1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوسوو هم له اسرائيل سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګي کړي

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د اروپا د بالکان سيمې کوچني هیواد، کوسوو چې اکثريت اوسيدونکي يې مسلمان دي، هم له اسرائيل سره خپلې ديپلوماتيکي اړيکې برقراره کړې. کوسوو د نورو اسلامي هيوادونو برعکس، بیت المقدس هم د اسرائيل پلازمينه منلی دی.

Jerusalem Stadtansicht
انځور: Getty Images/AFP/G. Tibbon

د بیت المقدس څخه خپاره شوي رپوټونه وايي چې کوسوو نه يوازې اسرائيل سره ديپلوماتيکي اړيکې ټينګي کړي، بلکې په بيت القمدس ښار کې یې د خپل سفات د پرانيستو پريکړه هم کړې ده. 

د اسرائيلو د کورنيو چارو وزير ګابي اشکنازي او د کوسوو د بهرنيو چارو وزيرې میلیزا هارا دیناج سټوبلاني، د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ لومړۍ) د يوه آنلاین ويډيويي کنفرانس له لارې په دې اړه يوه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير د دغه کنفرانس پر مهال خپلې سيالې ته وويل چې هيواد يې د کوسوو له خوا په بیت المقدس کې د سفارت د پرانيستلو غوښتنه منظور کړې ده.

تيرکال د امریکا د پخواني ولسمشر، دونالد ترمپ، د هلو ځلو په نتيجه کې يو شمیر عربي هيوادونو هم له اسرائيل سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې عادي کړې. په دغو هيوادونو کې عربي متحده ایالات، بحرين، مراکش او سوډان شامل دي.

دغو تړونونو ته په مجموعي توګه د «ابراهيمي تړونونو» نوم ورکړل شوی، کوم چې د ډيرو اسلامي هيوادونو له خوا پرې سختې نيوکې هم شوي دي.

متحده عربي اماراتو، بحرين، مراکش او سوډان له اسرائيلو سره د ديپلوماتيکو اړيکو د عادي کيدو په تړون کې دا خبره روښانه کړې، چې دوی به خپل سفارتونه په تل ابيب کې پرانيزي. دلیل يې دا دی چې د تل ابيب په اړه د اسرائيل د پلازمينې په توګه تقريباْ په نړيواله سطحه يو توافق موجود دی، خو د بیت المقدس په برخه کې دغه همغږي موجوده نه ده.

له بل لوري ته نړيواله ټولنه هم تر هغې بیت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه په رسميت نه پيژني، تر څو پورې چې د فلسطين مسئله نه وي حل شوي.

خو کوسوو په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې د دريځ خلاف ويلي دي چې غواړي په اسرائيلو کې خپل سفارت په بیت المقدس ښار کې پرانيزي.

د دغې خبرې معنی دا ده چې کوسوو، بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توګه په رسميت پيژندلی دی.

په دې ترتيب، کوسوو لومړنی اسلامي هيواد دی چې بیت المقدس د اسرائيل د پلازمينې په توګه په رسميت پيژني. تر دې مخکې هيڅ اسلامي هيواد دغه څه نه وو منلي.

دویچه وله ا/م.ک.ص./م.ک.ص.

دلته زموږ له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځور هم کتلای شئ (08.12.2017):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب