1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي په سلونو موټر په واوره کي بند پاته دي

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

په جاپان کي داسي واوره اورېدلې چي په سونو کسان پر لارو بند پاته او شپه يې په موټرو کي تيره کړې ده. هغوی تراوسه پوري لا هم بند پاته او معلومه نده چي نن شپه به هم هلته تیروي.

Heftige Schneefälle und Schneestürme in Japan
انځور: Taketo Oishi/AP Photo/picture alliance

په جاپان کي عملیاتي ډلو په موټرو کي سپرو کسانو ته کمپلونه، غذايي مواد، تیل او مؤقتي بیت الخلاوي په اختیار کي ورکړې.

دغه موټر له پنجشنبې ورځي راهيسي د جاپان پر لویه لار(کان ایستو) کي بند پاته دي. دغه لار پلازمېنه توکیو ته غځېدلې ده.

دغي سيمي ته اوس عسکر لیږل سوي او کوښښ کوي د واورو پاکولو په وسایلو سره لاري پاکي او موټرو ته لار ور کړي. پولیس بیا کوښښ کوي چي نور موټران دې لاري ته راپرې نږدي او نورو سړکونو ته یې رهنمايي کړي.

خو پردغو کوښښونو سربیره اوس هم په سونو موټران هلته بند پاته دي.

پر جاپان باندي دغه اوونی یوه ډیره یخه څپه راغلې او تر ټولو دمخه د جاپان بحیرې شاوخوا ساحو کي د سختي واوري اوریدو سبب وګرځېده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب