صالح: د کابل د پولیسو تشکیلات دوه برابره ډیریږي
۱۳۹۹ دی ۸, دوشنبهد افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیتي میثاق په نامه د شپږنیمو بجو غونډې مسئولیت لري وايي چې ملي امنیت او د کابل پولیسو د یو لړ هدفي عملیاتو په ترڅ کې د هدفي وژنو ځيني مجرمین نیولي دي.
د صالح په خبره، د کابل پولیسو پر څارنوالانو باندې دوه داسې بريدگر نیولي دي چې تر برید وروسته د موټرسایکل په واسطه د تیښتې په حال کې ول.
لومړي مرستیال صالح، پر خپله رسمي فسبوک پاڼه باندې د یادې غونډې د جزئیاتو په یوه څنډه کې همدا راز ویلي دي چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې یوه داسې طرحه سپارلې ده چې له مخې به یې د کابل د پولیسو شمیر دوه برابره لوړ شي.
صالح لیکلي دي چې د مقایسوي ارزونو پر بنسټ، ان په باثباته او با امنه کابل کې د پولیسو اوسنی شمیر د نفوسو د شمیر په پرتله کم دی. صالح زیاتوي چې د پولیسو په تشکیلاتو کې دغه ډیرښت به په حوصلې ترسره شي او له دقت څخه به کار واخیستل شي څو په شرایطو برابر کسان د پولیسو په لیکو کې ورزیات شي.
صالح همدا راز ویلي دي چې دغه ارمان ته د رسیدو له پاره به د کابل په غرونو کې جوړې شوې د پولیسو پوستې ملي اردو ته وسپارل شي او د موسسو او نورو بنسټونو امنیتي مسئولیت به د عامه ساتنې ځواکونو ته وسپارل شي. امرالله صالح وايي چې د دغو ابتدايي اقداماتو په پلي کیدو سره به شاوخوا ۵۰۰ پولیس بیرته خپلو اصلي وظایفو ته وګرځي.