1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبریالانو د ملاتړ پر بنسټونو، د خبریالانو نېوکې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ تیر ۳۱, جمعه

کابل کې د خبریالانو د عدالت غوښتنې حرکت وايي چې د خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونه دې د ژورنالیزم د لنډمهاله زده کړو لړۍ ودروي، ځکه په وینا یې دې کار د مسلکي ژورنالیستانو د کار ساحه لا ستونزمنه کړې ده. خو د نۍ ځواب څه دی؟

Symbolbild l Presse, Journalist, Reporter
انځور: Mihajlo Maricic/PantherMedia/IMAGO/ Mihajlo Maricic

د خبریالانو د عدالت غوښتنې خوځښت د پنجشنبې په ورځ ) ۲۰۲۲م کال د جولای ۲۱( په کابل کې خبري غونډې ته ویلي چې د خبریالانو د ملاتړ په نامه ځیني بنسټونه نامسلکي کسانو ته د ژورنالیزم د لنډ مهاله کورسونو په جوړولو سره د مسلکي خبریالانو په حق کې ظلم کوي.

دغه بنسټ تر ډېره د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نۍ ته ګوته نیسي، چې د اونیزو، میاشتنیو لنډمهاله زده کړو سربیره یې په دې وروستیو کې د خبریالانو د روزنې له پاره د دوه کلنو زده کړو انستیتیوت هم جوړ کړی دی.

د یاد بنسټ د مشرتابه یوه غړي علیم ضیايي دویچه ویله ته وویل: «د خبریالانو د عدالت غوښتنې حرکت له دغو بنسټونو غواړي چې د خپلو لنډمهاله کورسونو لړۍ دې ودروي او تر دې ډېر دي د خبریالانو په حق کې خیانت نه کوي.»

دغه راز د دغه بنسټ، یوشمېر نور غړو تور ولګاوه چې ځېنې هغه بنسټونه چې د خبریالانو د ملاتړ په نوم فعالیت کوي په دې وروستیو کې یې تش په نامه خبریالانو ته د پیسو په بدل کې د خبریالۍ سندونه ورکړي دي.

د بنسټ یوه غړي رسول شهزاد په دې اړه وویل: «په داسې حال کې چې همدااوس په هېواد کې سلهاوو مسلکي خبریالان بې کاره دي، ځینې له دغو نهادونو لنډمهاله کورسونه جوړوي او بیا پرې د پیسو په بدل کې د خبریالۍ سندونه ویشي.»

خو د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی بیا د دغه بنسټ لګول شوي ټول تورونه رد کړل. په کابل کې د نۍ دفتر مسؤل ظریف کریمي دویچه ویله ته وویل: «موږ هیڅ وخت خبریال ته د خبریالۍ کارت نه دی ورکړی یا مو هغوی سل فیصده رسنیو ته نه دي معرفي کړي چې هلته کار وکړي، په رسنیو کې د خبریالانو ګومارنه په رسنیو پورې اړه لري چې باید اسناد او سوابق یې و ارزوي».

کریمي زیاتوي چې د خبریالانو د ظرفیت لوړولو له پاره حق لري چې اوږدمهاله او لنډمهاله زده کړې ورکړي چې د دې فعالیت له پاره یې د لوړو زده کړو، اطلاعات او فرهنګ وزارت او د تخنیکي مسلکي زده کړو ادارې څخه د فعالیت جواز هم ترلاسه کړی دی.

د خبریالانو د عدالت غوښتنې حرکت ویلي دي چې په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته یوشمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي چې له امله یې لسګونه خبریالانو هم خپل کار له لاسه ورکړی.

د خبریالانو د ملاتړ د دغه بنسټ یوې ښځېنه غړې بهشته شالیزي وویل، وروستیو بدلونونو په رسنیز ډګر کې تر هرچا ډېر ښځېنه خبریالانې ځپلې، ځکه ډېرې یې اوس پر کور ناستې دي.

دې له نړېوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د تېر شلونو کلونو په څېر لاهم د خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې په دغه هېواد کې د وینا خپلواکي په بشپړ ډول ختمه نه شي.