1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شدیدې زلزلې د جاپان شمال ختیځې ساحلي سیمې لړزولي دي

۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبه

د جاپان د هوا پيژندنې ادارې د ریشتر د مقیاس په اساس د ۷،۲ درجې زلزلې په سبب د ممکنه سونامي د رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړی دی.

Japan | Tōhoku-Erd-/Seebeben 2011
انځور: epa/picture alliance

د جاپان د هوا پيژندنې ادارې د شنبې په ورځ د ممکنه سونامې (سمندري توپان د څپو) په اړه خبرداری ورکړی دی. د سیمه ایز وخت مطابق د ماښام په ۶ بجو د جاپان په پاسیفیک کې د میاګي سیمې د بحرل الکاهل په اوبو کې د ۶۰ کیلومترو په ژوروالي کې د زلزلې ټکانونه احساس شول.

د سیمه ایزو رسنیو په حواله له میاګي څخه تر اوسه پورې د کوم زیان اوښتو راپور نه دی ورکړل شوی او مسئولين په دې ځای کې د جوړې شوي اټومي بټۍ یا دستګاه ارزونه کوي.

په همدې منځ کې د امریکا د جیولوجي خدماتو ادارې د شنبې په ورځ د ۷.۰ درجې سونامي خبرداری ورکړی دی. د سونامې په اړه تر خبرداري ورکوونکي اعلان څو ورځې مخکې چاپان په ۲۰۱۱م کال کې د فوکو شیما د سونامي د قربانیانو یاد لمانځلی وو.

د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشت کې د ۹،۰ درجې زلزلې د فوکوشیما اټومي بټۍ د تباهۍ ترڅنګ ډیر شمیر ښارونه او کلي ویجاړ کړي وو او په لسګونو زره کسان له دغو سیمو څخه کډه کیدو ته اړ شوي وو.

 دا سیمه په جاپان کې د زلزلې مرکز ګڼل کیږي. همدا تیره میاشت دغه سیمه شدیدې زلزلې لړزولې وه چې په پایله کې یې تر ۱۰۰ ډیر کسان ټپیان شوي وو او له نیکه مرغه چا خپل ژوند په کې نه وو له لاسه ورکړی.

دغه هیواد هره ورځ د زلزلو له ګواښ سره مخامخ دی، نو له همدې امله ساختماني پروژې تر شدید نظارت او مقرراتو لاندې عملي کیږي.

زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب