1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټالیا هم له افغانستانه ټول ځواکونه و ايستل

۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبه

ايټاليا ويلي دي چې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو په ايستلو سره یې په دغه هيواد کې ماموريت په رسمي توګه پای ته رسېدلی دی. په لسونه ايټالوي عسکر تېره شپه له هرات څخه د ايټاليا پيزا هوايي ډګر ته ورسيدل.

Afghanistan NATO Soldaten aus Italien in Herat
انځور: Francesco Militello Mirto/ZUMAPRESS/imago images

د ايټاليا چارواکو نن چهار شنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۳۰مه) وويل چې له افغانستان څخه يې خپل ټول ځواکونه را ایستلي دي او هلته يې ماموريت پای ته رسېدلی دی.

د ناټو ائتلاف غړيو په اپريل میاشت کې تر هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر جو بايدن له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړه، هم له دغه هيواد څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ.

د ايټاليا د دفاع وزیر لورنسو ګوېريني له هغه وروسته چې له هرات څخه په لسونو عسکر د دغه هيواد پيزا هوايي ډګر ته ورسېدل، د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «تېره شپه په افغانستان کې د ايټاليا ماموريت په رسمي توګه پای ته ورسېد.»

نوموړي زياته کړه: «خو له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ژمني چې ايټاليا هم پکې شامله ده، له دې سره پای ته نه رسيږي. دا[مرسته] به جاري وي او د پراختيايي همکاريو له پياوړي کولو څخه نيولې د افغانستان د جمهوري نهادونو تر حمايت پورې به په بر کې ونيسي.»

د ايټاليا د دفاع وزارت په حواله د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر ۱۱ نېټې وروسته په تېرو کابو شلو کلونو کې د دغه هيواد ۵۰ زرو عسکرو په افغانستان کې د ناټو ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده.

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو کمېدل، حکومت ولې اندېښمن دی؟

زياته شوې چې په دغه موده کې یې ۵۳ عسکر وژل شوي او ۷۲۳ ټپيان شوي ول.

ايټاليا د امريکا متحده ايالاتو، ترکیې، بريتانيا او آلمان ترڅنګ هغه پنځم هيواد وو چې د ناټو د پرېکړنده ماموريت په چوکاټ کې يې په افغانستان کې ماموريت لاره.

د ناټو د دغه غير جنګي ماموريت موخه د افغان ځواکونو روزنه وه څو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی پر خپلو پښو ودريږي.

خو په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا د يو شمير ولسواليو د نيولو خبرونو داسې اندېښنې رامنځته کړي چې ښايي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه ډله يو ځل بيا واک ته ورسيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل