1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

يونيسف: ۴۶۸ زره دوزه نور د کرونا واکسین کابل ته ورسیدل

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د کوواکس پروګرام له خوا افغانستان ته د کرونا واکسين لومړنۍ جوپه نن کابل ته ورسیده. په پام کې ده چې د ښوونکو په ګډون به ۲۳۴ زرو کسانو ته دا واکسين ورکړل شي.

Afghanistan Beginn der Impfung gegen Covid-19
تر دې مخکې له هندوستان څخه افغانستان ته د رسيدلو ۵۰۰ زره دوزه کرونا واکسين انځور - آرشیفانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو کوواکس پروګرام، د هغه د همکارو سازمانونو او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په يوه ګډه اعلاميه کې راغلي دي چې د افغانستان له پاره د کوواکس ائتلاف له خوا په نظر کې نيول شوو کرونا واکسين لومړنۍ محموله، چې ۴۶۸ زره دوزه واکسين په کې دي، نن (د مارچ اتمه) کابل ته ورسیده.

دغه ګډه اعلاميه چې د يونیسف له خوا رسنيو ته استول شوې په کې راغلي چې افغانستان ته استول شوي واکسين، د آسترازینیکا شرکت ساخت دي چې د هند د »سيروم« شرکت له خوا توليد شوي. سيروم شرکت په سيمه کې د «کويد شیلد» په نوم هم پيژندل کيږي.

په ګډه اعلاميه کې راغلي چې د واکسينو دغه محموله، د دوشنبې په ورځ تر غرمې مخکې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورسیده. په دغې محموله کې د کرونا واکسينو علاوه، ۴۷۰ زره سرنجونه او ۴۷۰۰ ایمني بکسې هم استول شوي دي. دا د کوواکس له خوا د افغانستان له پاره د چمتو شوو واکسينونو لومړنۍ جوپه ده چې کابل ته رسيږي.

تر دې وړاندې هندوستان هم د کرونا ویروس ضد ۵۰۰ ډوزه واکسینونه افغانستان ته ورکړي وو.

د «ګاوي» د واکسینو په اتحادیه کې د افغانستان او جیبوتي مسئول، ريچارد لاکورټ، ويلي چې ګاوي لیواله ده چې د افغانستان خلکو او همکارو سازمانو سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي، تر څو د دې ډاډ ترلاسه کړي چې د واکسينو ويش په عادلانه او د قناعت وړ توګه کيږي. ګاوي د کوواکس ائتلاف يوه څانګه ده.

افغان چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د واکسین په تطبيق کې ښوونکو ته لومړيتوب ورکړل شوی دیانځور: Michael Ciaglo/Getty Images

د ملګرو ملتونو نوښت، کوواکس په نړۍ کې د کرونا د عادلانه ویش له پاره کار کوي. دغه ائتلاف د نړۍ د روغتيا سازمان، د نړیوال واکسين د نوښت «ګاوي» او د واکسین د تحقیقاتو د موسسې (Cepi) له خوا رهبري کیږي. د نړۍ د ۹۲ لږ یا متوسط عاید لرونکو هیوادونو په ګډون، شاوخوا ۱۹۰ هیوادونه دغه نوښت تر پوښښ لاندې نيولي دي.

په افغانستان کې د يونیسف استازې، شیما سن ګوپتا، افغانستان ته د دغو واکسینونو رسیدل، د افغانستان د خلکو له پاره يوه لوی ګام وباله. هغې وويل چې د دغو کوويد-۱۹ واکسينو په ښه توګه ويشلو سره به د ښوونکو په ګډون ۲۳۴ زره کسان د کرونا ویروس پر وړاندې محافظت  شي.

هغې د افغانستان د روغتیا او معارف وزارت دغه پروګرام چې د نوي تعلیمي کال (د وري مياشتې په لومړۍ) له پيلدو د مخه يې ښوونکو ته لومړيتوب ورکړی دی، ستاینه وکړه.

کوواکس غواړي د روان میلادی کال په لومړيو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۲۳۷ ميلیونه دوزه آسترازینیکا واکسين د نړۍ ۱۴۲ هغو هیوادونو له پاره چې لږ او یا متوسط عوايد لري، چمتو کړي.

کوواکس غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې سږکال په هر هیواد کې که هغه شتمن وي او که نه، ۲۰ سلنه زیانمنونکي افراد د کرونا ويروس پر وړاندې واکسین شي. دغه پروګرام د واکسین تولید کونکو څو شرکتونو سره، د دوه میليارډه دوزه واکسينونو قرارداد لاسلیک کړی دی.

م.ک.ص./ب.ص./

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف (26.02.2021) څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب