په هند کې داليت ښځو د جنسي قربانیانو له پاره، د عدالت غوښتنه
۱۳۹۹ مهر ۱۸, جمعهد هند ښځو «الهیات ټولنه» يو کاتولیک انجمن دې،چې پر داليت ښځو د جنسې تيرې پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړي او يوه ګډه اعلاميه يې خپره کړې ده چې د کاتولیکانو خبري آژانس تر لاسه او خپره کړې ده. دوي تينګار کړې:«د هندوستان رسمی اداري او مقامات دې د دغه جنایتونو له کبله د مجرمو کسانو په اړه منصفانه څيړني او پلټنې وکړي.»
داليت د هندويزم په طبقاتي سیستم کې تر ټولو ټيپټه طبقه ده او د ټولنې دغه برخه خلک (د نه لمس کولو) وړ او یا (نجس) ګڼل کيږې.
په دغه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې راغلي:«هر هندې وګړې چې سالم فکر لري، باید د دالیتیانو له پاره په خپل هیواد کې د عدالت غوښتلو غږ پورته کړی.» یادې ټولنې ويلي،هر څوک باید د خپل فکر څرنګوالي او کړنو په تړاو چې د هغې له مخې له «دالیتیانو سره د هیواد دویمه درجه اتباعو »په توګه چلند کیږې ورته بیا کتنه وکړی. په هند کې جنسي آزار او زورونه د خبرو او بحث وړ موضوع ده.
د هندوستان د رسمي ارقامو له مخې د دغه هیواد ۱،۲ ميلیارده ټول جمعيت شپزمه برخه يې دالیت طبقې پورې اړه لري چې په ډير ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.
د روان میلادي کال په سپتمبر مياشت کې د هندوستان د اوتارپرادیس ایالت په څو سیمو کي د دالیت پر څلورو ښځو جنسې تيرې شوې. د دغه قربای شویو ښځو څخه يې يوه ښځه دومره ډيره له جنسي زورونې سره مخ شوې وه چې د هماغه ټپونو له کبله يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هندوستان رسمي شميرنو له مخې په هرو ۱۵ دقیقو کې يوه ښځه له جنسی تيرې سره مخامخ کيږې.
په تلانګا ايالت کې یوه دالیتې ښځه د هغه کسانو پر وړاندې چې غوښتل يې پرې جنسې تيرې وکړې د مقابلې کولو له کبله ورته اور واچول شو.
هندوستان په نړۍ کې د ښځو له پاره د خطرناکو هیوادونو څخه ګڼل کيږې.
د دغه هیواد د رسمي ارقامو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې د جنسي تیرې له کبله ۳۳۹۰۰شکايتونه په ادارو کي ثبت شوې وو. يعني په منځنۍ توګه په ورځ کي ۹۳ جنسي تیرې او په هرو ۱۳ دقيقو کي يوه د جنسي تيرې پيښه رامنځ ته شوې وه. خو د بشري حقونو فعالان او کارپوهان په دي اند دي،چې د جنسی تیري قرباناینو شمير به په دغه هیواد کي د دقيقو شميرنو د نه شتون له کبله ډير لوړ وي.