1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د بایډن په اداره کې پر "لنډمهالي حکومت" اجماع شته؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

رپوټونه وايي، چې کابل او دوحې ته افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د سفر د سر اجنډا افغانستان لپاره د موقت حکومت وړاندیز وه. هاخوا ولسمشر غني د ملي شورا د پرانېستې مراسمو کې بیا هم دې موضوع ته غبرګون درلود.

Bildkombo Afghanistan | Zalmay Khalilzad & Ashraf Ghani

وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې د بایډن اداره پردې اجماع لري چې د دوحې خبرې خورا ورو پرمخ روانې دي.

رپوټ زیاتوي چې له همدې امله افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل او دوحې ته د خپل سفرپرمهال د موقت حکومت رامنځته کولو لپاره د حکومت او طالب مشرانو د یوې لویې ناستې جوړولو وړاندیز کړی.

بُن ته د ورته کنفرانس تکرار

په رسمي توګه بُن ته ورته ددغه لوی کنفرانس جوړولو د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ملي روغې جوړې شورا مرستیال حاجي دین محمد د پنجشنبې پرورځ دویچه ویله ته ویلي، چې دا لویه ناسته په ترکیه کې جوړیږي.

د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې په دې اړه راغلي دي چې »دغه لیدلوری تېره اونۍ سیمي ته افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په سفر کې وړاندیز شوی، چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د جرمني بُن کنفرانس په څير یو کنفرانس بیا هم تکرار شي.« 

د دغه رپوټ له مخې به داسې يو کنفرانس بيا راوغوښتل شي چې د ۱۱ سپټمبر د بریدونو او د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته یې د افغانستان لپاره د حکومت يو مشر وټاکه.

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت، د موقت یا لنډ مهالي حکومت سره په وار وار مخالفت کړی او طالبانو ته نیږدې کسان هم ډير باوري نه دي چې طالبان دې دغسې یو حکومت ومني. خو پوښتنه دا ده چې آیا د جوبایډن اداره کې به د افغانستان لپاره د لنډمهالي حکومت په اړه واحد لیدلوری وي؟

سیاسي شنونکي غلام جیلاني ځواک دویچه ویله ته وویل:

«نه یواځې د بایډن حکومت، بلکې له حکومته بهر هم په ټوله امریکا کې داسې تمایل نشته چې د افغانستان اوسنی حکومت او نظام دې همداسې د امریکا په اوږو بار او دوام ورکړل شي، په ټوله امریکا کې د بدلون په اړه یوه "اجماع" شته.»

په دوحه کې له طالبانو سره د افغان مذاکراتي پلاوي یو شمیر غړيانځور: Habiba Sarabi

د چارو دغه کتونکی پر دې باور دی چې د پخواني ولسمشر ټرمپ او اوسني ولسمشر جو بایډن دواړو حکومتونه په افغانستان کې پر بدلون یو واحد دریځ لري، خو د بدلون په څرنګوالي کې ښايي اختلاف وي.

د افغان حکومت غبرګون

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې واک ته د رسېدو یواځینۍ لار "ټاکنې" دي.

ښاغلي غني چې نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۶مه) یې د ملي شورا د ۱۷مې دورې دریم تقنیني کال پرانیست غونډې ته وینا کوله، زیاته کړه چې له سولې وروسته به هم ملي جوړښتونه خوندې وي.

«د ټاکنو له لارې د واک لیږد زمونږ لپاره یو غیرقابل معامله اصل دی، مونږ چمتو یو چې د نړېوالې ټولنې تر مدیریت لاندې د شفافو، ازادو او سرتاسري ټاکنو په اړه بحث وکړو، ان د ټاکنو په نیټه هم بحث ته چمتو یو.»

ولسمشر په دې وروستیو کې د ټولشموله، موقتي یا د سولې انتقالي حکومت په نوم ځینو طرحو ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون په شتون کې دغسې طرحو ته اړتیا نشته.

ولسمشر غني وکیلانو ته په خپله وینا کې پر پاکستان هم غږ وکړ چې د افغانستان په اړه یو مثبت سیاست ولوبوي.

«د افغانستان د ملت له تالار نه پر پاکستان غږ کوم چې واقعي سولې ته راشي او دې ته راشی چې دوه مستقل دولتونه او دوه مستقل ملتونه یوبل ومني.»

غني زیاتوي چې پاکستان لپاره ترټولو ستر فرصت برابر شوی چې د تېرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو خپلواک افغانستان ومني.

د افغانستان ملي شورا تر ژمنیو رخصتیو وروسته نن بیرته کار ته وروګرځېده او د ۱۷ دورې دریم تقنیني کال یې ولسمشر غني پرانیست.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل