1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د جنايي جرمونو ډېرېدل، د جرمي ډلو ملاتړي څوک دي؟

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

کابل ښاریان وايي، د جنايي پېښو ډېروالی نور له زغم څخه وتلی دی. په کابل ښار کې ناامنۍ ، قتلونه او وسله والې غلاوې له یوې ورځې بلې ته د ډېرېدو په حال کې دي. خود چارواکو ځواب څه دی؟

Afghanistan Kabul | Coronavirus | Ausgangsbeschränkungen
د کابل ښارانځور: DW/A. Ghazanfar

د افغانستان د میوې مارکیټ رییس اختر محمد احمدي وايي، وسله والو غلو او برمته کونکو یې په کابل کې پر کور وسله وال برید وکړ او په کور یې تر ۱۰۰ ډېرې مرمۍ ولګېدې.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، کابل ښار کې ناامنۍ، وژنې او وسله والې غلاوې له یوې ورځې بلې ته د ډېرېدو په حال کې دي.

ده زیاته کړه:

«سوداګر تښتول کیږي، عادي خلک د یوه موبایل یا څو زرو پیسو لپاره وژل کیږي او اوس د کابل هیڅ ځای خوندي ندی.»

د افغانستان دغه ملي سوداګر ادعا وکړه چې د وسله والو غلو او برمته کونکو له امله یې ټولو امنیتي ارګانونو ته عریضه کړې، خو هیڅ یوه یې تراوسه په عریضه غور نه دی کړی.

ده وویل جرمي ډلې له پولیسو، عدلي او قضايي ارګانو څخه ویره نه لري.

د نوموړي په خبره ددې ستر لامل دادی چې مجرمین نه نېول کیږي او که ونېول شي عدلي او قضايي ارګانونه بیا په سزا ورکولو کې ناتوانه دي.

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي بازمحمد غیرت دویچه ویله ته وویل:«د ارګ په ۱۰۰ مترۍ کې هم امنیت نشته او په دغو شپو او ورځو کې خلک د ډیرو کمو پیسو او موباییل پخاطر هم وژل کیږي، امنیتي ارګانونه د غفلت په خوب ویده دي او د جرمونو د کمولو لپاره هیڅ اقدام هم نه کوي.»

د افغانستان پارلمان هم په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د ناامنیو ډېرېدو اندېښمن کړی - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

د کابل ښار دغه اوسېدونکی چې د یوه سوداګریز بنسټ مشري کوي ادعا وکړه چې برمته کونکي د کابل ښار په مشخصو ځایونو کې دفترونه لري.

د جرمي ډلو تر شا د چا لاس دی؟

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه پخواني چارواکي جنرال کامیاب معمار دویچه ویله ته وویل، د کابل په ټولو امنیتي حوزو کې غیر مسلکي کسان ګمارل شوي.

دغه پخوانی چارواکی د جنايي ډلو ترشا د ځینو کړیو لاس لرل د جنايي پېښو د ډېرېدو اصلي لامل ګڼي، خو دا کړۍ څوک دي؟

معمار وویل:«اول خو په خپله پولیس ورسره لاس لري او بل زه په صراحت سره وایم چې ددغو جنایتکارو ډلو تر شا حکومتي کړۍ دي او د هغوی له ملاتړ پرته هیڅ جرم هم نه شي ترسره کولای.»

د افغانستان پارلمان هم په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د ناامنیو ډېرېدو اندېښمن کړی.

د ولسې جرګې یوې غړې زهره نوروزي دویچه ویله ته وویل:«وسله والې غلاوې، وژنې، چاودنې،د سړک غاړې ماین چاودنو پېښې د ټول افغانستان په کچه ډېرې شوي دي. د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې امنیتي چارواکي احضار کړي.»

د پارلمان ددې غړې پروینا تردې وړاندې یې هم امنیتي چارواکي د ځواب ویلو لپاره ورغوښتي دي.

افغان سوداګر وايي چې جرمي ډلې له پولیسو، عدلي او قضايي ارګانو څخه ویره نه لري - د کابل د قرنطين د وخت انځورانځور: DW/A. Ghazanfar

د چارواکو ځواب څه دی؟

سره له دې چې په کابل کې د جنایي جرمونو د ډېرېدو یا کمېدو په اړه امنیتي چارواکي غوڅ ځواب نه لري، خو ددغو پېښو په تړاؤ وخت نا وخت د نېونو او بندي کیدو خبرونه ورکوي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد دویچه ویله ته وویل:«امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۲۹ کسان د وسله والو غلاوو، جنسي تیریو او په کابل کې د لارې شکونو په تور نېولي.»

مجاهد زیاتوي چې په تېره یوه میاشت کې ۳۷۰ کسان د جنايي جرمونو په تړاؤ نېول شوي دي.

افغان حکومت په کابل او ولایتونو کې د جنايي جرمونو قابو کولو په موخه د امنیتي مثاق په نوم طرحه پلې کوي، خو کتونکي او د پارلمان غړي وايي، ددې طرحې تطبیق نه یواځې دا چې جرمونه کم نه کړل بلکي امنیتي وضعیت یې لا پسې کړکیچن کړی دی.

اسماعیل شاکر – کابل

د کابل ښار اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل