1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوډان

له سوډانه د آلماني وگړو لومړۍ الوتکه برلين ته رسېدلې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

له سوډان څخه د آلمان لومړنې درې پوځي الوتکې د یکشنبې په شپه او بيا د دوشنبې پر سهار اردن ته رسيدلي دي.له سوډانه د آلماني وگړو لومړۍ الوتکه برلين ته هم رسېدلې. يو شمیر هېوادونه له سوډانه د خپلو اتباعو په را ايستلو بوخت دي

Deutschland | Luftwaffe evakuiert Bundesbürger aus dem Sudan
انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture alliance

د آلمان پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی په بریالیتوب سره له سوډان څخه ۳۱۳ کسان اېستلي دي. زياته شوې چې يکشنبه د شپې او دوشنبه  سهار وختي لومړنۍ درې ټرانسپورټي الوتکې اردن ته رسیدلې وې. د آلمان د وسله والو ځواکونو یوه ویاند د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي چې د ایربس A۴۰۰Ms درې پوځي ټرانسپورتي الوتکو «د آلمان او نورو هېوادونو اتباعو» د رایستلو لپاره له سوډانه پرواز کړی دی. هغه وویل چې د تخلیې لړۍ ښه سر ته رسېدلی او درېیمه الوتکه چې شاوخوا ۱۰۰ کسان پکې سپاره وو، د سهار په ۰۲:۲۵ دقیقو په اردن کې ښکته شوه.

په دې اړه اړوند مطلب:طالبان له سوډان څخه افغانان تخلیه کوي

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په ټویټر کې ویل شوي چې د سهار په ۰۶:۱۵ دقیقو ، لومړۍ A۳۲۱ مسافر وړونکې الوتکه له ۱۰۱ کسانو سره برلین ته ورسیده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «امنیتي وضعیت ته په کتو سره د تخلیې لپاره نورې الوتنې هم پلان شوې دي.«

اړوند مطلب:په سویلي سوډان کې په زرگونه نوي ماشوم سرتیري

په پلازمېنه خرطوم کې د سوډان د کنټرول لپاره سخته جګړه روانه ده، چې له امله ډېری هېوادونه د خپلو اتباعو د رایستلو لپاره هلې ځلې کوي. دوو فرانسوي الوتکو د بیلابیلو هېوادونو اتباع چې شاوخوا ۲۰۰ ته رسېږي، جیبوټي ته انتقال کړي دي، او د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په ټولیز ډول شاوخوا ۳۰۰ کسان ایستلي دي. آیرلینډ همداراز وایي چې دوی د خپلو اتباعو او اړوندو کسانو د مرستې لپاره اضطراري ټیم لیږلی.

متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی شاوخوا ۱۰۰ کسان، د متحده ایالاتو دولتي پرسونل، د دوی اړوند کسان او ځینې بهرني ډیپلوماتان - په چینوک هلیکوپټرو کې انتقال کړي دي. انګلستان ویلي چې دوی په دغه "پیچلي او ګړندي" عملیاتو کې ډیپلوماتان او د دوی کورنۍ په یو پرواز کې انتقال کړي دي، په ورته وخت کې د سوډان په شمال کې پروت هېواد، مصر ویلي چې د ځمکې له لارې د دوی ۴۳۶ اتباع خپلو کورونو ته رسول شوي دي.د ملګرو ملتونو د موټرو او بسونو یو اوږد کاروان هم له خرطوم څخه د ځمکې له لارې په ختيځ کې د تورې بحيرې د سوډان بندر پر لور روان دی.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

په خرطوم کې د جګړې دویمه اونۍ

د اپرېل په ۱۵مه نيټه د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان ته د وفادارو ځواکونو او د هغه سیال محمد حمدان دګلو تر منځ چې د »هامتي« په نوم پيژندل کيږي، جګړه پیل شوه. نوموړی د آر اس اف  ملیشو د چټک ملاتړ ځواکونو مشري کوي. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په جګړو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۰ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې په زرګونو خلک  په خپلو موټرو او یا هم په پښو تښتېدلي خو په میلیونونو نور هم د ډزو، چاودنو او لوټمارۍ په ترڅ کې له کافي خوړو، اوبو او برېښنا پرته په خپلو کورونو کې پاته دي.

اړوند مطلب:د سوډان د ولسمشر پرضد د احتجاجونو لړۍ دوام لري

د هامتي RSF ملیشې د جنجاوید جنگيالو څخه سرچينه اخلي چې د نسل وژنې په گډون په يو شمیر جنگي جرمونو تورن دي. دغه ډله په دارفور سيمه کې د پخواني ولسشر البشير له ملاتړه هم برخمنه وه. د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې له پراخو ولسي اعتراضونو وروسته پوځ بشیر له واکه گوښه کړ.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

دواړو جنرالانو بیا له یوې شورا څخه واک ترلاسه کړ چې هڅه یې کوله د ۲۰۲۱ تر کودتا وروسته ډیموکراټیک حاکمیت پیل کړي، خو وروسته یې له یو بل سره مخالفت پیل کړ، د مخالفت په موضوعگانو کې پر نورو سربیره په منظمه اردو کې د آر اس اف د ادغام د پلان پر سر شخړه ده.

په دې وروستیو ورځو کې د اوربند څو وړاندیزونه يا تړونونه شوي ول خو يو یې هم بريالی نه وو.

م.ا/ ب. ص (AFP, dpa, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل