د ایټالیا د عدلیې وزارت د سه شنبې په ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د ایټالیا په زندانونو کې لس زره ۱۰۵ داسې زندانیان موجود دي چې احتمالاً د زندان پر ځای د نورو بدیلو سزاوو وړ کیدلی شي. یاد وزارت ویلي دي چې دغه کسان به د زندان پر ځای په کورونو کې تر څار لاندې وي او یا به په آزمیښتي ډول آزادیږي.
زیاته شوې ده چې په دغو کسانو کې هغه شمیر زندانیان شامل دي چې د محکمې له لوري د هغوی د قضیو پریکړه نهايي شوي وي او د استناف د محکمي د غوښتنې امکان هم ونه لري. سربیره پر دې هغه شمیر زندانیان چې د زندان موده یې دوه کلونو کمه پاتې وي، او په تېرو ۱۲ میاشتو کې یې جدي انضباطي سرغړونه نه وي کړې، هم په دې ډله کې شامیلیدی شي.
د ایټالیا د عدلیې وزارت د چارواکو په وينا په دې ډله کې هغه زندانیان چې د ترهګرۍ، سازمان شوي جرمونو، جنسي تېري، د کډوالو قاچاق او سړي تښتونې په څېر جدي جرمونو په جرم زنداني وي، په دغه پروګرام کې نه شاملیږي.
له زندانونو څخه د بندیانو د تېښتې حیرانونکي پيښي
له هغه وخت راهیسي چې زندانونه جوړ شوي دي، بندیان د لویو دیوالونو، اوسپنیزو دروازو او سختې پيرې په څیر خنډونو سربیره په تیښته بریالي شوي دي. په دې انځوریز رپوټ کې د تیښتې د حیرانونکو پيښو په اړه معلومات راټول شوي. انځور: imago/Kai Koehler یو مجرم چې د ۲۰۱۸ م کال په جولای میاشت کې وتوانید چې د هلیکوپتر په وسیله د فرانسې په رئوی سیمه کې له زندانه په تېښته بریالی شي. رضوان فاید یوازې په څو دقيقو کې په تیښته بریالی شو. درې تنه وسله وال کسان په هلیکوپتر کې د زندان په انګړ کې ښکته شول او هغه یې له ځان سره بوت. دا هلیکوپتر وروسته بیا پاريس ته نږدې په یوه سیمه کې وموندله شوه. پولیس د ټول هیواد په کچه د هغه په لټه کې دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. van der Hasselt د یوه سابقه لرونکي مجرم تېښته د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې هم یو غل چې بانک یې لوټ کړی وو په همدې طریقه فرار کړی وو. د پاسکال پایه، ملګرو له درنو وسلو سره د هلیکوپتر په وسیله هغه د ګراس ښار له زندان څخه بوت. پاسکال پایه، چې په ۳۰ کاله بند محکوم شوی وو، مخکې تر دې هم په ۲۰۰۱ م کال کې د فرانسې له یوه بل زندان څخه هم د هليکوپتر په وسیله فرار کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Horvat په مکسیکو کې مستحکم زندانونه د ۲۰۱۵م کال په جولای میاشت کې د نشه یې توکو د بانډ یو مشر خواکين ګوزمن، د یوه تونل په وسیله د مکسیکو د التی پلانو، له زندان څخه په تېښته بریالی شو. دا په ۱۴ کلونو کې د هغه دوهم وار وو چي له زندانه فرار کوي.
انځور: Reuters/PGR/Attorney General's Office د بدرفتونو د پيپونو له لارې تیښته د ۲۰۱۵ م کال په جون میاشت کې په نیویارک کې دوه تنه قاتلان وتوانیدل له یوه ډیر مستحکم زندان څخه تېښته وکړي. دوی د دې کار له پاره دیوالونه سوري کړل او د ناپاکو اوبو د یوه بدرفت له لاري یې ځانونه له زندان څخه و ایستل.
انځور: Getty Images/New York State Governor's Office/D. McGee په ۲۰۱۱ م کال کې په مکسیکو کې د خوان رامیرز تیرینا، چې د مخدره توکو د قاچاق په جرم بندي شوی وو، ملګرو هڅه وکړه چې له هغه سره له زندان څخه په تېښته کې مرسته وکړي. خو د زندان ساتونکو پر هغه بکس شک وکړ چې د تیرینا، ملګرو ویل په هغه کې د زنداني خیرني جامې دي. او د تلاشۍ پر مهال یې له بکس څخه خوان رامیرز تیرینا، را اویست.
انځور: picture-alliance/dpa/Sspqr دا د لویې بریتانيا په تاریخ کې له زندان څخه د بندیانو د فرار تر ټولو لویه پيښه وه. په ۱۹۸۳م کال کې د ایرلندي پوځ جمهوري غوښتونکو ملیشه و ۳۸ تنه زندانیان وتوانیدل چې د ایرلند په شمال کې د «میز پریزون» له مستحکم زندان څخه وتښتي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Mcerlane د چرګانو د هګیو په لټه کې هغه جمله چې یو ملت یې وخنداوه. د یوه بانک لوټونکی والتر شتورم، په هغه یو لیک کې چې تر خپلې تېښتې مخکې یې په خپل ځای کې پریښې وو لیکلي وو: «د (پاک اختر) د جرګانو د هګیو په لټه کې یم». هغه په ۱۹۸۱ م کال کې د عیسویانو د پاک اختر په رخصتیو کې له زندانه وتښتېد.
انځور: picture-alliance/dpa په امریکا کې زنجیره ای قاتل تئودور باندې، د ۱۹۷۷م کال د جولای میاشتي پر ۷ له زندان څخه په تېښته بریالی شو، خو تر څه مودې وروسته بیرته ونيول شو. شپږ میاشتې وروسته هغه بیرته له زندانه وتښتید. باندې تر تېښتې مخکې خپل ۱۰ کیلوګرامه وزن کم کړی وو، څو وکولای شي د هغه سوري له لارې وتښتي چې د خپل محبس د کوټې په چت کې یې جوړ کړی وو.
انځور: picture-alliance/AP له الکاتراز څخه افسانه ایې تېښته د هغوی د تېښتې پرکیسې فلم جوړ شوی دی. فرانک لي موریس، انګلین او د کلارنس ورونو په ۱۹۹۲م کال کې د هغې یوې برمې څخه په استفادې وکولای شول فرار وکړي چې دوی پخپله جوړ کړی وو. دغو غلو چې بانک یې لوټلی وو د دې له پاره چې بندیانو ته بازي ورکړي د خپل خوب په ځایونو کې یې په لاس جوړي شوي ناوکۍ څملولي وې او له پلاستيکي چپنونو څخه یې (د خپلې تېښتې له پاره) کښتۍ جوړه کړې وه.
انځور: imago/Kai Koehler
د «ورلډ پریزن بریف» معلوماتو یا ډیټابیس له مخې، ایټالیا په اروپا کې د زندانونو د ګڼې ګوڼې له پلوه د زندانونو تر ټولو خراب حالت لري، چې د زندانیانو د ظرفیت سطحه یې شاوخوا ۱۲۲ سلنه ده. د نړیوالو معیارونو له مخې، هر هغه زندان چې د زندانیانو کچه یې له ۱۰۰ فیصده پورته وي، په دې معنا ده چې زندانونه له خپل ظرفیت زیات ډک شوي دي. په دې برخه کې یوازې قبرس، فرانسه او ترکیه په اروپا کې لوړ شاخص لري او زندانونه یې په حالت کې دي.
په ایټالیا کې د زندانیانو وضعیت ته وروسته له هغې پام کیږي چې د زندانیانو ترمنځ پکې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې او د نه سړېدونکو بندخونو له امله زندانیانو شکایتونه وکړل. خو له وخته مخکې د بندیانو خوشې کول یو سیاسي حساس اقدام ګڼل کېږي، او د عدلیې وزارت ویلي دي چې دا به په لنډ وخت کې عملي نه شي.
د ایټالیا د عدلیې وزارت همدا راز زیاته کړې ده چې د یادې چارې له پاره یې یو کاري ټیم ته دنده سپارلې څو له زندانونو او د قاضیانو سره د انفرادي دوسیو په هکله همغږي وکړي. وزارت زیاته کړې ده چې دغه کاري ټیم به هره اوونۍ غونډه کوي او د روان میلادي کال تر سپتمبر میاشتې به خپل راپور وړاندې کړي.
تر ټولو ډیر زندانیان په کوم هیواد کې دي؟
په ټوله نړۍ کې په سونو زره کسان په بند کې شپې او ورځې سبا کوي. د زندانیانو د شمیر راټولونکې ویبپاڼې سټیسټا «statista» د بیلابیلو هیوادونو د زندانیانو شمیر راټولوي. انځورونه يې دلته کتلای سئ. انځور: picture-alliance/EPA/J.L.Castillo ۲۱ لکه او ۴۵ زره کسان په بند کي دي.
انځور: Getty Images/J. Moore ۱۶ لکه او ۴۹ زره کسان بنديان دي.
انځور: fotolia/Benjamin Haas ۶ لکه او ۵۹ زره کسان په بند کي شپې او ورځي تيروي.
انځور: picture-alliance/dpa ۶ لکه او ۱۸ زره کسان بنديان سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Korotayev Artyom ۴ لکه او ۱۹ زره کسان په زندانونو کي دي.
انځور: ROBERTO SCHMIDT/AFP/GettyImages ۲ لکه او ۳۳ زره کسان زنداني سوي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Government Of Monterrey ۲ لکه او ۲۵ زره کسان بنديان لري.
انځور: Ali Ettehad ۲ لکه او ۲۴ زره کسان په زندانونو کي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Nagi ۱ لک او ۶۱ زره کسان په زندانونو کي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo یو لک او ۴۲ زره کسان په زندانونو کي پراته دي.
انځور: Getty Images/AFP/N. Celis یو لک او ۳۰ زره زندانيان لري.
انځور: Getty Images/AFP/H. Dinh Nam په دغه هيواد کي یو لک او ۱۵ زره کسان بنديان دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Legaria په ايتوپيا کي یو لک او ۱۱ زره کسان بنديان دي.
انځور: DW/Y. Gebregziabher یو لک او ۶ زره کسان په زندانونو کي دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Abed انځور: Reuters/P. Nicholls ۸۳ زره کسان زندانيان لري.
انځور: Reuters يو لک او ۸۰ زره کسان پکښې بنديان دي.
انځور: picture alliance/dpa/S. Akber په مراکش کي۸۰ زره کسان بنديان دي.
انځور: Jamal Amdouri