کابل کې درو جلا چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبهپه افغانستان کې تاوتريخوالی په زياتېدو دی. د کابل د پوليسو وياند، فرامرز تمنا، وويل چې دوه لومړنۍ چاودنې د ۱۵ دقيقو په فاصله وشوې چې دريمې چاودنې يې بيا دوه ساعته وروسته د پوليسو يو موټر په نښه کړ. سملاسي کومې ډلې د بريدونو مسئوليت منلی نه دی.
په کابل کې د وروستيو مياشتو ډېری چاودنې د مقناطيسي نښلوونکو بمونو د لارې شوې دي. د نن ورځې (د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۰مه) دويمې چاودنې د کابل په شمال لويديځ کې داسې يو موټر په نښه کړ چې د ملي اردو سرتېري پکې سپاره ول. د هغوی له جملې څخه دوه تنه وژل شوي دي. يو ملکي لاروی هم ووژل شو.
په دويمه چاودنه کې د پوليسو يو موټر د کابل په لويدیځ کې ويجاړ شو چې دوه تنه پوليس پکې وژل شوي دي. دريمې چاودنې بيا يو ملکي موټر په نښه کړی دی چې دوه سپاره کسان په کې ټپيان شول. د کابل د پوليسو په خبره پلټنې روانې دي.
افغانستان د بمي چاودنو، هدفمنو وژنو او تاوتريخوالي د اوج شاهد دی، چې په ورته وخت کې د سولې په هکله خبرې هم په ټپه ولاړې دي. د اسلامي دولت يا داعش په نوم ډلې د ځينو بريدونو پړه منلې، خو د نورو ډېرو بريدونو مسئوليت چا نه دی اخيستی چې حکومت يې پړه په طالبانو باندې وراچوي. خو طالبانو بيا په دغسې بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
آ./ن.ص./ا.ا.