1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارواکي: طالبان د خپلو ناکاميو غچ په هدفي وژنو سره اخلي

۱۳۹۹ دی ۹, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي طالبانو د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د خپلو وروستيو ماتو د غچ اخیستنې په موخه په هیواد کې هدفي وژنو ته زور ورکړی دی. په وروستيو کې د کابل په ګډون د افغانستان په مختلفو سيمو کې هدفي وژنې ډيرې شوي دي.

Afghanistan Kabul | Anschlag mit Autobombe
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر، احمد ضيا سراج وايي چې د ۲۰۱۹م کال دسمبر څخه د ۲۰۲۰م کال تر دسمبر پورې ۱۸ زره او ۲۰۰ بریدونه ترسره شوي چې د ۹۹ سلنې هغو تر شا يې طالبان دي. په وینا يې دغه بریدونو پر ښارونو، پوځي چوڼيو او پوستو باندې شوي چې موخې يې د ستراتيژکو سیمو نيول دي.

د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۹مه) د سراج په حواله ليکلي دي چې د طالبانو په دغو بريدونکو کې امنيتي ځواکونو او ملکي افرادو ته په لوړه کچه تلفات اوښتي دي، خو د تلفاتو له کره ارقامو څخه یې يادونه ونه کړه.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر، دا هم وويل چې له بل لورې افغان امنیتي ځواکونو، تروريستي فعاليتونو سره په تړاو ۳۶۰۰ کسان نيولي دي چې له ډلې څخه يې ۲۷۰ تنه يې د هدفي وژنو پورې اړوند د يوې شبکې غړي دي.

په عین حال کې د افغانستان د کورنيو چارو وزير، مسعود اندرابي ويلي دي چې په کابل کې د وروستيو چاودونو ۹۵ سلنه يې چې د امنيتي ځواکونو پر وسايطو شوي د چسپکي ماينونه له کبله نه، بلکي د سړک غاړې ماينونو له کبله شوې دي.

اندرابي ټينګار وکړ، که چيري د يوه چارواکي په موټر کې ځای پر ځای شوی ماین کشف شي، موټر ورڅخه اخیستل کيږي او چلوونکی يې د لا ډيرو تحقيقاتو له پاره عدلي او قضايي ادارو ته استول کيږي.

په وروستيو کې په کابل ښار کې د ناامنيو او تروريستي پيښو اړوند تاوتريخوالو په ډيريدو سره، د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، امرالله صالح، د دوشنبې په ورځ وويل چې په کابل ښار کې به د پولیسو شمیر دوه برابره شي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.