ایا د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند متحد شوی دی؟
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه
د جمهوري نظام له را نسکوریدو او د طالبانو ادارې له خوا د ټولو ګوندونو له منحل کولو څلور کاله وروسته، اوس د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د تصمیم نیونې عالي شورا له هیواده بهر اعلان کړی دی چې دغه شورا د دې ګوند د تصمیم نیونې د یوازنۍ مرجع په توګه «د دې ګوند ټولې سیاسي، مدني او پوځې مبارزې، په بشپړ یووالي او یو موټي توب، د نوي تګلارې مطابق چې د حل لارې په نقشه کې تشریح شوې ده» پرمخ بوزي.
د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په داسې حال کې د بشپړ اتحاد او یووالي خبر ورکوي چې صلاح الدین رباني نه هم د دې تصمیم په انلاین جلسه کې حضور درلود او نه هم په هغه اعلامیه کې چې د دې شورا له خوا خپاره شوې ده، نوم یې لیکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان، احمد مسعود، یونس قانوني، الماس زاهد او حضرت علي څخه د دې شورا د رهبرۍ غړو په توګه یادونه شوې ده.
که څه هم د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په دې اړه د دویچه ویله پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی، خو د دې ګوند یوې معتبرې سرچینې ویلي چې له صلاح الدین رباني سره، د دوو کلونو راهیسې په دې اړه خبرې روانې دي چې د دغه ګوند د تصمیم نیونې له عالي شورا سره یوځای شي. د دې سرچینې په حواله د دغو مذاکراتو په پایله کې د اسلامي جمعیت یو شمیر کلیدي او بانفوذه څیرې منسجم شوي دي.
کارپوهان: اختلافات دوام لري
یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د اسلامي جمعیت په مشرانو کې د صلاح الدین رباني نه موجودیت د هغو اختلافاتو ښکارندویې کوي چې د دغه ګوند د رهبرۍ پر سر پيل شوي وو او د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان له پخواني حکومت سره د دې ګوند د یو شمیر غړو له موافقې سره لا زیات پراخه شول.
د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر وایي: «د جمعیت له نورو غړو سره د صلاح الدین رباني د نظر اختلاف د ښاغلي نور او داکتر عبدالله د موافقو پر سر وه، چې په تیر حکومت کې یې له اشرف غني سره کړې وې. البته د نظر اختلافات له هم هغه وخت څخه پيل شوي او تر اوسه پورې دوام لري.»
د افغانستان پخوانی دیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز په دې باور دی چې د شخصي بحثونو پر سر اختلافات نه یوازې د رهبرۍ په کچه، بلکې د دې ګوند په ټیټو ردو کې هم شتون لري.
ښاغلي جانباز د دغه ګوند د اوسني وضعیت په اړه وویل: «هغه څه چې پر دې ګوند تیریږي د دې ګوند په رهبرۍ کې د هم هغې بې اتفاقۍ، ویشل کیدو، او نظرونو د اختلاف طبیعي نتیجه ده. نه یوازې په رهبرۍ، بلکې د دې ګوند په دویم او دریمې درجې غړو کې دغه توپيرونه لیدل کیږي چې د شخصي تضادونو او ځینې وختونه د سیمه ایزو حالاتو له کبله دي... له بده مرغه په پاسنۍ حلقه کې د شخصیتي، ځان ځانۍ او شخصیت پرستۍ له کبله درځ ډیر لوی دی چې اوج ته رسیدلی او حتی په هغه وضعیت کې هم چې طالبانو دوی ورسره مخ کړي دي بې تاثیره پاتې دی او له هغې یې زده کړه ونه کړه.»
جمعیت پر یوه اغیزمن ګوند بدلیږي؟
د اسلامي جمعیت ګوند په تیرو وختونو کې د افغانستان په سیاست کې مهم نقش درلود، خو په تیرو څلورو کلونو کې که څه هم د رهبرۍ ټول غړي یې د طالبانو مخالفین ګڼل کیږي، خو منسجم نه و.
د جمعيت اسلامي د تصمیم نیونې په عالي شورا کې ټینګار شوی دی چې د افغانستان د ستونزې حل په ملي پيوستون کې دی او دغه ګوند د سیاستوالو د یووالي، له ټولو ګوندونو او سیاسي جریانونو او ملي شخصیتونو سره د همکارۍ د کوښښونو له لارې د هیواد د ژغورنې په هڅه کې دی.
محمد اسحاق اتمر وایي چې که جمعیت اسلامي ګوند ونه شي کولی خپل داخلي اختلافات حل کړي، خپل اغیز به نور هم له لاسه ورکړي: «که دغه د نظر اختلافات لیري نه شي، زه فکر کوم چې د جمعیت اسلامي ګوند به په دوو یا څو دستو تقسیم شي او هغه اغیزمنتو او نفوذ به چې پخوا یې په سیاسي ګوندونو او خلکو کې درلود، له لاسه ورکړي.»
غوث جانباز وایي په هغه وخت کې چې جمعیت په قدرت کې ونډه درلوده، ونه توانید چې د خپل یووالي او وحدت له پاره کار وکړي، اوس وضعیت څو برابره ستونزمن شوی دی.
نوموړی زیاتوي: «دغه څو پارچګي او بې اتقاقي چې په دې ګوند کې د کلونو راهیسې، سره له دې چې یو د پام وړ برخه یې د حامد کرزي او اشرف غني په حکومتونو کې حضور درلود [شاید د پخوانیو حکومتونو اکثریت غړي د دې ګوند وو]، خو له بده مرغه د دې ګوند په چلند کې یو اورګانیک یووالی رامنځته نه شو او متاسفانه د طالبانو له یوه فشار سره د دې ګوند ټوله رهبري له افغانستان څخه وتښتیدله او اوس یې د ملموس او عملي فعالیتونو پرځای ډیری فعالیتونه مجازي دي.»
په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د طالبانو پر مخالفو څیرو او جریانونو اصلي انتقاد د یووالي او انسجام په رامنځته کولو کې د دوی پر پاتې راتللو دی.