1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايدن د جمهوري رياست د تحليف مراسم به مختصر وي

۱۳۹۹ آذر ۱۵, شنبه

جو بايدن غواړي خپل د جمهوري رياست د تحليف مراسم مختصر ترسره کړي. دا چې ترمپ به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي که نه، لا تر اوسه روښانه نه ده خو هغه ويلي چې د تحليف په ورځ به د ۲۰۲۴ کال انتخاباتو ته خپله نوماندي اعلان کړي.

USA Joe Biden in Wilmington
انځور: Alex Wong/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو منتخب ولسمشر، جو بايدن، ويلي دي چې د کرونا بحران له امله خپل د تحليف مراسم به د امکان تر حده مختصر او د خلکو له پراخ ګډونه پرته ترسره کړي. بايدن ويلي دي چې په امريکا کې د کرونا وبا تسلط ته په کتو، بايد له ميليوني غوڼدې ډډه وشي.

په معمول ډول د امريکا د تحليف مراسم په واشنګتن کې د کپیټل ساختمان په برنډه کې ترسره کيږي، خو دا ځل به د مخکې خلاف، د دغه ساختمان مخې او د واټونو په سر خلک نه وي.

ترمپ خپل د تحليف مراسم ډير مجلل نيولي ولانځور: picture-alliance/AP/E. Vucci

د امريکا اوسنی ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۷م کال کې سپينې ماڼۍ ته خپل د داخليدو مراسم ډير پراخ او مجلل نيولي ول. پر دغو مراسمو تر ۱۰۷ ميليونه ډالر لګيدلي ول چې د رسنیو نيوکې يې له ځانه سره درلودې.

دونالد ترمپ تر اوسه پورې په رسمي توګه د نومبر په ۳مې انتخاباتو کې خپله ماتې نه ده منلې. هغه تر اوسه دا هم نه دي ويلي چې د بايدن د تحلیف په مراسمو کې ګډون کوي که نه، خو ويلي یې وو چې غواړي د بايدن د تحليف په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جنوري په ۲۰مه) به د امريکا د ۲۰۲۴م کال انتخاباتو له پاره خپله نوماندي اعلان کړي.

جو بايدن په ۲۰۰۹م کال کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د تحليف په مراسمو کې د هغه د مرستيال په توګه حضور درلود.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب