومات په ۱۷مه پيړۍ کې جوړ شوی او تر ایا صوفيه وروسته اوږده موده د ښار مرکزي جومات وو. د «آبي مسجد» نوم یې پرې په مهارت د لګول شويو سپينو او آبي ډبرو له وجې خپل کړی دی او دغه مسجد یې د عثماني معمارۍ په يوه آلماس بدل کړی. همدا شان شپږ منارونه یې هم ځانګړي دي.
انځور: Alex Anton/Zoonar/picture alliance د استانبول روح؛ ستر بازار استانبول په ډېرو داسې بازارونو شهرت لري چې له رنګونو او شوره ډک دي. دا د ښار يوه مهمه برخه ده. له ۱۵مې پيړۍ راهيسې «ستر بازار» د سودا رانيولو او تجارت تر ټولو مهم مرکز دی. په سرپوښ بازار کې دوکانونه د تولیداتو د ډول پر اساس ويشل شوي: غالۍ، ګاڼه، ظرفونه او نور ډېر څه دلته موندل کيږي.
انځور: Cezary Wojtkowski/chromorange/picture alliance د حريم سلطان ایا صوفيه حمام سل کاله مخکې ښايي په استانبول کې دومره ډېر حمامونه وو لکه نن چې پکې جوماتونه موجود دي، کابو ۲۵۰۰ که څه هم اوس یې د پخوا په پرتله شمېر لږ دی، خو بيا هم ډېر دي. دا [په انځور کې] د ۱۶مې پيړۍ يو حمام دی. په دې حمامونو کې لومړی پر بدن ګرمې اوبه اچول کيږي، بيا سړی پر ګرمې مرمر ډبرې استراحت کوي، بيا کيسه کيږي او په پای کې يو ښه مالش او بيا ورپسې ګرم چای ورکول کيږي.
انځور: Arif Hudaverdi Yaman/AA/picture alliance ډوبه شوې ماڼۍ؛ باسليکا زستيرن له ایا صوفيه څخه يوه پټه لاره دغه حوض ته تللې چې ستر ستونونه لري. دا چې سيلانيان یې نندارې وکړای شي، چارواکو ورته په ۱۹۸۰يمه لسیزه کې له لرګيو لارې جوړې کړې. په دې ځای کې د هالي ووډ د يو شمير فلمونو صحنې هم ريکارد شوي دي.
انځور: Karl F. Schöfmann/imageBROKER/picture alliance استانبول ته څيرمه تنګی نه يوازې توره بحيره له مرمر سمندرګي سره نښلوي، بلکې اروپا او آسيا هم سره وصلوي. په باسفورس سمندرګي کې د کښتۍ د سفر په ترڅ کې سړی د ښار د ليدو وړ ځايونه ننداره کولی شي.
انځور: Alex Anton/Zoonar/picture alliance له ښاره دباندې؛ د پرنس ټاپوګان په مرمر بحيره کې نهه پرنس ټاپوګان پراته دي چې دا د استانبول ښار برخه هم دي. په دغو ټاپوګانو کې چې د تګ راتګ ښه امکانات ورته شتون لري، کابو ۱۵ زره کسان ژوند کوي. د دغه ميليوني ښار د اوسيدونکو او همدا راز د سيالانيانو له پاره دا د استراحت او سېل يو ښه ځای دی.
انځور: Rainer Hackenberg/picture-alliance بالک اسمک؛ د استانبول مشهور خواړه ترکي خواړه چې تازه ترکاري، غوښه، کبان او بېلا بېلې مصالحې یې ستره برخه جوړوي، ډېر خوندور وي. غلطه پله ته څيرمه د کبانو په مارکيټ کې د بالک اسمک په نوم خواړه ډېر شهرت لري. دا د ګرمې ډوډۍ، تازه سلاد او نورو ترکاریو او کب څخه جوړ سانډويچ دی، چې ډېر ښه خوند لري.
انځور: Artur Widak/NurPhoto/Zoonar/picture alliance د استانبول له ښکليو ځایونو څخه يو ځای. سړی الفتاه يا دختر منار څخه د لمر پريوتو ښکلی ننداره کولی شي. دا منار په باسفورس سمندرګي کې پر یوه کوچني ټاپو پروت دی. د ۱۸مې پيړۍ دا منار پخوا د کښتيو د لارښود، د قرنطين د مرکز او يا د پخوانيو سمندري افسرانو د راټوليدو د ځای په توګه کاريده، خو نن سبا يوازې د سيلانيانو د ليدو يو ځای دی.
انځور: Martin Siepmann/imageBROKER/picture alliance
ولې ترکیه د جنایتکارانو مرکز دی؟
ولې ترکیه د جنایتکاره افرادو له پاره د یوې اډې حیثیت لري؟ په دې اړه د ترکیې د ښاري پولیسو یوه پخواني مشر ایدرن ایسکیشیهر دویچه ویله سره په خبرو کې د استانبول ښار د تجارتي، کلتوري او سیاحتي اهمیت او د پراخوالي په هکله معلومات شریک کړل.
هغه وویل چې د رسمي شمیرو له مخې په دې ښار کې ۱۶ میلیونه انسانان ژوند کوي: «استانبول ته د خلکو تګ راتګ ډیر زیات دی. هر قسمه خلک دلته راځي او په دوی کې ډیر داسې کسان وي چې د جرمونو له نړۍ سره تعلق لري.»
اړوند: په ترکیه کې د داعش ۱۰۰ تنه شکمن جهادیان نیول شوي
د ایدرن ایسکیشیهر په وینا په تیرو کلونو کې د ترکیې په ښارونو کې د بهرنیو جنایتکارانو شمیر زیات شوی دی، په ځانګړي توګه د پخواني شوري اتحاد له هیوادونو، بالکان او عربي هیوادونو څخه د راتلونکو مافیايي ډلو په فعالیتونو کې په غیر عادي ډول زیاتوالی رامنځته شوی دی.
یوه ژورنالیست تیمور سویکان هم له دویچه ویله سره په خبرو کې د دې مطلب په تائیدولو سره وویل: «په ترکیه کې د تر ټولو ډیرو فعالو جنایتکاره ډلو اکثریت یي په بالکان او قفقاز پورې تعلق لري.»
سویکان د BirGün ورځپاڼې له پاره لیکنې کوي. د هغه په حواله ترکیه د بالکاني مافیا له پاره په یوه آسانه هدف بدل شوې ده، چې اساسي دلیل یي د دغه هیواد جغرافیایي موقعیت دی، ځکه په خبره یي د نشه یي توکو د قاچاق مختلفې لارې دلته له یوه بل سره یوځای کیږي.
کمزوری جمهوریت
ترکیه یو کمزورې جمهوریت ګڼل کیږي. همدا علت دی چې په دغه هیواد کې مختلفې مافیایي ډلې فعاله دي.
د ترکیې د استخباراتو پخواني مرستیال مشر سیوت اونش، له دویچه ویله سره په خبرو کې دا پوښتنه مطرح کړه چې جنایتکاره ډلې په څه ډول چاپيریال کې کار کول خوښوي؟
د خپلې دې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: «چیرې چې د قانون حاکمیت نه وي، چیرې چې هغوي پخپله له دولتي ادارو سره ارتباطات ټينګولی شي.»
د سیوت اونش اشاره د هغو اټکلونو خوا ته وه چې په حواله یي د مافیا او ترکیې د حکومت تر منځ پټ ارتباطات موجود دي. له دغو اړیکو څخه په استفادې مافیایي ډلې کولی شي چې په ترکیې کې په اسانۍ سره خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.
په دې وروستیو کې د مافیایي ډلې د یوه مشر سدات پیکر، له خوا د حکومت او سازمان شوو جنایتکاره ډلو ترمنځ د ارتباط خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص