1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانيان اوس له کابل څخه سعودي ته سفر کوي

۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

ځيني پاکستاني کارگر له کابل څخه سعودي عربستان ته پروازونه کوي. کابل اوس پاکستاني کارګرانو ته په يوه ترانزيتي لار بدل شوی دی.

Pakistan Islamabad | Warteschlange vor Botschaft Afghanistan
د آرشيف انځورانځور: AAMIR QURESHI/AFP

له هغه راهيسي چې په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ډيرې شوي، فارس خليج ته يې اکثره پروازونه لغوه شوي دي. اوس د ډيرو پاکستاني کارگرو له پاره سعودي عربستان ته د رسېدو يوازنۍ لاره کابل دی.

پاکستانيان اوس کابل ته ځي او هلته تر دوو اونيو تیرولو وروسته ځانونه سعودي عربستان ته رسوي. له کابل څخه سعودي عربستان ته د مساپر وړنکو الوتکو پروازونه ادامه لري.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مخې ته په کتار کي ولاړو پاکستانيانو څخه ۳۱ کلن سید شعیب صدیقي وايي: «زه یو څه اندیښمن یم.» خو زياتوي چې دغه تکلیف يې پر غاړه اخیستی دی.» صدیقي چې د برېښنا انجنیر دی وايي چې په سعودي عربستان کې ورته د داسې يو کار کولو امکانات شته چې له میاشت خپلې کورنۍ ته له ۵۰ تر ۱۰۰ زورو پاکستانۍ کلدارۍ لیږلای شي.

د فرانسې خبري آژانس د یوه اړوند چارواکي له قوله ليکي چې يوازې تیره میاشت په لسونو زرو پاکستاني کارګرانو په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت ته د ترانزيتي ويزې درخواستونه سپارلي دي.

د تیرې اوونۍ په جریان کې، په سلونو درخواست کوونکو شپې په میدان کې تيرې کړي دي تر څو وشي کړای د خپل کاري اسنادو د سپارلو له پاره نوبت ترلاسه کړي.

د کام اير افغان خصوصي هوايي شرکتانځور: Josh Cahill/Zivilluftfahrtbehörde Afghanistan

خو د پاکستاني کارګرانو له پاره دغه یوازینۍ لار هم په بشپړه توګه ډاډمنه نه ده. په کابل کې د یوه هوايي شرکت په خبره، په وروستيو ورځو کې د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ يو مستقیم پرواز کنسل شوی دی.

د ځانګړو پروازونو امکانات چې بیه يې ۱۳۰۰ ډالر ده، یوازې د هغو کارګرانو له پاره برابر دي چې له پخوا څخه د سعودي عربستان اقامې لري.

سعودي عربستان ته د سفر په موخه کابل ته د پاکستاني کارګرانو رش په داسې وخت کې ډير شوی، چې له افغانستان څخه د امریکايي قواوو د وتلو لړۍ پيل شوې ده.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د کابل ښار اکثريت اوسیدونکي د خپلو پاکستاني ګاونډيانو په اړه ښه نظر نه لري. افغان حکومت په پر له پسې ټوګه پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

خو پاکستاني کارګر وايي چې دوی مجبوره دې کابل ته ولاړ شي ځکه بله لاره او چاره نه لري.

سید تنویر چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مخې ته د ویزې ترلاسه کولو له پاره راغلی وايي: «موږ بله چاره نه لرو، نو څه باید وکړو؟»

کابل ته راغلي پاکستاني کارګران باید سعودي عربستان ته تر پرواز دمخه په کابل کې د کرونا منفي تیست وکړي. له دې سره په کابل کې د کرونا د تیست په یوه مرکز کې د تیستونو تقاضا په تیرو دوو اونیو کې دوه برابره لوړه شوې ده.

يو پاکستانی کارګر وايي په کابل کې د هيڅ شي ضمانت شته او دوی د لوی خطر په منلو سره ورځي ځکه بله چاره نه لري انځور: AAMIR QURESHI/AFP

د کرونا تیست په یوه مرکز کې داکتر صدیق الله صافي وويل: «سعوديان او پاکستانيان پر افغان لابراتوارونو باندې باور لري.» هغه هیله مند دی چې دغه کار به د کابل اقتصاد ته گټور وي.

صدیقي وايي: «دوی دلته د خپلې ګټې له پاره راغلي دي. دوی دلته خپلې پيسې د سودا په اخیستلو، ترانسپورت او کرونا ویروس پر تیست باندې لګوي.«

انور خان دوې اوونۍ په کابل کې د پرواز له پاره انتظار کړی دی. هغه وايي چې ډير ژر به يې سعودي ته پرواز وشي او خوښ دی چې دغه سفر به گټور ورته تمام شي. هغه زیاتوي: «البته د امنیت له اړخه واقعا اندېښنه شته. زه له خدايه ډير راضي یم چې تر اوسه راته کومه ستونزه نه ده پیښه شوې.»

پاکستاني کارګران وايي چې کابل ته تلل کوم اسانه کار نه دی. لیاقت علي وايي: «زه په کور کې واړه ماشومان لرم او کومه بله عایداتي سرچینه هم نه لرم چې هغوی پرې وساتم.» هغه وايي: «موږ پر ځان د لوی خطر په منلو سره افغانستان ته ځو. هلته د هيڅ شي ضمانت نه شته.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.