1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د طالبانو په راتګ سره لسګونه رسنۍ بندې شوي دي

۱۴۰۰ شهریور ۲۷, شنبه

د خبریالانو نړیوال فدراسیون اعلان کړی چې پر افغانستان د طالبانو تر کنترول وروسته ۱۵۳ رسنۍ د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ شوي، ښځینه خبریالانې له کاره محرومې شوي او د رسنیو په زرګونو کارمندانو خپلې دندې پريښې دي.

Journalisten in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (آی اف جي) په افغانستان کې د رسنیو د ستونزمن وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي فدراسیون په افغانستان کې د رسنیو د کارمندانو پر وړاندې په مخ پر ډیریدونکي ډول تاوتریخوالي، د بیان پر آزادۍ برید، په دغه هیواد کې د دوی د امنیت پر څرنګوالي او پر خبریالانو د طالبانو بریدونه وغندل.

د نوموړي بنسټ په حواله د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته لږ تر لږه ۱۵۳ رسنۍ د خپلو فعالیتونو بندولو ته اړ شوي دي. سربیره پر دې ښځينه خبریالانې له کاره محرومې شوي دي او د رسنیزو کارمندانو پر وړاندې په مخ پر ډیریدونکي ډول ګواښونو او تاوتریخوالي او د مخابراتي شبکو پرې کیدل، د ډیر شمیر خبریالانو د کارونو مخ ته خنډ جوړ شوی دی.

نوموړي فدراسیون لیکلي دي چې د خبریالانو د نیول کیدو، د هغو د وسایلو غضب، وهل او ټکول کیدو او شکنجې په اړه رپوټونه د زیاتیدو په حال کې دي.

د خبریالانو د دغه مدافع بنسټ د اطلاعاتو په اساس د طالبانو تر تصرف وروسته تر ۷۰۰۰ ډیر رسینز کارمندان اغیزمن شوي دي. دوی یا خپلې دندې پريښې دي او یا هم له ویرې پټ شوي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون مشر انتوني بلانګر ویلي دي: «زه په دې باور یم هغه څه چې مونږ به یي شاهدان اوسو، یوه رسمي رسنه - او بی د ښځو له موجودیت څخه یوه طالباني رسنه وي.»

نوموړي فدراسیون د خپل رپوټ په یوه برخه کې د طالبانو له لورې د مظاهرو منع کیدو ته اشاره کړې ده. په رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو د سپټمبر میاشتې په ۸ نیټه د یوه فرمان په صادرولو سره مظاهرې او تجمعات یا را ټولیدنې منع اعلان کړل، یوه ورځ وروسته له هغې د کابل په ځینو برخو کې د دوی په امر تلیفوني او انټرنټي خدمات هم قطع شول.

افغان خبرياله: په «اسلامي امارت» کې ځان بندیوانه احساسوم

This browser does not support the audio element.

افغان خبریال احمد وحید پيمان چې اوس آلمان ته تښتیدلی دی دغه فدراسیون ته ویلي دي چې د ښځينه خبریالانو فعالیتونه منع شوي دي او له رسنیو څخه د ساتیرۍ پروګرمونه هم په بشپړ ډول لغوه یا لیري کړای شوي دي: «طالبان یوازې داسې ښکاره کوي چې له خلکو سره له زغم څخه کار اخلي، څو په نړیواله کچه په رسمیت وپيژندل شي، خو په پراخه پيمانه د دوی د بریدونو بیلګې موجودې دي.»

بل لور ته نوموړي فدراسیون لیکلي دي چې د طالبانو له خوا د افغانستان له زندانونو څخه تر ۱۰۰۰ تنو د ډیرو خطرناکو بندیانو آزادیدل، هغه خبریالان چې د دوی د نیول کیدو بهیر یي تر پوښښ لاندې نیولی وو هم په جدي توګه ګواښي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د رپوټ پر بنسټ د دغو ټولو تهدیدونو او تاوتریخوالي سربیره خبریالان چپه خوله نه دي پاتې او خپل غږ یي پورته کړی دی. په دې وروستیو کې د رسنیو ۱۵۰ تنو کارمندانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره د افغان خبریالانو د ژغورنې له پاره د مشخصو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمیسارۍ هم د سپټمبر میاشتې په لسمه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو وغوښتل چې د هغو کسانو چې له خپل مسلم حق څخه دفاع کوي او د هغو خبریالانو چې د دوی مظاهرو ته خبري پوښښ ورکوي، له خودسرانه نیولو او پر وړاندې یي له زور څخه کار اخیستنه دې په عاجل ډول بنده کړي. 

د افغانستان د خبریالانو نړیوال فدراسیون ټینګار کړی دی چې دغه فدراسیون به د افغانستان د خبریالانو ملاتړ او د حماوي صندوق له لارې د مرستو را ټولول جاري وساتي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل