1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: افغانستان بايد د تروريستانو په پناه ځای بدل نسي

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

د ناټو عمومي منشي ويلي دي چي افغانستان بايد د بهرنيو ترهگرو په ځاله بدل نسي. ناټو پتېيلې ده چې راتلونکي مياشت په افغانستان کي د خپل ماموريت د دوام په اړه بحث وکړي.

NATO-Generalsekretär Jens Stolten
انځور: picture-alliance/dpa/O. Hoslet

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د بهرنيو ترهګرو په ځالو، يو وار بيا د افغانستان له بيا اوښتلو څخه خبرداری ورکړی.

ستولتنبرګ د چهارشنبې په ورځ د آلمان حکومت په پارلمان کي د بايرن ايالت د سوسيال مسيحي ګوند په مجازي غونډه کي ټينګار وکړ چي له طالبانو سره د سولې د رامنځته کيدو يو شرط، له ترهګرو ډلو سره ددغو ډلو د اړيکو شکيدل دي.

په پام کي ده چي د ناټو په غونډه کي چي راتلونکې مياشت به ترسره سي، همدارنګه په افغانستان کي د ناټو د ماموريت د دوام د څرنګوالي په هکله هم بحثونه وسي. ستولتنبرګ د افغانستان په اړه له يوه پيچلي او سخت وضعيت څخه خبري کړي.

د هغه په خبره که له افغانستانه د خارجي ځواکونو د وتلو په هکله پريکړه وسي نو ددې امکان سته چي ددغه ماموريت ټولي لاس ته راوړني له لاسه ولاړي سي.

د ناټو عمومي منشي له غړو هيوادونو څخه وغوښتل چي د ۲۰۲۱م کال د پرمختګونو څخه په ګټه اخيستني سره، ناټو قوي کړي او په ګډه د امنيتي چلنجونو په مقابل کي ودريږي.

ستولتنبرګ تينګاروکړ چي سر له اوسه د امريکا متحده ايالاتو د منتخب ولسمشر، جو بايدن او د هغه له ټيم سره همکارۍ کولو ته خوشاله دی. عمومي منشي همدارنګه په ناټو کي د آلمان له دفاعي لګښتونو د زياتوالي ستاينه وکړه.

د ناټو غړو هيوادونو په افغانستان کي د جګړو دواړو خواوو ته پيغام استولی. د بايرن د سوسيال مسيحي ګوند ايالتي مشر، الکساندر دوبرينت ويلي چي په ناټو کي د آلمان د دفاعي لګښتونو د لا زياتولي ستاينه کوي.

د هغه په خبره د اضافي مصارفو تمويل ته اړتيا ليدل کيږي: «موږ د بې پيلوټه الوتکو د تسليحاتي وړتيا له پراختيا څخه هرکلی کوو او غواړو چي دغو وړتياوو ته د بې پيلوټه الوتکو او دافع هوا په برخه کي پراختيا ورکړو.