1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پولیسو په لارۍ موټر کې کم عمره مهاجر ماشومان نیولي

۱۴۰۰ فروردین ۲۱, شنبه

د آلمان د راین لاند- فالڅ ایالت پولیسو له یوه بار وړونکې لارۍ موټر څخه ۷ تنه پناه غوښتونکي نیولي دي. له دې ډلې ۴ تنه یې قانوني سن ته نه رسیدلي ماشومان دي.

Symbolbild Flüchtlinge in einem Lastwagen Schleuser Migration
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/Police Upper Austria

د آلمان په راین لانډ- فالڅ ایالت کې پولیسو اووه تنه پناه غوښتونکي چې په یوه بار وړونکي لارۍ کې په غیر قانوني توګه لیږدول کیدل نیولي دي. د کایزرزلوټن ښار څارنوالۍ د جمعې (د اپریل میاشتې ۹ نیټه) په ورځ وویل چې د بهرنیو اتباعو د قاچاق په تور د ۳۹ کلن موټر چلوونکي د نیول کیدو امر صادر شوی دی.

د پنجشنبې ورځې تر غرمې وروسته یوه موټر چلوونکي پولیسو ته خبر ورکړ. دغه موټر چلوونکي وویل چې د زاربروکن په ۶ نمبر اوټو بهان (لویه لار)  کې په یوه بار وړونکي موټر کې د ترپال لاندې څخه یو شمیر خلک په پرله پسې ډول لاس ښوروي او اشارې کوي، څو د خلکو پام ځانته را جلب کړي.

نیول شویو پناه غوښتونکو ویلي دي چې افغانان دي او سمدستي یې د پناه غوښتنه کړې ده. د لمړنیو څیړنو له مخې دغه کسان بی سرپرسته کم عمره پناه غوښتونکي دي چې د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

له دې ډلې څخه قانوني سن ته نه رسیدلي پناه غوښتونکي د ځوانانو د مراقبت ادارې ته سپارل شوي دي. درې نور لویان باید ځانونه د ثبت نام اړونده مرکزونو کې ثبت کړي.

د څارنوالۍ په حواله ۳۹ کلن د لارۍ موټر چلوونکي ویلي دي چې هغه د بار په ځای کې د دغو اوو تنو ځوانانو په هکله هیڅ معلومات نه درلودل.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب