په کابل کې د امريکايي پېلوټانو د سترګو ليدلی حال
۱۴۰۰ شهریور ۱۱, پنجشنبهد چهار شنبې په ورځ د اسوشتيد پریس خبري آژانس له خوا په اخيستل شويو مرکو کې د امريکا د هوايي پوځ ۸۱۷ اکتشافي هوايي لېوا غړيو چې په وروستيو پروازونو کې له افغانستان څخه را وتلي، هلته د خپلو وروستيو ساعتونو حال بيان کړی دی.
د امريکايي پوځ د وروستيو الوتکو پيلوټان او د عملې غړي وايي چې آسمان د مرميو رڼا روښانه کړی وو، له هرې خوا ډزې کيدلې او ځغاست ليکه د ویجاړو شويو تجهیزاتو په ټوټو او ګوليو پوښتل شوې وه.
هغوی زياتوي چې طالب جنګيالي چې موږ ته یې د مخه ښه لاسونه ښورول، د شپې د عینکو په رڼا کې مو ليدل چې دا يو غير عادي او ويروونکی منظر وو.
دوشنبه د شپې د کابل هوايي ډګر پر ځغاست ليکه وروستۍ پنځه « C-17s» الوتکې په کتار کې ولاړې وې چې غوښتل یې له کابله د خلکو د ايستلو تر ماموريت وورسته ووځي او په دې توګه په افغانستان کې د امريکايي پوځ ماموريت ته د پای ټکي کيښږدي.
په دې وروستيو ساعتونو کې، دافع هوا سیسټم نور فعال نه وو څو د هوايي ډګر ساتنه وکړي او د کنترول په مرکز کې هم څوک نه وو څو دوی ته لارښوونه وکړي. د ایر فورس ډګرمن برادن کولمن چې د توپ د ډزو او نورو ګواښونو په مقابل کې، د خپلې الوتکې د څار مسئول وو، وايي: «داسې ښکاريده لکه قیامت چې وي. دغه صحنه هغو ویروونکو فلمونو ته ورته وه چې پکې ټولې الوتکې ويجاړې شوي وي او دروازې يې پرانيستي وي او ټایرونه یې زيانمن شوي وي. »
کولمن زياتوي: «يوه الوتکه په بشپړه توګه سوځيدلې وه. سړي یې د پېلوټ خونه ليدلی شوه خو د الوتکې نوره برخه يوازې لکه د يوه کب سکيلت ته ورته وه.»
جګړنه کېبربي ويدان چې د « MOOSE81» پېلوټه ده او د پنځوو وروستيو الوتکو را ايستل یې رهبري کول، وايي: «فضا ډېره ترېنګلې وه او موږ ټول هم د زغم وروستۍ کچې ته رسېدلي وو څو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ چمتو يوو.»
د کابل پر هوايي ډګر راکټونه توغول شوي دي
کولمن د ځانګړې امنيتي ځواک غړي ته په اشارې سره وايي: «د شپې پر خپلو عينکو مې ناويګيشن درلود او يو ساتونکی مې تر شا وو څو ډاډه اوسم چې خوندي يم.»
هغه زياتوي: «يو څه ترينګلتيا موجوده وه خو زه داسې انګیرم چې هغه وخت پرې سړی په رښتيا نه پوهيږي. ته یوازې هغه څه کوې ... چې د ترسره کولو له پاره یې روزل شوې يي.»
تر درېو ډیرو ساعتو ډېر وخت دغه پېلوټانو او عملې یې خپل ليستونه چې ۳۰۰ توکي پکې درج ول، وکتل، وروستۍ څرخي الوتکې یې بار کړې او ځان یې ډاډه کړ چې عسکر او تجهیزات ور سره دي.
«سي- ۱۷» الوتکو ته يو بل پسې وويل شول چې ځان الوتنې ته چمتو کړي. بيا وروسته امر وشو چې حرکت وکړي او کيبري ويدان هم خپله «سي – ۱۷» الوتکه ځغاست ليکې ته برابره کړه.
هغې د هوايي کنترول مرکز نه شتون ته په اشارې سره وويل: «دا په څرګند ډول بېل څه ول. زه هيڅکله په داسې يوه ځغاست ليکه نه وم چې الوتکې د لارښوونې له پاره مو څوک نه درلودل.»
کله چې الوتکې د کابل له هوايي حريمه ووتلې نو دوی ته پېغام ورسېد: «م ای ايف خوندي ياست.» يا «هوايي ځواک حرکت د خطر بهر شو.»
ميجر جنرال کريس دوناهوو وروستی امريکايي عسکر وو چې په وروستۍ «سي – ۱۷ » کې سپور شو. نوموړي د ايستلو د ماموريت د امنيت دنده درلودله. تر هغه وروسته چې الوتکه هوا ته پورته شوه، هغه دا پېغام واستوه: «دنده په ښه شان سره ترسره شوه، آفرين.»
د ترينګلې فضا څخه ستړو سرتيرو هڅه وکړه په الوتکه کې د ويده کيدو له پاره ځای پيدا کړي. کولمن وايي چې نيم ساعت وروسته ټول عسکر ويده ول.
کولمن چې د ۲۰۰۱م کال تر بريدونو وروسته له پوځ سره يو ځای شوی وو، زياتوي: «دوی ټول اوس ستړي دي او استراحت کوي. خو زما په آند دوه او يا يوه نيمه اونۍ، تاسې وليدل چې ولې دوی [امريکايي عسکر] له موږ سره يوځای شوي ول.»
هغه زياتوي: «هر څوک لاس په کار شول څو د دريو اوونيو په لږه موده کې د ۱۲۴ زرو کسانو ايستل ممکن شي. زه کولی شم نن د «سي – ۱۷» د پېلوټ په توګه پر ځان ووياړم.»
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه: