1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویلسن: داعش اوس هم «قوي» ډله ده، خو د تشدد مسؤل طالبان دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

په کابل کي د امریکا متحده ایالاتو شارزدافیر ویلي دي چي داعش په افغانستان کي د یوې «قوي» ډلي په توگه پاته ده او د نجونو پر ښوونځي د وروستي برید مسؤله بلل کیږي.

Afghanistan | Massenbegräbnis nach Anschlag in Kabul
انځور: REUTERS

په کابل کي د امریکا متحده ایالاتو شارزدافیر، راس ویلسن د فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کي داعش په افغانستان کي يوه «قوي» ډلي، خو د زورزياتي د ډېرښت مسؤل طالبان بللي دي.

ویلسن د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «اسلامي دولت [داعش] د یوه قوي ځواک په توگه دلته پاتیږي. دا یو له هغو دلایلو څخه دی چي ولي موږ د افغانستان له ادارو سره خپل امنیتي او د ترهگرۍ ضد ملاتړ ته ادامه ورکوو.»

نوموړي د می میاشتي پر اتمه نېټه د کابل په لویدیځ کي پر یوه مکتب باندي د هغه بمي برید مسؤلیت پر داعش ډلي واچاوه چي پکښې نږدې ۸۰ کسان ووژل سول. هغه وویل چي د کابل د شکردرې ولسوالۍ په مسجد کي د ۱۲ لمونځ کوونکو د وژلو مسؤلیت هم د داعش پر غاړه دی.

دا په داسي حال کي ده چي په دشت برچي کي د نجونو پر مکتب باندي د برید مسؤلیت هیڅ يوې ډلي پرغاړه نه دی اخیستی. خو د شکردرې په ولسوالۍ کي پر مسجد د برید مسؤلیت داعش پر غاړه واخيست.

که څه هم طالبانو په دغو بریدونو کي خپل لاس لرل رد کړي او د ځینو دغو بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی، خو افغان حکومت پر ملکي کسانو د بریدونو مسؤل په تکرار سره طالبان بولي. حکومتي چارواکي وايي چي داعش ډلي دوه کاله مخکي په ننگرهار کي په خپله اصلي قرارگاه کي ماته خوړلې ده.

د داعش ډلي د خراسان څانگه په ۲۰۱۴م کال کي هغه وخت په افغانستان کي خپل فعالیت پیل کړ چي د ناټو جنگي ځواکونه له دغه هیواده ووتل او امنیتي مسؤلیت یې افغان امنیتي ځواک ته وسپاره.

ویلسن وویل: »په مکتب کي د بمونو ایښوول او څو ورځي وروسته پر مسجد باندي برید دا په ښکاره ډول ښيي چي هغه د داعش کار دی.« هغه زياته کړه چي د «القاعدې بقایا» اوس هم په دغه هیواد کي فعالیت لري.

د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر په کابل کي د خپلو خبرو په دوام ويلي دي چي د داعش دغه بریدونه په دې معنی نه دي چي د زورزیاتي هغه پیښې چي طالبان پکښي په مستقیم او ژوره توگه لاس لري، له پامه وغورځول سي.

د می پر لومړۍ نېټه د امریکا اوناټو ځواکونو د وتلو له پیل څخه په افغانستان کي زورزیاتی ډیر سوی او طالب جنگیالي او افغان امنيتي ځواکونه په وار وار سره یو له بل سره په جگړو اخته کیږي.

په کابل کی د امریکا شارزدافیر، راس ویلسنانځور: picture alliance/AP Photo

ویلسن وویل چي طالبانو په وروستیو میاشتو کي پر حکومتي ځواکونو او ملکيانو باندي ستر بریدونه پیل کړي او په بازارونو، ښارونو او د هیواد په بېلابېلو سیمو کي هدفونه په نخښه کوي.

د ویلسن په خبره د سولې په خبرو کي خنډ راتلو ته په کتو سره بیا هم د زورزیاتي دغه پیښې د »توجیه وړ« نه دي.

دغه امریکايي ډیپلومات زیاته کړه: «موږ د طالبانو له کړنلاري او پر افغانانو په لړه سطحه د نه توجیه وړ زورزیاتيو له دوام څخه په ژوره توگه مایوسه سوي یوو. د دغو زورزیاتیو له پاره هیڅ دلیل نه سته... په خاص ډول کله چي سړی په یوه سیاسي پروسه کي مصروف وي.»

ویلسن چي د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کي یې په کابل کي خپله دنده پیل کړې، اوس هم د افغانستان په شخړه کي یوې سوله ایزي نتیجې ته د رسیدو له پاره هیله مند دی: «هغه موضوع چي موږ هڅه کوو چي باید اوس سرته ورسوو، د حل یوه سیاسي لار ده چي په دغه هیواد کي د اوربند د رامنځته کیدو او د جگړې د دایمي پای ته رسیدو سبب سي.»

په کابل کي د واشنگټن شارژدافیر وویل چي حتی د امریکايي ځواکونو د وتلو پر دوام سربيره له افغانستان سره گډ کار ادامه ومومي: «دغه هیواد په ښکاره ډول په راتلونکو میاشتو او کلونو کي له سختو ستونزو سره مخامخ دی. خو زموږ ژمني د امنیتي ملاتړ د دوام ورکولو په برخه کي ډیري واضح دي. موږ بل ځای نه ځو، همدلته یوو.» 

GP/NZ/DW.Online 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب