چیساکو کاکهي د جاپان هغه مېرمنه وه چې ورته د «تورې کونډې» خطاب کېدی. توره کونډه د غڼو يو نوع دی چې پکښې ښځه غڼه له نر غڼي سره تر يوځای کېدو وروسته هغه وژني او خوري يې. نوموړې جاپانۍ ته ځکه دا خطاب کېده، ولې چې هغه خپل زاړه مينان په زهرو وژل.
چیساکو کاکهي، ته په جاپان کې د مرګ سزا اورول شوې وه. هغه د درو کسانو په وژلو، چې یو یې خاوند هم و او د بل سړي د وژنې په هڅه تورنه وه. دا هغه پېښه وه چې د جاپان د خلکو پام یې ځان ته اړولی و.
د عدلیې وزارت یو چارواکي فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې د هغې مړینه تائید شوه» وروسته له دې چې هغه د اوساکا د بند په مرکز کې په خپله کوټه کې پرته وموندل شوه.
هغه زیاته کړه چې د مړینې علت لا معلم نه دی. د جاپاني رسنیو راپورونه ښيي چې دا ښایي د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله وي.
د کاکهي د مرګ سزا په ۲۰۲۱ کې تائید شوه. د سترې محکمې قاضي، یوکو میازاکي وویل چې هغې «نارينه باوري کړي ول و چې ګويا د ژوند ملګرې یې دی او بیا یې پرې ساینايډ (يو ډول زهرجن مواد) کارولی و.»
میازاکي زیاته کړه: «دا یو محاسبه شوی او ظالمانه جرم دی چې د قتل د قوي نیت پر بنسټ ولاړ دی.»
جاپان کې له ۹۵زرو ډېر له سل کلو اوښتي افراد؛ اکثریت ېې ښځې دي
رپورټونه وایي چې کاکهي په لسو کلونو کې د بیمې د تاوانونو او میراثونو له لارې یو میلیارد ین (هغه مهال ۹ میلیونه ډالر) ترلاسه کړي وو، خو وروسته یې ډیری پیسې په ناکامو مالي سوداګریو کې له لاسه ورکړې.
هغه عموماً د زړو یا ناروغو نارينه وو سره اړیکې جوړولې او ځینې یې د اړیکو د ادارو له لارې پېژندلي ول. ویل کېږي چې هغې د احتمالي ملګرو لپاره دا شرط ایښی و چې بډایه او بې اولاده وي.
له هغې سره په اړيکو کې کسانو څخه لږ تر لږه د دوو کسانو په بدن کې زهر موندل شوي وو او پولیسو د کیوټو په کور کې د ساینايډ نښې موندلې وې.
د هغې د ژوند د شریکانو مړینې سمدستي نه وې څېړل شوې، ځکه چې پولیسو په لومړي سر کې دا ومنله چې هغوی د ناروغیو له امله مړه شوي دي او پر ډیرو باندې هیڅ څېړنه نه وه شوې.
دغه مېرمنه یوازې هغه وخت ونیول شوه کله چې پولیسو وموندله چې د هغې وروستی خاوند، ۷۵ کلن ایساؤ کاکهي، د ساینايډ د زهرو له امله مړ شوی دی. وروسته پولیسو د پخوانیو پېښو څېړنه پیل کړه او یوه نمونه یې وموندله.
په زیاتو هندي فلمونو کي قتلونه او وژني انځوريږي او په هکله يې داستانونه بيانيږي. په دغو فلمونو کي بعضي وخت قضيه حل او بعضي وخت ناحل پاته سي. په دغه راپور کي هغه هندي فلمونه وپېژنئ چي د حقيقي قتلونو پر قضيو جوړ سوي دي:
انځور: APد تلوار په نوم هندی فلم چي په ۲۰۰۸ کال بازار ته راووت د اروشي په نوم پيغلي او د هغوی د کور د مزدور هیماراج د قتل پر حقيقي موضوع جوړ سوی ؤ. د دغو دوو کسانو د قتل قضيه لا تر اوسه نه ده حل سوې. د هند يوې محکمې د اروشي مور او پلار د هغې او د مزدو په قتل پړن وبلل خو عالي محکمې دغه فيصله د اړينو ثبتونو د نشته والي له کبله بېرته لغوه کړه.
انځور: APپه ۱۹۹۹ کال د کانګرېس ګوند د مشر وينود شرما زوی مانو شرما د جيسيکا لال په نوم پر ماډلې انجلۍ ډز وکړ او هغه يې ووژله. دا چي د جېسيکا کورنۍ د قاتل د محاکمه کولو له پاره څه ډول ستړياوي پر ځان ومنلې په دغه فلم کي انځور سوي دي.
انځور: APپه ۱۹۸۰ کال کي د سري لنکا په جګړه کي د هند پر مداخلې جوړ سوی فلم مدارس کافې ډېر وستايل سو. په دغه فلم کي په ۱۹۹۱ کال د يو ټاکنيز کامپاين پر وخت د لومړي وزير راجيو ګاندهي وژنه هم انځور سوې ده. مدراس کافې فلم په ۲۰۱۳ کال بازار ته راووت.
انځور: picture-alliance/dpaپه ممبئ کي د مشهور تلويزيوني شرکت سينرجي ايدالايب کارګر نيراج ګروور قتل کړل سوی ؤ. رام ګوپال ورما پر دغه موضوع يو فلم جوړ کړ. د قتل په قضيه کي ايکټره ماريا سوسيراج او د هغې ملګری لفتنت ږيروم مېتيو نيول سوي ول.
انځور: Bohra Bros Prod. Pvt. Ltd..دغه فلم د جرايمو د نړۍ د مشهور غړي داؤد ابراهيم او د حاجي مستان تر منځ د سمبوليکې ملګرتیا پر موضوع جوړ سوی دی. په دغه فلم کي ۷۰مه لسيزه انځور سوې ده چي په ممبی کي د جرايم پيشه خلکو اثر زيات ؤ. د دې له پاره چي لانجې رامنځ ته نه سې، په دغه فلم کي د کردارونو نومونه بدل کړل سوي.
انځور: Balaji Motion Picturesدغه فلم په ۱۹۹۱ کال کي د ممبی د امنيه قومندان اې خان او د بدمعاش مايادال د متقابل کيدو پر موضوع جوړ سوی دی. دغه مقابله چي د ممبی د پوهنتون په لکنډوالا کي رامنځ ته سوه، پکښي ۲۵ کلن مايادال ووژل سو.
انځور: Balaji Telefilmsدغه فلم د ډايريکټري په توګه د ایکټري نانديتا لومړی فلم ؤ. په ۲۰۰۸ کال کي جوړ کړل سوی دغه فلم په ګجرات کي په کال ۲۰۰۲ د رامنځ ته سوو ناقراريو پر موضوع راګرځي. په دغه فلم کي د ناقراريو پر ځای دا ښودل کيږي چي ناقراريو پر خلکو څه ډول اغېز وکړ.
انځور: Percept Picture Companyدغه فلم په ۱۹۹۳ کال په ممبی کي د رامنځ ته سوو چاودونو په تړاو دی. دغه فلم بايد په اصل کي په ۲۰۰۴ کال بازار ته راوتلی وای. خو د بيلو لانجو له کبله په ۲۰۰۷ کال کې په ځنډ بازار ته راووت.
انځور: Jhamu Sughand/Adlabs filmsدغه فلم د کملا حسن له خوا د مهاتما ګاندهي د قتل پر موضوع جوړ سوی دی. پر دغه فلم بعضي لانجې رامنځ ته سوې خو دغه فلم وروسته د هند له خوا د اوسکار جايزو سيالۍ ته هم ولېږل سو.
انځور: Raajkamal Films International