1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بايدن په کرونا اخته شوی؛ د ټاکنیز کمپاين غونډې یې لغوه شوي

۱۴۰۳ تیر ۲۸, پنجشنبه

جو بايدن، په داسې حال کې په کرونا اخته شوی دی چې نوموړي ويلي ول چې که کومه روغتيايي ستونزه ورته پيدا شوه نو د ولسمشرۍ څوکۍ له سيالۍ څخه به لاس په سر شي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن
سپينې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن، د کووېد –۱۹ تيست مثبت ختلی دی.انځور: Susan Walsh/AP Photo/picture alliance

سپينې ماڼۍ د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن، د کووېد –۱۹ تيست مثبت ختلی دی.

بایدن چې په نېوادا کې په کمپاين بوخت وو، د لايتنو د مدني حقونو د «يونيدوس» سازمان کلني کنفرانس ته مهمه وينا یې لغوه کړې ده.

د سپينې ماڼۍ وياندي کارين ژان – پېر، وويل: «هغه واکسين شوی او واکسين یې تازه شوی هم دی او علايم يې معتدل دي.» هغې زياته کړې ده چې نوموړی به له خپل کوره خپلو دندو ته دوام ورکړي.

کله چې بایدن، د اير فورس ون يا د ولسمشر له پاره ځانګړې الوتکه کې د خپل کور پر لور د روانېدو په موخه سپور شو، نوموړي خبريالانو ته د ګوتې په جګولو سره وويل: «زه ځان ښه احساسوم.»

د بايدن، داکتر کېون او کونور، ويلي دي چې د ولسمشر درملنه پېل شوې ده او د ويروس ضد درملو « Paxlovid» لومړی ډوز یې اخيستی دی.

بايدن د سياسي بقا له پاره هم مبارزه کوي

د بایدن د ناروغۍ خبر په داسې حال کې خپريږي چې د ديموکراتانو ګوند ډېرو مشهورو سياستوالو پر بايدن غږ کړی دی چې د ولسمشرۍ له سيالۍ دې ووځي.

د سي ان ان امريکايي شبکې رپوت ورکړی دی چې د امريکا د استازو جرګې پخوانې مشرې نېنسې پلوسي، په شخصي توګه بایدن ته ويلي دي چې هغه بريالی کیدلای نه شي او په سيالۍ کې پاتېدل یې د کانګرس په استازو مجلس کې د ديموکراتانو چانس زيانمنولی شي.

له کلېفورنيا څخه د کانګرس غړي ادم شيف، هم پر بايدن، غږ کړی دی چې له دې سيالۍ دې تېر شي او اجازه ورکړي چې د ديموکراتانو ګوند رامخته شي.

تر دې مخه ۸۱ کلن بایدن ويلي ول چې هله به په ټاکنو کې د ځان له کانديدولو تېر شي چې ډاکتران ووايي چې دی ناروغ دی.

بایدن، درې اونۍ ترمخه له ترمپ سره تر يوې مناظرې وروسته د خپلې سياسي بقا له پاره مبارزه کوي. د مناظرې په ترڅ کې نوموړی ډېر ستړی او مغشوش ښکارېدی چې د نوموړي د عمر په اړه انديښنې یې نورې هم ډېرې کړي دي.

پر بايدن په خپل ګوند کې نيوکي

د ديموکرات ګوند د کانګرس کابو شلو غړيو پر بايدن غږ کړی وو چې په مناظره کې د خپلې کارکردګۍ له کبله دې د ولسمشرۍ له سياليو ووځي.

ادم شيف، لومړی کس دی چې پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ، باندې تر بريد وروسته یې دا خبره وکړه.

د ای بي سي شبکې د رپوټ په حواله د امريکا په سنا کې له ديموکراتانو سره تړاو لرونکي مشر چک شومر، د شنبې په ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې بايدن ته ويلي ول چې دا به د هېواد او ديموکراتانو له پاره ښه وي که نوموړې خپل د بيا کانديد کیدو کمپاين پای ته ورسوي.

شومر، په ښکاره پر بایدن د پر شا کيدو غږ نه دی کړی، خو خبريالانو د يوې ناپيژندل شوې سرچینې په حواله ويلي دي چې د سنا مجلس مشر په دې اړه شکونه لري چې بايدن، به د نوامبر میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ترمپ، ته ماتې ورکړای شي.

شومر، د يکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «زه نن ماسپين په ديلاوېر کې له ولسمشر بایدن سره ناست وم؛ موږ ښه ناسته ولرله.»

د بایدن، د کمپاين ډلې د شيف، پر څرګندونو غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې «د مهمو ايالتونو د کانګرس د استازو او په کانګرس کې د تورو او هسپانيک د استازو له خوا د بيا ځلي ټاکل کیدو له پاره هر اړخیز ملاتړ موجود دی.»

داسې انګېرل کیږي چې ادم شيف، د استازو د مجلس د پخوانۍ مشرې نينسې پلوسي، ته چې نوموړې اوس هم پر ګوند د پام وړ نفوذ لري، ډېر نږدې دی.

د سي ان ان د يوه رپوټ په حواله پېلوسي، بایدن ته ويلي ول چې نظر پوښتنو ښوولی ده چې هغه دونالد ترمپ ته د ماتې ورکولو وړتيا نه لري.

د چهار شنبې په ورځ شومر او په سنا مجلس کې د ديموکراتانو د جناح مشر حکیم جيفريز، له ګوند څخه غوښتنه وکړه چې د بایدن د بيا ځلي نوماند کیدو په اړه د مجازي رایې اچونې پلانونه دې د يوې اونۍ له پاره وځنډوي.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب