1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان ښايي د شمالي کوريا سپوږمکۍ وولي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبه

جاپان د شمالي کوريا د مصنوعي سپوږمکۍ و احتمالي په نخښه کولو ته چمتووالی نيسي. اړونده هدايات ښايي چارواکو ته ورکول شي.

Nordkorea | Raketentest
شمالي کوريا څو توغنديزه ازموينې کړي ديانځور: KCNA/KNS/dpa/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې جاپان دې ته چمتو والی نيسي چې د شمالي کوريا مصنوعي سپوږمکۍ په احتمالي توګه په نخښه کړي.

ياد خبري آژانس د کيودو خبري آژانس د شنبې ورځي له راپور څخه په اقتباس ليکلي دي چې د جاپان د دفاعي چارو وزير ياسوکازو همادا په دې تړاو و دفاعي چارواکو ته د تيارسئ امر کوونکی دی. زياته شوې چې جاپان ښايي د شمالي کوريا هغه سټلايټ راوغورځوي چې استخباراتي دی.

دغه هم ولولئ: د شمالي کوریا د توغنديو ازمويني ته د امریکا او سویلي کوریا ځواب

اټکل کيږي چې همادا به د سه شنبې په ورځ امر ورکړي. د کيودو خبري آژانس د خپل دغه راپور منبع حد اقل يو حکومتي چارواکی بللی دی. خو د دغه چارواکي نوم ندی روښانه کړل شوی.

د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون ويلي ول چې و فضا ته د دغه هيواد د استخباراتي سپوږمکۍ لېږلو پروګرام ته به ادامه ورکړي. د شمالي کوريا دولتي رسنۍ د چهارشنبې په ورځ زياته کړې وه چې دغه سپوږمکۍ به د امريکا د متحده ايالاتو او جنوبي کوريا له خوا د ګواښونو ضد عمل وي.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب