1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د انعکاس تلويزيون کارکوونکو ولې ډله يزې استعفاوې کړې؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۷, یکشنبه

د انعکاس تلوېزیون د کارکوونکیو له وژل کېدو وروسته د دې تلوېزیون یو شمېر کارکوونکو دندې پرېښي. د دغو استعفاوو اصلي دليل امنيتي اندېښنې ښودل شوې دي.

Afghanistan Straßenszenen in Dschalalabad
انځور: DW

د انعکاس تلوېزیون د دوبلاژ برخې د درېو ښځینه کارکوونکیو له وژلو وروسته د دغې تلوېزیون یو شمېر کارکوونکیو دندې پریښي دي.

د یاد تلوېزیون پر درېو کارکوونکو څو ورځې مخکې جلال اباد ښار کې دوه هم‌مهاله بریدوه وشول، چې پکې د دوبلاژ برخې درې کارکوونکې، سعدیه سادات، مرسل او شهناز ووژل شوې او دوه لاروۍ مېرمنې ټپيانې شوې.

د دې تلوېزیون مشر انجینیر زلمي لطیفي ویلي، د شنبې ورځې تر مازیګره یې شپږ کارکوونکو دوی ته استعفاوې استولي او منظور شوي دي.

په تازه مستعفي خبریالانو کې د انعکاس تلوېزیون د خبر برخې مشر سمیع الله درانی او د هغه مرستیال هم شامل دي.

په دغه ډله کې د انعکاس تلوېزیون سیمه‌ییز خبریال جاوید رازمند هم راځي.

دی چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې انعکاس سره کار کاوه دویچه وله ته وویل چې د اوسنۍ استعفا لامل یې امنیتي تهدید دی او له همدې امله ده او نورو همکارانو یې دندې خوشې کړې.

دی وايي، د دوی شاوخوا لسو کسانو غوښتل استعفا وکړي؛ خو اوس دقیق مالومات نه لري چې د څو یې منل شوې ده.

جاوید رازمند زیاتوي، تېرو شاوخوا درېو میاشتو کې د دوی د څلورو ښځینه همکارانو وژلو اندېښمن کړي وو او له همدې امله یې نور دغې رسنۍ سره مخه ښه وکړه.

شاوخوا درې میاشتې مخکې هم د انعکاس تلوېزیون خبریاله او د خپرونو چلوونکې ملاله میوند جلال اباد کې د خپل کور مخې ته داسې مهال له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شوه، چې دفتر ته روانه وه.

هاغه مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د ملالې میوند د قاتل د نیولو خبر ورکړی و؛ خو وروسته په دې برخه کې هېڅ ډول جزیات رسنیز نه شول او دغه مسئله همداسې ګونګه پاتې شوه.

د انعکاس د تازه وژل شویو درېو ښځینه کارکوونکیو له وژنې وروسته هم د ننګرهار امنیه قومندان جمعه ګل د یوه بریدګر د نیولو خبر ورکړ؛ خو د دوی له لوري پر خواله رسنیو بریدګر ته منسوب عکس له خپرولو وروسته د خلکو له لوري له تندو غبرګونو سره مخ شول.

د خواله رسنیو کارنو ویل: « داسې حال کې چې د انعکاس درې کارکوونکې له مازیګر وروسته ماښام ته نیږدې وژل شوي؛ خو حکومت داسې عکسونه خپاره کړي چې له بریدګره په اوچت لمر کې اخستل شوي.«

څو کاله مخکې هم د انعکاس تلوېزیون له لسو ډېرو کارکوونکیو د ځینو ستونزو له امله په ډله‌‌ییز ډول استعفاوې کړې وې، چې هغه مهال یې د استعفا ډېر جزئیات رسنیز نه شول.

روان لمریز کال افغان خبریالانو له پاره تر ټولو خونړی کال دی.

تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې د افغانستان په مرکز کابل او ولایتونو کې لس خبریالان وژل شوي.

په دې موده کې د ځینو خبریالانو د کورنیو غړي هم وژل شوي او ځینې ژوبلېدلي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ګډون د خبریالانو د دفاع بنسټونو او نړیوالو د افغان خبریالانو په وژنې اندېښنه ښودلې او افغان حکومت یې د خبریالانو د ساتنې مسئول بللی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل