ایا د ژورناليستانو او سیاستوالو تلیفونونه اوریدل کیږي؟
۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه
د څو رسنیو د رپوټونو په حواله په ټوله نړۍ کي د په سلونو اشخاصو تلیفونونه د استخباراتي ادارو او پولیسو له خوا اوریدل سوي او جاسوسي یې کیږي. په دې لار کي د اسرائيلي سافټ ویر«فیګاسوس» څخه استفاده کیږي.
اعلان
د ژورناليستانو د یوې نړيوالي اتحادیې په دغو څیړنو کي د جرمني، زوید دویچه څایټونګ، او څایټ د ورځپاڼو تر څنګ د دغه هیواد درې ټلویزوني چینلونه او همدارنګه د لسو هیوادونو ۱۵ نورو رسنیو او نشریو برخه درلوده.
لکه څنګه چي دغو رسنیو خبر ورکړی دی، د ډیرو هیوادونو استخباراتي ادارو او پولیسو د اسرائیلي «ان اس او» شرکت د «فیګاسوس» سافټ ویر څخه سؤاستفاده کړې ده، تر څو په دې وسیلې سره د ژورناليستانو، بشري حقوقو فعالینو، مدافع وکیلانو او سیاستوالو تلیفونونه واوري.
د رسنیو د دغه تحقیقاتي ټیم په حواله هغوی د منع سوو داستانو د سازمان او بخښني نړيوال سازمان سره په ګډه د تلیفونو تر ۵۰۰۰۰ نمرې ارزیابي کړي چي شک کیږي تلیفونونه یې له ۲۰۱۶م کال راهیسي اوریدل سوي دي.
د نوموړي رپوټ پراساس د کارپوهانو په منځ کي د اسرائیلي شرکت له خوا د «پیګاسوس» سافت ویر پروګرام په اوسني مارکیټ کي د تلیفونو د جاسوسۍ او مراقبت تر ټولو قوي پروګرام دی او ورته د یوې ښې سایبري وسلې په سترګه کتل کیږي.
«پیګاسوس» داسي یو کمپیوټري پروګرام دی چي کولای سي بې له دې چي څوک په پوه سي، آیفون او اندروید سمارت تلیفونو ته ننوزي او په ډېري اسانۍ سره تلیفونونو، مسیجونو، ایمیلونو او حتی تړلي چېت ته ور ننوزي او تعقیب یې کړي.
د «پیګاسوس» سافت ویر قادر دی چي د تلیفونونو کمرې او مکروفونونه پخپله چالانه کړي. معنی دا چي هغه کولای سي پر سم وخت باندي تلیفونونه واوري او جاسوسي یې وکړي.
د اوسني تازه رپوټ پراساس په جاسوسي سوو تلیفونونو کي په ګرده دنیا کي د بې حده ډیرو ژورناليستانو د تلیفونو نمرې شاملي دي. د «ګارډین» ورځپاڼي په حواله په هغو کي د نورو تر څنګ د فرانسې خبري آژانس، رویترز، المان خبري آژانس او همدارنګه «نیویارک ټایمز»، «له موندو»، «ایل پاییس» ورځپاڼو، الجزیره او سي ان ان تلویزوني چینلو او «راډیو فري یورپ» راډیو او نور ژورناليستان شامل دي.
د رپوټ پراساس د تر تعقیب او جاسوسۍ لاندي کسانو کي د سعودي د وژل سوي تبعه جمال قاشقجي د نامزدي، هاتیسه چنګیز موبایل تلیفون هم شامل دی. ویل کیږي چي د هغې تلیفون ته د قاشقجي تر مرګ څلور ورځي وروسته بې له دې چي هغه ورته متوجه سي، د پیګاس سافت وير پروګرام ورداخل سوی.
د «واشنګټن پوست» په حواله په هغه ليست کي چي تلیفونونو ته یې دغه پروګرام ورداخل سوی، د ډیرو جمهور رئیسانو، صدراعظمانو، د عربستان د شاهي کورنۍ د غړو، دیپلوماتانو او ډېرو تجارانو د تلیفون نمرې شاملي دي. خو دا چي دا کار څوک کوي او تر شا یې څوک پټ دی، تر اوسه لا په ښکاره ډول سره څه نه دي ویل سوي.
په تيرو وختونو کي جاسوسانو دغه شان وسله د ځان د حفاظت له پاره ډېره گټوره بلله.
انځور: DW/Hossein Kermani
د قلم په شکل وسله
له دغو قلمانو څخه د نويشتې له پاره کار نه اخيستل کېدی. د دې قلمانو ښه والی په دې کي و چي ماشه ئې ژر کشېدله.
انځور: DW/Hossein Kermani
په ۱۹۷۰م کال کي د «کا گي بي» د يوه مامور وسايل
په دغه طلايي جعبه کي د کا گي بي له مخصوص نښان سره به يو ساعت هم يوځای وو چي د هغه وخت مامورينو ته به ورکول کېده. کارت ئې هم لاره. د ښځو په ساعتونو کي به هم وسلوې وي.
انځور: DW/Hossein Kermani
د جاسوسۍ سازمانونو کارکوونکو به ځيني وخت خپلي څېرې ته تغير ورکاوه. په دغه بکس کي د هغوی له پاره سامان ځای پر ځای سوی دی.
انځور: DW/Hossein Kermani
د جاسوسۍ ساعتونه
په ساعتونو سره ډېره جاسوسي کېدله.
انځور: DW/Hossein Kermani
د ښځو وسله
دغه وسله په ۱۸۸۰م کال کي جوړه سوې ده. دغه وسله به ښځو جاسوسانو په خپل لاسي بکس کي له ځانه سره گرځوله.
انځور: DW/Hossein Kermani
يو نفري اوبتل
روسانو له دغه يوه نفري اوبتل څخه تر ۱۹۹۳م کاله پوري په جاسوسۍ کي استفاده کوله.
انځور: Top Secret
طلايي کلاشنيکوف
په دغه نندارتون کي د کلاشنيکوف وسلې د جوړونکي «ميخايل کلاشنيکوف» له خوا طلايي کلاشنيکوف د هغه له امضا سره ننداې ته وړاندي سوی دئ.
انځور: spionage.de
د جيمز باند موټر
د اوبرهاوزن په نندار تون کي د جيمز باند محبوب موټر هم نندارې ته وړاندي سوی دئ.
انځور: spionage.de
چاقو که پلۍ؟
دغه چاقو په ۱۹۷۰م کال کي په امريکا کي جوړ سوی دئ. د چاقو شکل پلۍ ته سوی دئ.