1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال ۶۷ رسنيز کارکوونکي ووژل شول

۱۴۰۱ آذر ۱۹, شنبه

په اوکراين کې د روسيې جګړه، په هايټي کې ګډوډي په مکسيکو کې د جرمي ډلو زياتېدونکي تاوتريخوالي او د پاکستان سياسي کړکېچ په ۲۰۲۲ کال کې د خبريالانو د وژنې موارد ډېر کړي دي. دغه خبره د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون کړې ده.

Mexiko Journalistenmorde Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP/M. Ugarte

د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون وايي چې سږکال ۶۷ ژورناليستان او رسنيز کارکوونکي تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې وژل شوي دي. تېر کال دغه شمېر ۴۷ ته رسېده.

په بروکسل کې مېشتې دغې ډلې هغه ۳۷۵ ژورناليستان هم ياد کړل چې د کار او فعاليت له کبله يې په زندان کې دي، چې تر ټولو لوړې شمېرې يې په چين کې او په ترتیب سره د هانکانګ په شمول، په ميانمار او ترکيه کې ليدل کيږي.

د تېر کال په رپوټ کې له ۳۶۵ ژورناليستانو څخه يادونه وشوه چې په زندان کې دي. د رسنيزو کارکوونکو د وژنو په ډېرېدو سره دغه سازمان اوس پر حکومتونو غږ کړی چې د ژورناليستانو د ژغورنې او د ژورناليزم د آزادۍ له پاره زياتې هلې ځلې او اړین اقدامات پورته کړي.

په مکسيکو او هايتي کې د وژنو د ډېرېدو تر څنګ د پاکستان په سياسي کړکېچ کې د پنځو ژورناليستانو وژنه او په کولمبيا کې خبريالانو ته ګواښونه هم ذکر شوي دي.

همداراز د الجزيره د يوې ژورناليستې شيرين ابو عاقله وژنه هم ياده شوې چې د فلسطينيانو د کډوالو له يوه کمپ څخه يې رپوټ ورکاوه.

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

الجزيره د جزا له نړيوالې محکمې څخه په روانه اوونۍ کې غوښتنه کړې چې د هغې د وژنې په هکله پلټنې پيل کړي.

په بروکسل کې مېشت د ژورناليستانو نړيوال فدراسيون په ۱۴۰ هېوادونو کې له ۶۰۰ زرو رسنيزو کارکوونکو څخه استازيتوب کوي. د دغه سازمان رپوټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ورځې په پلمه خپور شوی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب