1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهایټالیا

د ايټاليا پولیسو د «انساني قاچاقبرانو یوه ډله» نېولې

۱۴۰۳ آبان ۱, سه‌شنبه

د ايټاليا پولیسو د انساني قاچاق په تور یوه ۱۳ کسیزه ډله نيولې ده. پولیس وايي دغه افراد د افغانستان، پاکستان او عراق اوسېدونکي دي. د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې د پیسو د غیرقانوني لېږد یا حوالو ځایونه هم کشف او ضبط شوي دي.

د ايټاليا پوليس
آرشیف - د ايټالیا پولیس وايي چې د انساني قاچاق یوه ۱۳ کسیزه ډله ېې نيولې چې افغانان هم په کې شامل ديانځور: Miguel Medina/AFP/Getty Images

د ايټاليا د جنوبي ښار کالابریا څارونوالو ويلي دي چې تورن کسان د افغانستان، پاکستان او عراق اوسېدونکي دي چې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۱مه) د ايټالیا د بولونیا، روم او ميلان په ګډون له مختلفو ښارونو نيول شوي دي.

پر دغې ډلې شک دی چې له منځني ختيځ او جنوبي آسیا هيوادونو څخه ېې مهاجر په قاچاقي توګه ايټالیا او فرانسې ته رارسول. دوی پر جرمي اتحاديې او د پېسو په سپينولو تورن دي.

څارنوالانو په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې تحقیق کوونکو شواهد ترلاسه کړي ول چې «یو جرمي سازمان چې په ترکيه او عراق کې رېښې لري په ايټالیا، فرانسې او یونان کې له خپلو څانګو سره د سمندر له لارې د مهاجرو غیرقانوني انتقالات تنظیم کړي ول.»

دغه غیرقانوني مهاجر د عراق، ایران، افغانستان، پاکستان، سوريې او لبنان په ګډون له مختلفو هېوادونو دي چې د کالابریا ساحل ته راوړل شوي دي.

زیاته شوې ده چې یاد سازمان د ايټاليا په کروتونه نومې علاقه کې د خپلو هېوادوالو يوه شبکه هم درلوده چې ايټالیا ته رسېدلو مهاجرو سره به ېې د سرپناه برابرولو او د ايټاليا او فرانسې ترمنځ سرحدي علاقه، ونتیمیلیا، کې ترانسپورټي سهولتونه برابرول.

د پولیسو د عملیاتو په جریان کې په ونتيميلیا، روم او میلان ښارونو کې سوداګریز ځایونو هم کشف او ضبط شوي. پر دغو ځایونو تور دی چې د پیسو د غیرقانوني انتقالاتو یو سیستم «حواله» ېې جوړ کړی وو.

د ايټاليا صدراعظمه، جورجیا ميلوني، چې غيرقانوني مهاجروتونه ېې محدود کړي دي، د دغو نیونو ستاینه کړې ده. هغې ويلي دي چې حکومت ېې ژمن دی «جرمي شبکې او د انساني قاچاقبرو شبکو جرړلې به وباسي.»

 (AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب