1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اګسټ تر ۳۱ نیټې وروسته هم د کابل هوایي ډګر کې پاتې کیږو»

۱۴۰۰ مرداد ۲۸, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر د ABC شبکې سره په مرکه کې ویلي چې امریکایي ځواکونه به د ټول پرسونل تر را ایستلو پورې د کابل په هوایي ډګر کې پاتې وي، البته که خبره د اګست تر ۳۱ نیټې هم ور واوړي.

Washington Rede Präsident Biden Aghanistan
انځور: Evan Vucci/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جوبایدن په یوه ټلویزوني مرکه کې د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایي ځواکونو د همکارانو د وتلو پر مهال رامنځته کیدونکې ګډوډي داسې یو کار وباله چې مخه یي نه شوه نیول کیدای. نوموړي یادونه وکړه چې ټاکل شوې وه ، د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر به د پلان مطابق ترسره شي، خو د طالبانو داخلیدل دا ډول شرایط رامنځته کړل. بایډن په دې ګډوډۍ کې پر کومې تیروتنې اعتراف ونه کړ.

نوموړی په دې اړه چې تر جدي نیوکو لاندې راغلی دی وویل: «ځینې وایي له دې ګډوډۍ څخه د مخنیوي لارې چارې موجودې وې، خو زه نه پوهیږمه چې کومه لاره.»

نوموړي د مرکه کونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا واشنګټن تیروتنه کړې ده او کولی یې شول چې وضعیت په ښه توګه مدیریت کړي؟ وویل «نه... بی له ګډوډۍ نه کیده. څنګه بله لاره ممکنه وه.»

بایډن زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه په بشپړ ډول د خپل پرسونل تر وتلو پورې په افغانستان کې پاتې کیږي، ولو که دا کار له (ټاکل شوې نیټې اګست تر ۳۱ نیټې) هم تجاوز وکړي.

اټکل کیږي چې له ۱۰ تر ۱۵ زرو پورې امریکایان به په افغانستان کې موجود وي. همدارنګه ۴۵۰۰ امریکایي سرتیري د تخلیه کولو عملیاتو د امنیت او سازماندهي له پاره د کابل په هوایي ډګر کې موجود دي.

د امریکا پوځي چارواکو مخکې تر دې اعلان کړی وو چې د کابل په هوایي ډګر کې د امریکایي سرتیرو شمیر د ۴ څخه تر ۶ زرو پوري لوړیږي او ټاکل شوې ده چې په هر ساعت کې له یوه پرواز سره په ورځ کې له ۵۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې کسان له افغانستان څخه و ایستل شي.

بایډن له ABC تلویزوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې هدف د ټولو هغو کسانو را ایستل دي چې باید را وایستل شي. پر امریکایي پرسونل سربیره په لسګونو زره هغه افغانان هم په دې فهرست کې شامل دي چې باید و ایستل شي.

دغه کسان چې د خپلو کورنیو له غړو سره یي شمیر له ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې رسیږي، له امریکایي ځواکونو سره ژباړونکي او یا یي همکاران ول.

آژانسونه: ش.ن/ ق. ن

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب