د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې خبريالان د سترو خطرونو په منلو سره خپل کار ته دوام ورکوي. د بې پولې خبريالانو ټولنې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۴) د خپل کلني رپوټ لومړۍ برخه چمتو کړې ده. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې د زنداني خبريالانو شمیر اوس هم لوړ دی.
د دې سازمان په خبره د دسمبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې په رسنيو پورې تړلي ۳۸۷ کسان بنديان ول چې په دې توگه د تېر کال په پرتله د بنديانو شمير يوازې دوه نفره کم وو.
د رپوټ په دويمه برخه کې به چې په پام کې ده د نوي عيسوي کال تر پېليدو لږ د مخه نشر شي، د هغو خبريالانو په اړه چې وژل شوي دي، ارقام نشر شي.
د بې پولې خبريالانو ټولنې د آلمان د برخې مشره کاتيا گلوگر وايي: «په نړۍ کې د زنداني خبريالانو لوړ شمېر پر هغو خطرونو رڼا اچوي چې د مطبوعاتو د آزادۍ په مقابل کې موجود دي.» د نوموړې په خبره ډېر حکومتونه د اعتراضونو، گډوډيو او کرونا په څېر يوه بحران په اړه د خبر ورکوونکو په اړه غبرگون ښيي.
گلوگر وويل: «د دې هرې يوې قضیې تر شا د يوه انسان برخليک پروت دی چې له اوږده بند او احتمالي ناوړه چلن سره مخ کيږي، ځکه چې سانسور او يا جبر ته یې غاړه نه ده ايښې.»
د گلوگر همکاره سولوي آهرنس اوربانه له افریقا څخه يوه ځانگړي مثال ته اشاره کوي. د هغې په خبره د زيمبابوې خبريال هوپويل چيننو له ډېرې مودې راهيسې د کرونا د مريضانو له پاره اړينو هغو درملو په اړه څېړنې کولې چې حکومت یې په ډېره لوړه بيه پلوري. نوموړی «د زور زياتي په کارولو سره په خپل کور کې ونيول شو او زندان ته اوچول شو.» آهرنس اوربانه وويل چې دا خبريال يوه نيمه مياشت بندي وو او په ضمانت د آزاديدو غوښتنه یې څو ځلي رد شوې وه.
اړونده موضوع:بې پولي خبریالان: پاکستان د افغان خبریال په گډون شپږ خبریالان ګواښي
د بې پولې خبريالانو ټولنې په دې رپوټ کې راغلي چې د روان ميلادي کال له پسرلي راهيسې تر اوسه پورې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې ۱۳۰ خبريالان يوازې د کرونا په اړه په اصطلاح د خپل سري رپوټ ورکولو له وجې نيول شوي دي چې ځينې یې څو ساعت يا څو ورځې او نور بيا څو اوونۍ بنديان ول. د دې سازمان په خبره اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۴ خبريالان يوازې د کرونا په اړه د رپوټ ورکولو له وجې په زندانونو کې دي.
ب. ص/ ن. ز (Marcel Fürstenau)
زموږ له آرشيف څخه:
ژورنالیزم: یو خطرناک فعالیت
د ۲۰۱۸م کال په تيرو لسو میاشتو ۷۳ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي. خو یوازې د جګړو په سیمو کې نه. د تحقیق کوونکو خبریالانو پر وړاندې ګواښونه مخ پر زیاتیدو دي او تیرکال ځيني نیول شوي او بندیان شوي دي. انځور: Getty Images/C. McGrath بلغاریا، ویکتوریا مارینووا د بلغاريا تلویزون دغه ۳۰ کلني نطاقې د اروپایي اتحادیې د مرستو په ترڅ کې د ادعا شوي فساد په هکله څیړني کولي. هغه په اکتوبر میاشت کې د بلغاريا په شمالي ښار روز کې په بې رحمه ډول وژل شوې ده.
انځور: BGNES سعودي عربستان، جمال خاشقجي ۶۰ کلن لیکوال، د واشګنټن پوسټ له پاره مقاله لیکونکی او د العرب نیوز خبري چنیل مسئول مدیر جمال خاشقجي، وروستی وار د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته د تګ پر مهال لیدل شوی وو. هغه ځینو اسنادو ته اړتیا درلوده. نامزادي یې د قونسلګرۍ د باندې ۱۱ ساعته انتظار وکړ، خو وایي چې هغه را ونه وت. خاشقجي ترمخه ویلي ول چې د سعودي مشرتابه غواړي دی ووژني.
انځور: Reuters/Middle East Monitor سلواکیا، یان کوڅیاک او مارتینا کوزنیرووا د پولیسو یو پخوانی افسر د تحقیقاتي ژورنالیست جان کوچیاک او د هغې د ملگري مارتینا کوزنیرووا قاتل بلل شوی دی. دغه قتل د سترو احتجاجونو سبب شو او لومړی وزیر یې استعفا ته اړ کړ. کوڅیاک د حکومت او ایټالیا د مافیا تر منځ د اړیکو په هکله څیړنې کولي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Voijnovic مالتا، دافنه کاروآنا ګالیتزیا تحقیقاتي ژورنالیستې دافنه کاروآنا ګالیتزیا، چې د مالتا هیواد د لومړي وزیر جوزف موسکات او د پاناما پیپرز یې د احتمالي تړاو په هکله څیړنې کولې، په ۲۰۱۷م کال کې په خپل موټر کې د یوه بمي برید قرباني شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/L.Klimkeit میانمار، وا لون او کایا سویي د رویټرز خبریال وا لون او کایا سویي د روهنګیا مسلمان لږکیو د وژنو په هکله رپوټونه ورکړل. هغوی د ۲۰۱۷م کال په دسمبر میاشت کې وروسته له هغې ونیول شول چې له پولیسو سره د ملاقات له پاره ماښامنۍ ته وربلل شوي ول. په سپتمبر میاشتې کې ۳۹ وارې په محکمه کې د حاضریدو او ۲۶۵ ورځې په بند کې د تیرولو وروسته د اوو کلونو بند په سزا محکوم شول.
انځور: Reuters/A. Wang تر افغانستان او سوریې وروسته مکسیکو د خبریالانو له پاره تر ټولو خطرناک ځای ګڼل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې په دغه هیواد کې ۱۴ ژورنالیستان وژل شوي او په روان میلادي کال کې لس نور خبریالان وژل شوي دي. ۳۵ کلن خبریال ماریو کومیڅ په سپتمبر میاشت کې هغه مهال ووژل شو چې له خپله کوره راووت. هغه ته د دولتي چارواکو په هکله د فساد د څیړنو په ترڅ کې د مرګ ګواښونه شوي ول.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Cortez افغانستان، صمیم فرامز او رامز احمدي د تلویزون خبریال صمیم فرامرز او کمره من یي رامز احمدي هغه مهال په سپتمبر میاشتې کې ووژل شول چې د کابل په لویدیځ کې یي د یوه برید په هکله رپوټ چمتو کاوه. د هغوی د ژوندۍ خپروني تر ختمیدو سملاسي وروسته د موټر بم چاودنه وشوه او دوی پکښې ووژل شول. افغانستان اوس هم په نړۍ کې د خبریالانو له پاره یو له خطرناکو هيوادونو څخه دی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai برازیل، مارلون دي کاروالو د برازیل په ټاکنیز کمپاین کې ستره موضوع فساد وه. د راډیو خبریال کاروالو، د رشوت اخیستني موضوع ته خپله توجه اړولې وه او په فساد کې يې د چارواکو د احتمالي ښکیلتیا په هکله لیکنې کړې وې. په اګست میاشت کې څلور وسله وال سهار وختي د هغه کور ته ورننوتل او هغه یي په ډزو وواژه.
انځور: Getty Images/AFP/E. Sa کشمیری خبریال شجاعت بخاري په سرینګر کې د ورځپاڼې د دفتر دباندې وویشتل شو. بخاري چې یو وخت يي له دویچه ویله سره هم کار کاوه د هند او پاکستان تر منځ په سوله ایزه توګه د شخړې د هواریدو په هکله هلې ځلې کولې.
انځور: twitter.com/bukharishujaat امریکا متحده ایالات، دي کیپیټل ورځپاڼه د دغې ورځپاڼې ایډیټر وینټرز، د هغه مرستیال روبرت هیاسن، لیکوال ګیرالد فشمن، خبریال جان مک نامارا او د خرڅلاو د برخې مرستیاله ریبیکا سمت په جون میاشتې کې هغه وخت ووژل شول چې په دفتر کې پرې وسله وال برید وشو. هغه کس چې پر نوموړې ورځپاڼې یي شهرت ته د زیان اړولو دعوه کړې وه، د پيښې په ځای کې ونیول شو.
انځور: Getty Images/AFP/M. Ngan