1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوه: ضد یهودیت او د مسلمانو څخه کرکه یو بل سره ارتباط لري

۱۳۹۹ مهر ۲۰, یکشنبه

د الماني لیکوال، شټاینکه په نظر د «دسیسې جوړولو د تیورۍ» مطابق سیسټماتیک قتل عامونه تل «یهودانو ته د شیطانانو صفت ورکولو» او «مسلمانو ته غیرانساني خصوصیت ورکولو» تر نامه لاندي تر سره کیږي.

Deutschland | Jahrestag Angriff auf Synagoge in Halle
انځور: Ben Knight/DW

الماني لیکوال، رونین شټاینکه د جمعې په ورځ (د اکتوبر نهمه) المانۍ ورځپاڼي «زیود دویچه څایټونګ» ته وویل، چي ضد یهودیت او د مسلمانانو سره دښمني اکثرأ یو دبل سره ارتباط لري. د همدغي تیورۍ او افسانو مطابق د هاله ښار بریدکونکي هم عمل کړی دی.

د ۲۰۱۹ م کال د اکتوبر پر۹ مه یوه سخت مجهز مجرم کوښښ وکړ، چي د هاله ښار د یهودانو په کنیسه کي یو قتل عام تر سره کړي. کله چي هغه ونسوای کولای، کنیسې ته ورننوزي، نو یوه لاروۍ او د ترکي دونر کباب یو رانیونکی یې وویشته. د تیښتي پر وخت یې یو میړه او ماندینه هم سخت زخمیان کړل.

دا د هغي کیسې او داستان مطابق ده، چي ګويا «د منځني ختیځ څخه ډیر مهاجرتونه په پټه سره د یو څو قدرتمندو کسانو لخوا» تقویه کیږي. داسي لکه څنګه چي شټاینکه په خپل کتاب «د یهودانو په مقابل کي ترهګري» تر عنوان لاندي لیکلي او د همدې عیسوي کال په دوبي کي یې معرفی کړی ؤ. په کتاب کي مثلآ د سوروس، کارفرما روټ شیلډ او نورو فامیلونو نومونه یاد سوي دي، کوم چي د شيفر په توګه استعماليږي. د شټاینکه په خبره «عصري ښی اړخي عوام پالان اکثرأ په اشارو سره کار کوي.»

انځور: Imago Images/S. Schellhorn

شټاینکه همدارنګه لیکلي، دا چي په اوس وخت کي د عوام پاله حزب، AfD سیاستمداران د «یهودانو دوستان ځانونه معرفي کوي، دا فقط یو نمایش او ځان ښکاره کول دي.»

د کومو پیسو او سرمایې څخه چي پلاس راځي، د ټولو نورو هغو کسانو پر ضد ورڅخه استفاده کیږي، چي د جامعې حاشیې او څنډی ته پوري وهل سوي دي، ځکه چي د ښی اړخو په نظر «هغوی په نامشروع او غیرقانوني ډول سره د جامعې پر اکثریت باندي تحمیل کیږي». شټاینکه اضافه کوي، ضد یهودیت هیڅوک دومره نه تقویه کوي او لمن نه ورته وهي، لکه عوام پاله حزب، AfD چي یې کوي. په خبره یې «د دغه ګوند سیاسي تقویه په تیرو کلونو کي د یهودانو ژوند ډیر تریخ کړی او د فزیکي لحاظه یې هم هغه ورته خطرناکه کړی دی.»

شټاینکه خبرداری ورکوي، چي پردې سربیره د «دسیسې جوړولو تیوري» نه ضعیفه کیږي، ځکه چي عوام پالان «د جامعې سره سازګاره ژبه کاروي». د هغه په خبره دغه کار د دغسې تيوريو د لا تقویې سبب هم ګرزي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب