1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بايدن بايد له افغانستانه پر وتلو له سره غور وکړي»

۱۳۹۹ آذر ۱۱, سه‌شنبه

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې لیکلي دي چې ټاکل شوی ولسمشر بايدن بايد د ترمپ له خوا له افغانستان څخه د عسکرو د را ايستلو پر پريکړه له سره غور وکړي. زياته شوې چې د افغانستان د سولې د بهير برخليک لا معلوم نه دی.

USA Wilmington, Delaware | Joe Biden, Vorstellung Team | Joe Biden
انځور: Joshua Roberts/REUTERS

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په خپله گڼه کې د امريکا متحده ايالاتو د برحاله ولسمشر دونالد ترمپ له خوا له افغانستانه د عسکرو د اخراج او د هغه د ټاکل شوي ځای ناستي جو بايډن د دريځ په تړاو ليکنه کړې ده.

ورځپاڼې ليکلي دي: «د بايدن حکومت د سيمه ایزې ديپلوماسۍ د ارزونې له پاره په يوه نسبتاً ښه موقف کې قرار لري. دا لا هيڅ روښانه نه ده چې په افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې به سياسي جوړ جاړی ترلاسه شي او که نه چې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ جگړه پای ته ورسوي.»

اړونده موضوع: پنتاگون له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل تائید کړل

ولسمشر دونالد ترمپ څو ورځې تر مخه اعلان وکړ چې د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ تر پنځلسمې نيټې پورې به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په مقاله کې زياته شوې ده: «له افغانستان څخه د عسکرو په چټکه توگه د را ايستلو پر ځای به يو منظم اړونده سيمه ایز دريځ ډېر گټور وي. امريکايي عسکر بايد د سولې د هغه تړون په بدل کې يرغمل ونه نيول شي چې کيدای شي هیڅ رامنځته نه شي.»

اړونده موضوع: غني: د امریکايي عسکرو د وتلو پر پلان دي غور وسي

ورځپاڼې زياته کړې: «خو د عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته له کمولو سره به په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ماموريت لگښت ډېر راکم  شي.» له دې عسکرو څخه یې يوې برخې ته د امريکا د سفارت د امنيت ساتلو له پاره اړتيا ده.

ورځپاڼې مخکې ليکلي چې د راتلونکي ولسمشر جو بايدن حکومت د يوه بامسئوليته اخراج د طرحه کولو له پاره وخت لري. 

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل