1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

ميلوني: ايټالیا اوکراین ته د ځواکونو د لېږد پلان نلري

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۲۵, شنبه

د ايټالیا صدراعظمې، جورجیا ميلوني، نن وویل چې ايټالیا اوکراین ته د ځواکونه استولو پلان نه لري. د اروپایي کمیسیون مشرې ويلي چې روسيه باید له اوربند څخه ملاتړ وکړي. بریتانیا، هالند او نورو هم د اوکراین پر مسئله خبرې کړي.

د ايټالیا صدراعظمه، جورجیا ميلوني
د ايټالیا صدراعظمې، جورجیا ميلوني، نن وویل چې ايټالیا اوکراین ته د ځواکونه استولو پلان نه لريانځور: Alessandra Tarantino/AP Photo/picture alliance

د ايټالیا صدراعظمې، جورجیا میلوني، د شنبې په ورځ د مارچ ۱۵مه وویل چې ايټالیا اوکراین ته خپل ځواکونه نه استوي. د ايټاليا حکومت په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «صدراعظمه اراده لري چې له اروپایانو، غربي شریکانو او امریکا متحده ایالاتو سره ګډو کار کولو ته ادامه ورکوي چې هغه د معتبرو او موثرو امنيتي ضمانتونو تعریف وکړي.» ميلوني یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد له پاره ېې په اوکراین کې «د پوځي ځواکونو د یو احتمالي ملي مشارکت تصور نشته.» 

د اروپايي کميسیون مشرې، اورزولا فون دير لاین، د شنبې په ورځ وویل چې روسيه باید اوکراین سره د اوربند له تړونه چې هغه وشي کړای پر یوې تل پاتې سولې منجر شي، ملاتړ وکړي. هغې دغه خبره له نورو رهبرانو سره تر یو ويډيويي یا مجازې ناستې وروسته وکړه. 

ورته نور ولولئ: کریملین: پوتین د اوربند په تړاو ترمپ ته خپل پيغام استولی

فون دیر لاین پر اکس شبکه وليکل: «موږ د اوربند له پاره د اوکراین له موافقې ملاتړ کوو. اوس د روسيې وار دی چې د ېوې عادلانه او تل پاتې سوله له پاره اوربند ته خپله علاقه وښيي.»

 دغه مجازي غونډه د بریتانیا د صدرعظم کئیر سټارمر په نوښت جوړه شوې وه چې پکې شاوخوا ۲۵ رهبرانو ګډون درولود. دوی پر روسيې د فشارونو د ادامې او په اوکراین کې د هر ډول احتمالي اوربند پر محافظت ټينګار درلود.

ورته نور ولولئ: اوکراين له روسیې سره ۳۰ ورځني اوربند ته چمتوالی ښوولی

په دې لړ کې د هالند صدراعظم دیک شوف وويل چې حیاتي ده چې روسیه باندې فشارونو ادامه ولري تر څو اوکراین سره د اوربند تړون ته کيني.

شوف زیاته کړه: «اوس مهمه ده چې پر روسیه فشارونو زیات شي تر څو د مذاکرې مېز ته کيني.»

د بریتانیا صدراعظم کئیر سټارمر بیا د «مایل ائتلاف» په نوم د غربي هېوادونو له يوې ډلې یادونه وکړه. هغه وویل چې دغه ائتلاف به روسيې سره د سولې تړون په صورت کې د اوکراین په «ځمکه، اوبو او آسمان کې» د امنیت له پاره د سولې پلانونه جوړ کړي.

ورته نور ولولئ: پوتين د جګړې له کرښي ليدنه کړې؛ د ترمپ استازی مسکو ته رسېدلی

سټارمر تر دغې مجازې غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل: «موږ به د اوکراین خپل دفاعي او وسلوال ځواکونه جوړ کړو چې د سولې تړون په صورت کې په اوکراین کې ځای پر ځای کېدو ته چمتو وي.»

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب