1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضامنځنی ختیځ

په بیت المقدس کي بیا ډیر کسان ټپیان سوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

په بیت المقدس کي د فلسطینیانو او اسرائيل د امنیتي قواوو ترمنځ سخت اخ و ډبونه رامنځته سوي. کله چي نن د دوشنبې په ورځ اسرائیلو د شرقي بیت المقدس نیول لمانځل، سهار لا وضعیت هیجاني وو.

Israel | Unruhen in Jerusalem
انځور: Ammar Awad/REUTERS

د شرقي بیت المقدس د نیول کیدو له خبر سره سم د الحرم شریف د تپې په شاوخوا کي د فلسطینیانو او اسرائيلو د امنیتي قواوو ترمنځ بیا اخ و ډب رامنځته سو.

په انټرنیت کي خپاره سوي انځورونه ښيي چي څنګه پولیس د الاقصا مسجد مخته پرهغو فلسطينيانو چي ډبري غورځوي، شوک ورکوونکي بمونه، اوښکي بهونکی ګاز او ربړي مرمۍ فیروي.

د فلسطین د سرې میاشتي ادارې د معلوماتو پراساس، په دغو نښتو کي تر ۱۸۰ زيات فلسطینیان زخمیان سوي، چي ۸۰ یې روغتونو ته انتقال سوي دي.

د شنبې او یکشنبې د ورځو تر سختو اخ و ډبونو وروسته په بیت المقدس کي بیا د تشنج د رامنځته کیدو بیره رامنځته سوه.

په اسرائيل کي هر کال د می لسمه د ۱۹۶۷م کال په شپږ ورځني جنګ کي د شرقي بیت المقدس نیول لمانځل کیږي. همدا یوه شپه دمخه لا فلسطینیانو، چي اکثره یې ځوانان ول، په شرقي بیت المقدس کي په مظاهرو لاس پوري کړ. د مظاهرو په جریان کي څو څو واره د هغوی او پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځته سو.

د اوسنیو کشمکشونو انګیزه د هغو کورونو او اپارتمانونو په زوره تخلیه کول دي، چي فلسطینیان پکښي اوسیږي، خو یهودي ناقلین یې د ملکیت ادعا کوي.

په همدې منځ کي د اسرائیل د لوی څارنوال په حواله نن دوشنبه (۲۰۲۱م کال د می ۱۰) په محکمه کي د کورونو د په زوره تخلیه کولو پلان سوی وخت ځنډیدلی دی. پر دې مسألې باندي د محکمې د دایريدو بله موقع به د یوې میاشتي په ترځ کي وټاکل سي.

په تیرو دوو ورځو کي له کلونو راهیسي د تر ټولو سختو اخ و ډبونو په جریان کي تر ۳۰۰ زيات انسانان ټپیان سوي دي. په نورو ښارونو کي هم د احتجاجونو خبر ورکړل سوی دی، مثلأ د اسرائیل په بندري ښار، حیفا کي. هلته تر هغه وروسته ډیر فلسطینیان ونیول سول چي کوښښ يې کاوه د پولیسو له ممانعتونو څخه ورتیر سي.

انځور: Ammar Awad/REUTERS

د امنیت شورا غونډه رابلل سوې

په بیت المقدس کي مخ پر ډیریدونکي تشنج ته په کتو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي په یوه سري جلسه کي هلته د تشدد د ډیریدو پر موضوع باندي بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس، ویلي چي هغه په اسرائیل کي له زورزياتي او له خپلو کورونو څخه د فلسطینيانو د ایستلو په اړه ډير په تشویش کي دی.

امریکا متحده ایالاتو هم تشویش ښوولی دی. د سپيني ماڼۍ په حواله د جو بایدن د امنیتي مسایلو مشاور، جیک سلوان د اسرائیل د امنیتي مسایلو له مشاور سره په تلیفوني خبرو کي ټینګار کړی دی چي امریکا متحده ایالات د تشنج راکمیدو کوښښ کوي. هغه همدارنګه ویلي چي امریکا د شیخ جراح په ناحیه کي د فلسطیني فامیلونو د ایستلو په اړه اندېښمن دي.

خو د اسرائيل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د امنیتي قواوو د چلند دفاع کړې او ډاډ یې ورکړ چي اسرائیل به په قاطعیت سره «قانون او نظم» تطبیق کړي.

په همدې حال کي ټولو هغو عربي هیوادونو چي له اسرائیلو سره ډيپلوماتیکي اړيکي لري، لکه متحده عربي امارات، مصر، مراکش، بحرین، اردن او سوډان د اسرائیل د امنیتي قواوو رفتار غندلی دی.

اردن او مصر حتی د اسرائیل سفیران ور احضار کړي، تر څو د الاقصأ مسجد په شاوخوا کي د اسرائيل د چلند په مقابل کي احتجاج وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب