1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

یونیسکو: د خبریالانو اکثره قاتلان نه مجازات کیږي

۱۴۰۱ آبان ۱۱, چهارشنبه

یونیسکو ویلي دي چې په نړیواله کچه د خبریالانو د وژنې په قضیو کې عاملینو ته سزا نه ورکول کیږي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي دي چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو کې له ۲۰۲ وژل شوو خبریالانو څخه ۱۱۷ یي د دندې پر مهال وژل شوي دي.

Pressefreiheit Medienfreiheit in Afrika | Journalisten bei der Arbeit in Somalia
انځور: Mohamed Dahir/AFP/Getty Images

د یونیسکو علمي، کلتوري او روزنیز سازمان د چهارشنبې (د نومبر میاشتې پر ۲ نېټه) په ورځ خپاره کړي یوه رپوټ کې ویلي دي چې په ټوله نړۍ کې د خپل وظیفوي مسئولیتونو د ادا کولو پر مهال د وژل شوو خبریالانو په ډیري مواردو کې عاملین په سزا نه رسول کیږي.

د ژورنالیستانو د قاتلانو د مصئونیت ختمولو نړیواله ورځ

نوموړي ادارې د خبریالانو پر وړاندې د مجرمینو له پاره د استثنا پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي یوه رپوټ کې ویلي دي چې د خبریالانو د وژنې له پاره په نړیواله سطحه د مصئونیت کچه «په حیرانوونکي ډول لوړه» ده.

اړوند: افغان خبريالانې: هغه ورځې نږدې دي چې په رسنيو کې به هيڅ ښځه نه وي

یونیسکو ویلي دي چې د «خبریالانو د وژنې له پاره مصئونیت د نه منلو وړ حد پورې یعنې ۸۶ سلنه دی.»

د خبریالانو قاتلانو ته سزا باید تضمينه شي

یونیسکو د خبریالانو پر ضد ترسره کیدونکو جرایمو اړوند تحقیقاتو او د هغو د عاملینو د پيدا کولو او په سزا رسولو د یقيني کولو په خاطر د ټولو اړینو اقداماتو پورته کولو غوښتنه وکړه.

 د یونیسکو مشر ادری ازولی، په یوه اعلامیه کې ویلي :«که د نا حل شوو قضیو وضعیت دومره حیرانوونکی دی، بیا نو د بیان د آزادۍ ساتنه او حفاظت نه شي کیدلی.» هغه وویل چې استثنا یا مصئونیت «تحقیقاتي رپوټ جوړونې ته ډیر زیان» رسوي.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ ۱۱۸خبریالان د دندې د اجرا کولو پر مهال وژل شويانځور: Chokri Mahjoub/ZUMA Wire/IMAGO

د ژورنالیستانو پر وړاندې د تشدد مسئله

یونیسکو تیره لسیزه د استثنا یا د خبریالانو د قاتلانو مصئونیت په کچه کې د ۹ سلنې پوائنټونو د کمښت هرکلی وکړ، خو د هغه په وینا دا د تشدد د مخنیوي په برخه کې ناکافي و.

د دغه رپوټ په حواله د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱م کلونو ترمنځ ۱۱۸خبریالان د دندې د اجرا کولو پر مهال وژل شوي دي، په داسې حال کې چې ۹۱ نور بیا په داسې وخت کې وژل شوي چې هغوی په دندې بوخت نه ول.

د بې سرحده خبريالانو ټولنې د طالبانو له خوا پر ژورناليستانو د فشار له کبله نیوکه وکړه

په رپوټ کې ویل شوي دي: «ډېر شمیر خو حتی د دوی د ماشومانو او کورنۍ د غړو مخته وژل شوي دي.»

یونیسکو ویلي دي له غړو هیوادونو سره د ملي رسنیو له پاره د قوانینو او پالیسیو پر جوړونې او نافذولو ګډ کار کوي. د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ماریه ریسا هم «ګلوبل میډیا فورم» ته وینا کې پر دې موضوع تمرکز کړی و.

نوموړې قاضیانو، څارنوالانو او امنیتي ځواکونو ته هم روزنه ورکوي چې د خبریالانو د حقونو پلې کیدل، د دوی پر وړاندې د بریدونو په اړه د تحقیقاتو ترسره کیدل او محاکمه کیدل یي تضمین شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب