بولتون په بهرنیو هیوادونو کې د کودتا په پلانولو اعتراف کړی
۱۴۰۱ تیر ۲۲, چهارشنبهجان بولتون دغه څرګندونې د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶ نیټه د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پر ودانۍ (کاپیتول) د برید په اړه تر استماعیه غونډې وروسته له «سي ان ان» تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کړي دي.
د سه شنبې په ورځ د قانون جوړونکو بورډ یا هیئت، پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې تر ماتې وروسته په قدرت کې د پاتې کیدو د وروستي هڅې په خاطر په له تاوتریخوالي ډک تحرک تورن کړ.
ښاغلي بولتون د «سي ان ان» شبکې له کوربه جک تاپر سره په خبرو کې وویل چې ترمپ په کافي اندازه «په دقیق ډول د پلان شوي یوه کودتا» د په لاره اچولو صلاحیت نه لري.
نوموړي زیاته کړه: «د هغه چا په توګه چې د کودتا په پلانولو کې، دلته نه بلکې په نورو ځایونو کې مرسته کړې ده. دا، ډیر کار غواړي او دا هغه څه نه و چې ترمپ یي په ترسره کولو کې بریالی شوی وي.»
تاپر له بولتون نه پوښته وکړه چې د کودتا له پاره کومو هڅو ته اشاره کوي. هغه مخکې له دې چې وینزویلا ته اشاره وکړي وویل: «نه غواړم جزویاتو ته لاړ شم.»
بولتون زیاته کړه: «مشخص شو چې بریالی نه و. نه دا چې مونږ ډیر کار ترسره کړو، خو ما ولیدل چې په غیر قانوني ډول د یوه انتخاب شوي ولسمشر د را نسکورولو له پاره اپوزیسیون ته څه لازم و او هغوي ناکامه شول.»
په ۲۰۱۹م کال کې کله چې جان بولتون د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله په واضح ډول یي د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له واک څخه د لیري کیدو له پاره د حکومت د مخالفینو د مشر خوان ګوایدو، د غوښتنې ملاتړ کړی و؛ په دې استدلال چې د نیکولاس مادورو دویم ځلي انتخاب نا مشروع و. خو په پای کې مادورو په واک کې باقي پاتې شو.
د «سي ان ان» کوربه وویل: «داسې انګیرم چې (بی له وینزویلا) نور شیان هم شته چې ماته یي نه وایاست. بولتون ځواب ورکړ: ډاډه یم چې شتون لري.»
د بهرني سیاست په برخه کې ډیر شمیر کارپوهانو د کلونو راهیسې په نورو هیوادونو کې د واشنګټن د مداخلې کولو پر تاریخ نیوکه کړې ده. د هغو له جملې څخه په ۱۹۵۳م کال کې د ایران د هغه وخت د ملتپاله لومړي وزیر محمد مصدق په را نسکورولو کې، د ویتنام په جګړه کې او په روانه پیړۍ کې پر عراق او افغانستان حملو کې د دغه هیواد پر رول انتقاد کوي.
خو دا د امریکایي چارواکو له پاره یوه غیر عادي خبره ده چې په ښکاره ډول دې په بهرنیو هیوادونو کې ناکراریو ته په لمن وهلو کې خپل نقش درلودل تائيد کړي.
د «بي بي سي» شبکې کینیایي خبریال دیکنز اولیو، په خپل تویتر کې لیکلي دي: «جان بولتون چې د متحده ایالاتو په لوړو مقامونو، د هغو له جملې څخه په ملګرو ملتونو کې د سفیر په توګه خدمت کړی دی په تصادفي ډول یي په نورو هیوادونو کې د کودتا د پلانولو په هکله خبرې کړي دي».
akh/sn (Reuters)